وطن داسې د غومبسو ځاله نه و

عزت الله شمسزی

لارویه مخامخ ګورې دا غرونه
په دې غرونو کې موسکي وو ځنګلونه

هره شپه پرې اورېدل د اسمان ستوري
هر سهار د بلبلانو تکبیرونه

لمر به دلته په رکوع او په سجده و
خور او ورور وو ښوونځي او جوماتونه

په لهجه د ګل یو بل سره خبرې
او د عشق تر باران لاندې سبقونه

د سیند غاړو کې د ژوند شنه سرودونه
کروندې وې او لوونه غوبلونه

هاغو شګو کې به مونږ کول لمونځونه
ان تر خدایه به مو وکړل پروازونه

هر یو رود به له مستۍ وهل ټوپونه
ماتېدل یې نه په تېږو کې موجونه

په چینو کې مو پراته وو اسمانونه
رسېدل مو په کې ستورو ته لاسونه

دا کوترې دچم داسې وحشي نه وې
وېرېدل یې نه له غېشو نه وزرونه

غورځېدل نه لکه پاڼو غوندې زړونه
پېژندل نه چا بې رحمه توپانونه

لګولې به یې ډډه وه په تیږو
خطر نه و د رنځور نرګس ښکلا ته

لېدی نه شو چا د تاندو څانګو وینه
ټول مالت به شو خپه د ګل ژړا ته
————
اوس د سیند څپې له خپل ساحل ویرېږي
فاصله د ابادۍ او غره زیاتېږي

شنه چینه د ښامارانو دمه ځای شو
ستوري لرې کهکشان ته کډه کېږي

دلته څوک د بل په مرګ خوشاله نه و
هېڅ یو باغ بې موسیقۍ او ټاله نه و

دا ولس به و ساده بې حاله نه و
وطن داسې د غومبسو ځاله نه و



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.