سعودي عربستان: واشنګټن سره د ترهګرۍ ضد او ايران د مخنيوي لپاره مرسته کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ غویی، ۱۳۹۶): د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير وايي، چې د امريکا او خليجي هېوادونو په غونډه کې به د ترهګرۍ پر ضد او د ايران د پراختيا د مخنيوي په اړه خبرې اترې وشي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سبا د جمعې په ورځ د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته ځي او هلته به له سعودي چارواکو سره د ستراتيژيکو اړيکو او اقتصادي تړونونو سربېره د پنځوسو اسلامي هېوادونو مشرانو ته د اسلام په موضوع وينا هم وکړي.

سعودي ته د ټرمپ له رسېدو مخکې نن پنجشنبه د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير رياض کې رسنيو ته وويل، چې ټرمپ سره د خبرو موضوع د ترهګرۍ، په ځانګړې توګه داعش او القاعدې پر ضد د شريکو هڅو وي او همدارنګه به عربی نړۍ کې د ايران د پراختيايي فکر د مخنيوي په اړه خبرې اترې وشي.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير ډاډ څرګند کړ، چې رياض ته د امريکايي ولسمشر راتګ په دې معنی دی، چې امريکا او سعودي په سيمه کې ټينګه ملګرتيا لري، د سوريې، عراق او يمن په اړه د امريکا او سعودي دريځ يو دی.

جبير دا هم وويل، چې د امريکا ولسمشر به له پاچا سلمان او نورو سعودي چارواکو سره له ليدو وروسته د عربي او نورو اسلامي هېوادونو له مشرانو سره د ترهګرۍ پر ضد خبرې وکړي.

 امريکايي چارواکو هم سعودي ته د ټرمپ سفر ګټور بللی دی.

د امريکا د ملي امنيت مشاور ميک مسټر ويلي،چې ولسمشر ټرمپ به د سعودي او نورو اسلامي هېوادونو له مشرانو سره د سيمې او اسلامي نړۍ په امنيتي او سياسي مسايلو خبرې وکړي.

مسټر دا هم ويلي، چې ټرمپ به د اسلام په موضوع هم د اسلامي هېوادونو مشرانو ته وينا وکړي.



6 تبصرې

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    ماټرمپ ته یوخط ولیکۍ دقرآن کریم په آیاتومی ورته ثبوت کړه(آیاتونه موپه انګلسی ترجمه ورته ولیکل) چه اسلام پرتورات اوانجیل ایمان لری اواختلاف نه ورسره لری دغه دری واړه پیغمبران حق دی فقط هرهغه وخت چه خلکوپه کتابوکی دځان په نفعو تغیرراوستۍ الله یوپه بل پسی راواستول اول تورات بیاانجیل اووروستۍ کتاب قرآنکریم دۍ ،دتورات هغه آیات می هم ورته ذکرکۍ چه څوک یوانسان مړکی لکه دټولی دنیاانسانان چه مړه کی اوکه دیوه انسان ژوند بچ کی لکه دټولی دنیاانسانان چه وساتی ده ترهغه لازیاته خونریزی په افغانستان کی شروع کړه اونور۳۰۰عسکریی راواستول دافغانانو دقتل دپاره نه پوهیږم دۍ اوس داسلام په باره کی څشی ویل غواړی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

  2. عبدالواحد اڅکزى صاحب کاميابه اوسى
    حقيقت مو ورته ليکلى دى دادکليساوشيخ ته
    دکليساوشيخ ته نن دپنځوسواسلامى هيوادومشران
    سرپرسجيده پراته دى اڅکزى صاحب ستاداکيامتى
    ليکنه اوپرمظلومومسلمانانو ددوى له خوااوربل
    اودپنځوسواسلامى هيوادو چى په سرکى سعودي
    عربستان دى سرپرسجيده پراته دى
    ددى دريوپه منځکى څومره لوى توپير موجود دى
    ددى دريوپه منځکى که سوچ وشى بغيرله جهاده
    څخه رشتونومسلمانانوته بله کومه لارنه ده ورپاته

    • عبدالواحد اڅګزۍ

      داهسی په نامه مسلمانان دی په نامه مسلمان الله ج په قرآنکریم کی منافقین بللی دی چه بدترین کفاردی ته نه وینی سعودی اواماراتو۶ملیارده ډالرکومک دمصردملحدحکومت سره وکۍ

  3. هو رشتیا همداسی ده حتی یهود او نصاریانو باندی دیوه حقیقی مسلمان رحم کول د خدای په لاره جهاد دی اول باید یو مسلمان ته احمد او محمود مطرح نه وی انن چه ترامپ ته چه هغه په اصل کی یهود او عیسوی دی بد او رد وایو لژ مو په کریبان کی او د خدای جواب به مو حه وی جه ایرانی مشرکو اخندانو او د وحشی صفته خمینیانو جنایتونو باندی هیج تبصره او لیکل نه کوی نو تاسی به خدای په قهر او غضب اخته نشی ایا ستاسو په سایت کی د ایرانی مشرکو اخندانو و وحشی روسانو او جلاد وحشی صفته او درنده لیونی سپی د اسد جنایتونه مو ولی سترگی پتی کری لژ له خدایه وشرمیژی هغه ته مذدوری او ###کوی چه پیسی در کوی هغه ته شه وایی چه وا قیعاْ د اسلام او سنیانو سره دشمنی کوی او ستاسو دو ستان دی تاسی د ایرانی د حذب الله او د اسد مشرکیانو جنایت هم رسوا کی

  4. محمد حذیفه

    ددواړو په ## ……. واچوم هم د مشرکو روافضو او هم دتش په نوم سنیانو ,خلفیانو او خوارجو دا څنګه سنی ده چی یوی نا محرمی کافری ښځی ته په لاس ستړی مشی ورکوی او د خپل د ملک د مسلمانانو شتمنی یی د کفر و خدمت ته ور وقف کړی ده زه وایم زهر دی وخوری تر ده خو هغه روافض مشرک سل چنده غیرتمند دی د خپل د ملک شتمنی خو یی د کفر و خدمت ته نده وقف کړی او نه د امریکا دومره حلقه بګوشه غلامان دی لکه ستا دا تش په نوم سنیان چی دی او دا هم یاد ساته چی د واقعی اسلام لپاره چی څومره مشرک روافض خطرناک دی هغومره تش په نوم سنیان، خلفیان او خوارج هم دی دومره ویره چی مشرک رافضی اخوندان له طالبانو لری له تش په نوم سنیانو، خلفیانو او خوارجو(دواعشو) یی نه لری ایرانی مشرک اخوندان اوس هم په ایران کښی وایی چی طالب زمونږ هغه خطرناک دښمن ده چی ظاهرا یی را ته اغوستی پوست د پسه ده ولی په اصل کښی دننه لیوان دی.

  5. ميوندى صاب ستادوښمنى صرف له رشتونو مسلمانانوسره ده ځکه ته په هره تبصره کى داغه يورباب وايي اوبل څومره ناپويي نن چى شيعه ګانو دسونيانوپرضد جګړه شوروکړى ده شيعه ګانوته دجنګ داموزينه غربيانو مساعده کړى ده هسى ته بيده يي

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.