ورزش

د المپيک د سیالیو په پیل کې نادره ناندرۍ

هرکال د المپیک د سیالیو دپیل لپاره یاده ټولنه څومقدماتي کارونه کوي، چې یو هم په کې د یادې لوبې د پنځوکړیو ښوودل دي، دغه پنځه کړۍ چې د نړۍ د پنځو لویو وچو پر مانا دي، د المپیک د سیالیو په هر وار کې په ځانګړیو مراسمو د لوبو نندارچیانو ته ښوودل کېږي.
مګر د روسيې  د سوچي په ژمنیو لوبو کې د پنځو کړیو پر ځای څلور ننداري ته وړاندې شوي، په یادو پنځو کړیو کې سوررنګه (قرمزي) کړۍ نه وه. اوپر ځای يې سپین رنګه ستوری ښکارېده. یاده کړۍ په دې پنځو کړیو کې د امریکا د لویې وچې ښوودنه کوله.
دغه پېښه د ټويټر له لارې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لوبغاړو د ناندریو سبب شوه، او د المپيک کمېټې ته يې ګڼې پوښتنې متوجې کړي. ځينو داسې انګېرله چې ښايي په یادو لوبو کې د امریکا د ځينو مشرانو د نه ګډون په خاطر دغه کار شوی وی،مګر د المپیک کمېټې په خپله برېښناپاڼه کې دغه دعوه ردی کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x