افغانستان

طالبان: د یوناما له خوا دملکي تلفاتو اړوند راپور کاملاً سرچپه دی

طالبانو د یوناما له خوا د ملکي تلفاتو اړوند خپور شوی راپور پوره سرچپه وګاڼه، په یاد راپور کې د ملکي تلفاتو د اویاسلنو پېښو ګوته طالبانو، یوولس سلنه افغان دولت او درې سلنه بهرنیو ځواکونو ته نیول شوې وه.
د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپوره پوره سرچپه وګاڼه او په خبره يې د دوی د تېر کال عملیات که څه هم ډېر پراخ وو،مګر دخپلو اصولو په نظر کې نیولو سره یې ملکي تلفات ډېر کم لرل.
ذبیح الله مجاهد په راپور کې د یوناما له خوا دغه ادعا چې یاد راپور یې له ښکېلو خواوو سره شریک کړی، کلکه رد کړې ده، او په خبره يې دوی راپور یواځې درسنیو له لارې له خپرېدو وروسته ليدلی دی.
دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اربکیانو له خوا د عامو خلکو دلوټلو، ځورولو او وژلو لسګونه پېښې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x