امریکا: په تېرو دوه نیمو میاشتو کې د ۷۵۰ داعش وژل کېدو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ غویی، ۱۳۹۶): د امریکايي ځواکونو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د روان کال د مارچ میاشتې له پيله یې تر اوسه ۷۵۰ داعش په افغانستان کې وژلي دي.

د امریکایي ځواکونو له لوري دغه خبرپاڼه نن د جمعې په ورځ خپره شوې، او ویل شوي چې د افغاني ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې یې د داعش جنګي قوت هم له درو څخه دوه برخې له منځه وړی.

په خبرپاڼه کې د «مور بم» په پایله کې را منځته شوي تخریب ته په اشاره ویل شوي چې د داعش تر ولکې لاندي سیمو او غرونو کې یو شمېر څمڅۍ او د قومندانۍ مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.

باید وویل شي چې په وروستیو عملیاتو کې د داعش د لومړني مشر حافظ سعید خان ځای ناستی عبدالحسیب هم وژل شوی دی.

د خبرپاڼي د متن سره سم د داعش جنګیالي ماشومان اختطافوي او په جګړه کې کار ځیني اخلي، په داسي حال کې چې ښځي بیا خپل وسلوالو ته په زور ور واده کوي.

باید وویل شي چې د ازادو سرچینو په وینا د امریکايي ځواکونو په بمباریو او شپنیو عملیاتو کې زیات شمېر ملکيانو ته هم مرګ ژوبله اوړي خو د افغان چارواکو په ګډون امریکايي ځواکونه تل داسي راپورونه بې اساسه بولي.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

داعشیان امریکا یانو د اسلامی نړی د تسخیرولو او اسلامی نظام ( خلافت ) د بدنامولو د پاره زیږولی او کاروی ، په دغه کار یی په بیلونو څه چه په تریلونو ډالر سرمایه ګذاری کړی ، حتی ډیر امریکایان او اروپایان یی د خلکو باور پیدا کولو د پاره پکی قربانی کړی او قربانی کوی . په داسی یوی لوی پروژی بیا امریکایان بمباری کوی له منځه یی وړی ؟؟؟؟؟؟ ښه مثال یی د اچین ولسوالی کی د امریکا په داعشیانو مادر بم کار ول وو ، چه یو داعشی څه چه د داعشیانو یو ویښته هم بکی ځوریدلی… نور لوستل »