arbaki-walking

ننګرهار: غني خېلو ولسوالۍ کې پنځه اربکيان په مرموز ډول وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ غویی، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولايت د غني خېلو ولسوالۍ کې يوه اربکي د خپلې پوستې پنځه ملګري وژلي او په تېښته بريالی شوی دی.

د مارکو بازار يوه اوسېدونکي نن ټکی اسيا ته ويلي، چې  د اربکيانو د پوستې يوه غړي پر خپلو ملګرو د ټوپک شپېلۍ اړولې، د پوستې پنځه ملګري يې وژلي او د پوستې ټولې وسلې يې هم له ځان سره وړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د پېښې مسووليت منلی دی.

مجاهد وايي، چې د دوی يوه نفوذي ملګري د مارکو بازار کې د يوې پوستې پنځه اربکيان وژلي او د دوی وسلې يې هم له ځان سره وړي دي.

تېره اوونۍ هم د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو سیمو کې يوه نفوذي اربکي د خپلې پوستې درې ملګري وژلي او د طالبانو ليکو ته له يوې پيکا او درې کلاشنکوفونو سره رسېدلی دی.

د ننګرهار په ګډون د هېواد په ګڼو برخو کې د داخلي بريدونو پېښې ډېرې شوي او د امنيتي ځواکونو تر منځ يې باورۍ زياتې شوي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.