افغان حکومت: طالبانو سره د روسانو د مرستو په اړه اسناد نه لرو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ غویی، ۱۳۹۶): وړمه ورځ د بلخ والي عطاء محمد نور وويل، چې يو شمېر مشکوکې چورلکې شمالي ولايتونو کې طالبانو ته مرستې راوړي او ګومان يې کړی و، چې دا چورلکې به د شمالي ګاونډي هېواد وي.

خو ګډ حکومت دغه اوازې ناسمې بللي او زياتوي، چې له پلټنو وروسته يې داسې دلايل نه دي موندلي، چې شمال يا نورو سيمو کې دې روسانو له طالبانو سره مرستې کړي وي.

د اجراييه رياست وياند ډاکټر مجيب رحيمي د عطاء محمد نور څرګندونې له دلايلو بې برخې بللي دي.

ښاغلي رحيمي کابل کې رسنيو ته وويل، روسانو ډاډ ورکړی، چې طالبانو سره هېڅ ډول مرستې نه کوي او نه هم تر اوسه د افغانستان حکومت کوم داسې دلايل موندلي، چې له طالبانو سره دې روسيې مرسته کړي وي.

نور ويلي و، جمعيت اسلامي ګوند ته د شمال د ناامنه کولو او طالبانو سره د مرستو وضعيت د منلو وړ نه دی او غوښتنه يې کړې وه، چې په دې اړه به يو نوی ايتلاف جوړ کړي، خو اجراييه رياست وايي، شمال کې د نوي ايتلاف د جوړولو په اړه معلومات نه لري.

د سياسي چارو شنونکي د دغه ډول ايتلافونو جوړول يو بهانه او د ولسي ګټو پر ضد بولي، چې له مخې به يې زورواکان قومي او مذهبي نفرتونو ته لمن وهي.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي، کوم خلک، چې د نوو ايتلافونو خبرې کوي، دوی غواړي د خپل ناکام سياست زور له ولسه وباسي او له دې لارې خپله زورواکي او جګړه مار فکر په خلکو په زوره ومني او له دې لارې خپل باج تر لاسه کړي.

داکټر ځلاند له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانستان کې د زورواکانو او فاسدو چارواکو د مخنيوي او حساب کتاب لپاره راپورته شي او د دوی د تېريو او ولسي جرمونو د مخنيوي لپاره جدي هڅې وکړي.

2
تبصره وکړئ

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

د کابل غلامه او فاسده اداره په دی اړه رښتونی ده ، هغوی سمه وایی داسی اسناد نه لری چه د شمال حزبی داعشی ملیشو ته دی روسانو وسلی او مهمات به الوتکو کی راوړی ، په سوریه کی ورباندی بمونه او به افغانستان کی پری ګلان و شیندی؟ د کابل غلامه اداره او د هغوی باداران په دی پوهیږی چه الوتکی د کابل له خوا شمال او ننګرهار او حتی زابل او فراه ته حزبی داعشی ملیشو ته د الوتکو به واسطه وسلی او نور نظامی مهمات رسوی هغوی د دی اسناد لری مګر د روسانو له خوا چه… نور لوستل »

سیف الرحمن عاکف
میلمه

دکابل بی اختیاره اداره فه دی کره شواهد لری چی له طالبانو سره چوک کومک کوی خودی نه وای چی ولس ورسره مرسته کوی امارت زنده باد