جنرال دوستم د «جلا وطنۍ» په سفر ترکیې ته ولاړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ غویی، ۱۳۹۶): د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم د څو میاشتو نظربندۍ وروسته نن د جمعې په ورځ د ترکیې پلازمینې انقره ته په سفر ولاړی، او ځینو افغان او غربي چارواکو دغه سفر د جلا وطنې سفر بللی دی.

نیویارک ټایمز ته یو شمېر افغان او غربي چارواکو ویلي چې جنرال دوستم به بیا ژر هیواد ته را ستون نه شي.

بل لوري ته د هشت صبح ورځپاڼې ته هم یو شمېر سرچینو ویلي چې جنرال دوستم کیدای شي بیا افغانستان ته را ونه ګرځي.

له هغه وروسته چې پر جنرال دوستم د اوزبک قومي مشر ایشچي د غیر قانوني بندي کولو او د جنسي تیري تور پور شوی وو، نوموړی تر سخت فشار لاندي وو تر څو محکمې ته د خپلو ساتونکو په شمول حاضر شي خو نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه ردول او په حکومت کې دننه پر جګپوړو چارواکو یې تور پوري کوی چې دده د شړلو لپاره یې پر خلاف دسیسه جوړه کړې.

د نیویارک ټایمز د خبر سره سم ولسمشر اشرف غنې دوه ځله د ترکیې د ولسمشر رجب اردوګان سره خبره کړې وه تر څو جنرال دوستم لپاره ځانګړې الوتکه را ولیږي او هغه له کابل څخه بوځي، خو دوستم جلا وطنۍ ته تیار نه وو، مګر نن د جمعې په ورځ په خپله خوښه له هیواد څخه د ترکیې په لور وخوځېد.

تر اوسه د جنرال دوستم له لوري د ترکیې د سفر په اړه څه نه دي ویل شوي خو د نوموړي ویاند د رسنیو څخه غوښتنه کړې چې یو جانبه خبرونه دي نه خپروي، ځکه دوی به ډېر ژر د نوموړي د سفر په اړه نور جزئیات د رسنیو سره شریک کړي.



2 تبصرې

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    اوس دظالمانوپه تیښتوشروع وسوه،که منصوری جهادپه پسی ووغنی اوډبل عبدالله اوملګری ټول جنایت کاران مردارخواره به دسفرموزی په پښوکی ،ددنیاهرکونج ته چه ولاړسی ان شاءالله دمحاکمی دپاره به بیرته راوستل سی،عجه خوداده اردووان هغه مملکت ته نه ځی چه په هغه کی دمصر ملحد سیسی په غونډه کی ګډون لری دوستم جنایت کار څنګه ملک ته پریږدی.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

  2. جنرال دوستم د افغانستان تبع دی ټول هغه جنایتونه له مزار ، قلعه جنګي، شبرغان،دشتې لیلې او داسجي تر قضیې پورې نیولې باید لکه فرض عین د افغانستان دولت وڅېړي او دغه خرص ته خپله جزا ورکړي د اردوخان دوستم ډیر بد ایسي او نفرت ترې لري ! داچې غني ګوډاګی جنایتکاره غلام او ددالرو سپی ، دامریکې جاسوس او دهغه خادستي
    ډله جنرال دوستم ته اجازه ورکوي چې ترکي ته لاړ شي دا بیا يووارې د افغانانو او دقانون به مخ کلکه څپېړه او ګذار ده!
    نالت په فاسدینو ! ملت به کله پورته کېږي چې دا جنایتکاره ډله او صلیبي حامیان یې له هېواده وشړي !!

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.