اختلاف او جګړه توپير لري

لطف الله خیرخوا
زغم او چا ته د اظهار وخت ورکول ستره رويه ده. زموږ د بلاغت استاد محمد محمد ابوموسی د يوه حديث په شرحَ کې يوه عجيبه خبره کوي. بخاري شريف روايت کوي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «إِنَّمَا النَّاسُ كَالإِبِلِ المِائَةِ، لاَ تَكَادُ تَجِدُ فِيهَا رَاحِلَةً». معنی خلک لکه د سلو اوښانو پاده داسې ده، چې د بار او سفر لپاره په کې يو ښه اوښ په سختۍ موندل کيږي.

استاد وايي دې حديث کې پېغمبر عليه الصلاة والسلام موږ تاسې ته د انسانانو طبيعت بيانوي. په ټولنه کې يو سړی د کار وي، خو د کار سړی دې بيا له هر سړي د ځان په سويه طمع نه کوي، بلکې نرمۍ او بښنې نه به کار اخلي او غاړه به وړي، کوښښ به کوي، چې وګړي د کار جوګه کړي او تر خپلې وسې ترې کار واخلي.

د حديث په شرحَ کې د استاد خبره ډېره خوندوره ده. رښتيا هم که يو څوک ډېر د کار سړی وي، نو هر انسان ته دې دا طمع نه کوي، چې د ده په څېر دې وي. دی دې کوښښ وکړي، چې خلکو ته لاس ورکړي او ځان سره يې روان کړي، مګر د هغه مزل طمع دې نه کوي، چې دی خپله پرې روږدی دی.

موږ که د اختلاف په اړه يوازې پورته حديث ولولو نو ان له «انصافه» وراخوا مو بيايي او چشم‌پوشۍ ته مو هڅوي. کله که يو څوک خبره کوي او خبره د ده د فکري رياضت سويې سره اړخ لګوي، نو شونې ده چې د ده د فکر دايره کې ورسره سړی خبره ومني. يعنې سړی خپل مخاطب سره د هغه د فکر دايره وارزوي او جنجال ته خبره ونه رسيږي.

البته خبره دلته نه پاتې کيږي، په سويه پورته سړی به د ده د فکري دايرې مراعات نه وروسته سړي ته لاس ورکوي او خپلې دايرې ته به يې راپورته کوي. کوښښ به کوي، چې قانع يې کړي او دا هله کېدای شي، چې مخاطبين سره يو انډول معرفتي پانګه ولري او انډول به يې په تفاهم او لاسنيوي برابريږي.

دلته يوه بله خبره ډېره مهمه ده، چې د مخاطَبې اساس بايد نېک نيتي او د کوزنيو کمونستانو خبره «ترقي پسند» فکر وي او د اسلامي امت د طرفدارۍ دايره کې وي. ډېر کرت مخاطَبې د مخالف لوري د پړ کولو په موخه وي او جهتونه سره محارب وي، پايله يې يوازې ټکر دی، چې ان کله فزيکي برخورد ته خبره ورسيږي.

اوس که يو څوک لومړی ډول بحث کوي، اختلاف کوي، دلايل وايي زغم ورسره کېدی شي. خبره يې اورېدل کېدی شي، ان اختلاف سره سره د سوله‌ييز ژوند چاره هم غير عادي نه ده. که خبره په دوهم ډول وي، د جهتينو تر منځ مخالفت وي، جهتين جګړه کې ښکېل وي، دلته د اختلاف خبره کول ساده‌ګي ده.

که سړی ډېر عميق هم نه ځي، بيا هم دومره درکېدلی شي چې؛ که يو څوک بيخي په خوله څه نه وايي، مګر د محارب جهت غړی وي، پر ده د جګړې احکام تطبيقيږي. دا چې محارب جهت سره ولاړ وي او خوله يې ځګوړي بادوي، بيا هم څوک مازې د اختلاف خبره کوي، ساده‌ګي ده.
که يو څوک په روانه جګړه کې له اسلامي جهت سره په طرزِ فکر کې اختلاف لري، دا يې حق دی. اختلاف دې وکړي، ان ودې وايي، مګر دا حق چا ورکړی، چې د منهجي اختلاف په بهانه محاربې ادارې ته ننوځي او سنګر ونيسي؟ دا کوم اختلاف دی، کومه پرتله ده او کومه نتيجه‌ګيري ده؟

دا خلک که پر ځان هر نوم ږدي، هر دليل ځان ته وايي، دوی په روانه جګړه کې د مسلمانانو پر ضد جنګيږي. که په راوانه جګړه کې جهادي لوری منفي شي، استعمار ته مخامخ څوک پاتې کيږي؟ يوازې او يوازې بې اسرې امت دی او بس. دې حالت کې به په کومه خوا ودرېږو؟ امت سره که دښمن سره؟ که سړی غلام طبيعته نه وي، خامخا به وايي، چې امت سره ودرېږم. اوس هم؛ دی که د استعمار مخه نه شي نيولی او جهادي لوري سره يې هم ورانه ده، نو کفر سره خو دې نه ودريږي کنه. په دوهمه لار دې مبارزه وکړي.

دوی کې به ډېر په دې پوهيږي هم، چې دا څه روان دي، په خپل حالت به قانع هم نه وي، مګر ښکاره به خلکو ته له ډاره، له طمعې يا له حرصه ځان په وضعيت قانع ښيي. يا به عيناً همغه څه وايي، چې استعمار يې وايي! دی بيا هسې ځان ته د اختلاف حق غواړي. دی جګړه کوي، عقل، وجدان او افغانستان نړوي او دی سيده دښمن دی.



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    خیرخواه صاحب سلامونه ، نیکی هیلی او د کوچنی اختر مبارکی درته وایم !
    ستاسی لیکنی لولم ، ډیری ګتوری او په زړه پوری لیکنی لری ، الله ج دی اجرونه درکړی په ځانګړی ډول دغه وروستنی لیکنه دی لکه د یوی ودانی د جوړولو د ارکیټکچړ په شان وه، ډیر څه مو تری زده کړل او به عملی بڼه کی به تری کار اخلو او ډیری ستونزی به راکمی کړی ، تاچه څه لیکلی همداسی ده ډیره مننه کوم ، دی ډول لیکنو ته دوام ورکړه .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.