جنرال ډانفورډ

د جنرال ډانفورډ استدلال څومره پر ځای دی؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمښت د دې لامل شوی چې دلته طالبان ځواکمن او دا ویره شته چې یوځل بیا له یاد هیواد څخه واشنګټن تر ګواښ لاندې ونیول شي.

جنرال ډانفورډ یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان په دننه کې جنرال نیکلسن او نور امریکايي چارواکي د په اصطلاح ۲۰ تروریستي ډلو د شتون ادعاوې هم کوي.

که له جنرال ډانفورډ څخه وپوښتل شي چې که ریښتیا امریکايي شتون په افغانستان کې د امنیت د تأمین لامل وي نو بیا د هغوي تر سیوري لاندې د په اصطلاح ۲۰ تروریستي ډلو د تولید لامل څوک دی؟

ځکه د امریکايي اشغال په پیل کې خو د امریکایانو د ادعاء له مخې په افغانستان کې یواځې دوو په اصطلاح تروریستي ډلو
شتون درلود ، خو اوس څرنګه هغو شلو ډلو ته ارتقاء وکړه؟

د اشغال په لومړیو کې خو یواځې د شاهیکوټ او تورې بوړې په غرونو کې د امریکایانو په مقابل کې مقاومت کیده اوس څرنګه د مقاومت لمن د کابل په زړه د امریکا د سفارت دروازې ته راوغزیدله؟

همداراز هغه مهال خو خپله د امریکایانو په اعتراف په افغانستان کې د مخدره توکو تولید د صفر کچې ته راټیټ شوی و ، اوس افغانستان د نشه یي توکو په تولید کې چا د لومړی مقام کچې ته لوړ کړ؟

هغه مهال خو په افغانستان کې چا د اداري فساد اصطلاح پیژندله نه ، مګر اوس دا هیواد ولي په ادارې فساد کې نړیوال ریکارډ
لري؟

دا هرڅه په افغانستان کې د یولک او پنځوس زره امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د ۱۶ کلن ماموریت له برکته تر سره شول اوس که د ډانفورډ په غوښتنه دلته نور امریکايي سرتیري رالیږل کیږي د هغوي به څوک تضمین کوي چې راتګ به یې دلته نورې په اصطلاح تروریستي ډلې نه زیږوي؟

حقیقت دا دی چې یواځې ډانفورډ نه ؛ بلکې د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیویوش او له هغه را وروسته ټولو امریکايي چارواکو افغان ولس ته دروغ ویلي او خپل اشغال یې دلته د قانون د حاکمیت ، ديموکراسي پلي کولو او امنیت راوستلو په پلمه توجیه کړی، چې په دې اړه د بروکینگس “Brookings “په انستیتوت کې د امریکا د ملي امنیت سلاکارې او بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې کونډ لیزا رایس وروستۍ څرګندونې یې یوه ژوندۍ بیلګه ده.

امریکایان که افغان ولس ته دروغ وايي او یا د لته پر واقعیتونو سترګې پټوي دا خو د هغوئ مصلحت دی، تأسف د هغو افغان چارواکو په حال دی چې د امریکايي چارواکو دې ښکرورو درغو ته توجیهات لټوي او اجنبي اشغالګرو ته په افغانستان کې د پاتي کیدو پلمې لټوي.

ریښتیا هم چې دا هغه لویدلې، بي ضمیره ، منفور او مزدورکرکترونه دي چې خپله امریکايي بادارانو ورته د غه القاب کارولي او د امریکايي زور او وسلو په مټ یې پر افغان ولس تحمیل کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.