امنیتي ځواکونو خپل پخوانی عسکر د «ځانمرګي» په تور نیولی و

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ غویی، ۱۳۹۶۶): هغه کس چې امنیتي ځواکونو په جلال اباد ښار کې د «ځانمرګي» بریدګر په تور نیولی و، د ملي اردو او پولیسو پخوانی عسکر وخوت.

وړمه ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز کې د ملي راډیو تلویزون په ودانۍ وسلوال برید وشو چې دولت او داعش دواړو د برید نوعیت «ځانمرګی» وباله او مسئولیت یې د داعش له ویب پاڼې څخه خپور شو.

د برید پر مهال امنیتي ځواکونو د یو دوکان له مخې څخه یو عام وګړی نیولی و، چې د عیني شاهدانو په وینا، د یاد کس له نیولو سره سم یې نارې کړې چې «ځانمرګی» یې ژوندی نیولی.

د ټولنیزو رسنیو فعالانو هغه صحنه هم عکاسي کړې چې د نیول شوي کس لاسونه ولچک او سترګې يې پټۍ دي او د ښار په مینځ کې په داسې حال کې تیریږي چې امنیتي ځواکونو له مټو ټینګ نیولی.

خو تازه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې نیول شوی کس د دولت د امنیتي ځواکونو خپل روزل شوی عسکر و. نوموړی چې ظریف همت نومیږي، شپږ کاله یې په ملي اردو او درې کاله د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې.

د نوموړي هویت وروسته تر هغه رسوا شو چې د ټولنیزو رسنیو فعالانو د هغه په اړه شک څرګند کړ او په حکومت یې غږ وکړ چې که رښتیا یې بریدګر نیولی وي، له ولس سره دې ثبوت شریک کړي.

د راپورونو پر اساس، نوموړی نن د امنیتي چارواکو لخوا بیرته خوشې شوی او خپل کور ته رسېدلی.

که څه هم نوموړی له څو ساعته بند وروسته ډیر ژر بیرته خوشې شو، خو د «ځانمرګي» په تور د نیول کېدو انګېزه او هدف یې لا هم روښانه نه دي.

په عین حال کې یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې په پېښه کې د داعش ښکېلتیا، د هغو رسمي مکتوبونو رسنیز کیدل چې د ولایت مقام خپلو امنیتي ادارو ته مخکې له مخکې د یاد برید خبر ورکوي، د ښاغلي همت د پوځي خدمت شالید، د ځانمرګي په تور یې نیول کیدل او بیرته د هویت له افشا کېدو وروسته یې خوشې کېدل د دولت په اړه هغه شکونه لا غښتلي کوي چې له طرح شوو امنیتي پېښو څخه مطبوعاتي استفاده کوي.

باید وویل شي چې روانه اونۍ په یوې جلا پېښه کې د ننګرهار امنیتي چارواکو د «ځانمرګي» په تور یو بل نیول شوی کس هم خبریالانو او رسنیو ته وښود.
نیول شوي کس، چې دولتي ځواکونه یې ګرچاپیر ولاړ و، په زړه نازړه حالت کې خپل ځان «انتحاري» وباله او زیاته یې کړه چې د پیښور په حیات اباد کې د شپږ میاشتني کورس په پایله کې ځانمرګی شو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.