ښکاري او ملغلره، له عبرت نه ډکه کیسه!

ژباړه: م. حمدالله (دانشمند)

یو ښکاري و، چې تل به یې یو یو کب ښکارکاوه، کله به چې هغه ختم شو بیا به یې دریاب ته موخه کړه تر څوبل ښکار کړي. یوه ورځ یې یو کب کور ته راوړ، مېرمنې یې سم دلاسه د هغه په پري کولو پیل وکړ؛ خو عجیبه یې وليده، هغه دا چې د کب په نس کې یې یوه ځلانده او ښکلې ملغلره ومونده. په تعجب سره یې وویل: سبحان الله سړیه! سړیه! دلته ګوره ها مې څه وموندل.

– سړی: څه دي؟
– مېرمن: ملغلره!
– سړی: ملغلره؟!
– مېرمن: هوکې!

سړي ملغلره واخیسته نژدې د ملغلرو یوه دوکان ته ورغلی. د دکان څښتن ورته کړه: سړیه! دا زښته قیمتي ملغلره ده، زه یې د پېرودلو وس او توان نه لرم. نژدې ښار ته ور شه، هغلته د سوداګرو مشر و لټوه، شونې ده چې هغه یې در نه وپېري.

ښکاري ملغلره واخیسته د ښار پر لور وخوځېد، د سودګرانو د کمیټې مشر یې وموند، تېره کیسه یې ور ته بیان کړه. هغه ور غبرګه کړه: د دې ملغلرې بیه زما له توان نه وتې ده؛ خو ته د دې ښار واکمن والي ته ور شه، هغه د دنیا له پلوه ښه بډای او د داسې څیزونو ډېر لېوال دی، شونې ده، چې درنه یې وپېري.

ښکاري د والي ماڼۍ ته ځان ورساوه، له ښه ځنډ وروسته د ملاقات اجازه ورکړل شوه. د والي چې کله په ملغلره سترګې ولګېدې، ور ته یې کړه: نه پوهېږم: څومره قیمت یې در کړم؛ خو داسې وکړه، چې زما په ځانګړو خزانو کې شپژ (۶) ګهنټې پاتې شه، هر څومره مال چې دي را ویوست هغه به یې بیه او قیمت وي.

ښکارزن ورته وویل: صیب! دوه ګهنټې مهلت راته بسنه کوي، ۶ ګهنټې زما په څېر ښکا ري باندې زیاتې دي.

– والي: نه، ۶ پوره ګهنټې تاته مهال وېش ټکل شوی تر څو د خپلې خوښۍ وړ څېزونه له ځان سره یوسې.

ښکاري خزاني ته د ننه شو؛ داسې یې وپتېیله، چې بلې نړۍ ته ننووت، ستره ودانۍ ده، په ۳ برخو وېشل شوې ده، ډول ډول مالونه په کې شتون لري: په لومړۍ برخه کې یې سره، سپین او ملغلرې دي. په دوهمه برخه کې قیمتي غالۍ فرشونه او داسې نور توکې دي. په درېیمه برخه کې د خوراک او څيښاک توکې یو ځای شوي دي.

ښکاري، ځان ته غږېږي: ۶ ساعته آ، دا خو زیات وخت دی؛ راشه له خوراکې توکو یې پیل کړه، نس ښه ډک کړه، تر څو دي توان او قوت یو په دوه شي او له زرو نه د ستر بار په وړلو و توانېږې. ۲ساعته وخت یې په خوراک او څيښاک تېر کړل. بیرته د ودانۍ د لومړۍ برخې پر لور وخوځېد، کوم چې هغلته سره او سپین ځای پرځای و. کله چې د غالیو په برخه تېرېده، ځانته یې کړه: راشه دلته څه ویده شه تر څو دي دماغ ښه سالم او غړي ښه هوسا شي او د لوی بار وړلو وړتیا ولرې، دا موکه (موقع) بیا په لاس نه درځي.

ښکاري په پاسته او ارام بښونکي فرش سر کېښود، واک یې له لاسه ورکړ، د ژور خوب څپو بلې نړۍ ته ویوست. څه مهال پس څوک ور ته کړي: اې کمعقله ښکاري! پور ته شه، نور دي وخت ختم دی.

– ښکاري: هآ، څڅڅه دي؟ ما خو یو څیز نه دی اخیستی!

– زرشه را ووزه، شپژ ساعتونه تېرې شوې ته په خزانه کې د ننه وې، څه دي تر لاسه نه کړل، نور دي فرصت له لاس وتی دی. اوس د غفلت له خوب نه را ویښ شوې. نا پوهه سړیه! ډېر سره او سپین به دي له ځان سره ویستلي وای، چې دي خوښه وای هغه خوراکونه، ښکلې غالۍ او فرشونه به دي پرې پېرلي وای؟ خو ته ډېر ناپوه وګړی یې!

کیسه پای ته ورسېده؛ خو عبرت یې پاتې دی. ته پوهېږې: چې قیمتي ملغلره ستا قیمتي روح دی؛ خو ته د همدې قیمتي څیز په ارزښت ځان نه پوی کوې! خزانه دنیا ده، ته پوهېږې: څومره ستره او له ډول ډول توکو ډکه ده؟ سره، سپین او ملغلرې ښایسته عملونه دي، قیمتي غالۍ غفلت دی، خوراکي توکې خواهشات، شهوات او هوسیات دي.

مسلمانه! په رښتیا ته ښکاري یې، د۶ ساعته په څېر کم ژوند در کول شوی، له پاسته بستر نه را ویښ شه، د ښایسته عملونو ذخیره را غونډه کړه، وړاندې له دې چې در کړل شوی مهال وېش دي ختم شي. یاد مهال وېش ستاعمر ده. بیا به د حسرت او افسوس لاسونه مروړې؛ خو وخت به تېر وي. ستر څښتن (جل جلاله) فرمایلي:

{حتى إذا جاء أحدهم الموت قال رب ارجعون لعلي أعمل صالحا .. الایة}

ژباړه: تر دې چې راشي و یوه د هغوی ته،و به وایي: اې زما ربه بیرته مې دنیا ته و ګرزوه د دې له پاره، چې ښایسته عمل تر سره کړم.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.