نظــر

القاعده افغانستان ته د بیا راګرځیدو خیال نه لري

سپینه ماڼۍ په دې ټینګار لري چې د امنیتي تړون په پلمه خپل یو شمير پوځیان په افغانستان کې پاتې کړي تر څو دغه هیواد ته د القاعده تنظیم د بیا راګرځیدو مخنیوی وکړي.

هغوئ استدلال کوي چې که  ټول امریکايي پوځیان  له افغانستانه  ووځي نو بیابه د القاعده ډلې غړي افغانستان ته راوګرځي او له دې ځایه به د امریکا او نورو غربي هیوادونو منافع  ګواښي.

د امریکا سیاست  د اکثره نړیوالو قضایاوو په اړه  تل په  داشان وهمیاتو او اندیښنو بناوي ، مونږ غواړو د امریکایانو د دغه خیالي وهم  ( افغانستان ته د القاعده تنظیم  بیا راګرځیدو)  ناسموالی  په اړه  په لاندې کرښوکې وا ضح  کړو.

په افغانستان کې د القاعده تنظیم ولي او څرنګه  تأسیس شو

مخکې له دې چې اصلي مطلب پیل کړو  مناسب  بولو چې په افغانستان  کې  د القاعده  تنظیم د تأسیس ، دهغه دتکویني  پړاوونو  د بشپړ یدو   او بیا په یوه نړیوال  خطرناک  تنظیم   باندې د هغه  د بدلیدو په اړه لیږ وضاحت  وکړو.

هغه مهال چې  په افغانستان کې  د سره  پوځ  پر خلاف  جهاد روان وه  غربي نړۍ  د افغان  مجاهدینو  ښه ملاتړ کاوه ، په هغه مهال   جهاد کې د اوس په څیر د عربي هیوادنو د مسلمانانو ګډون  ممنوع نه  بلکې  په هغه کې د ګډونکوونکو کسانو لپاره  خاص امتیازات په  پام کې نیول  شوي ول،او هغه داچې زیاتره عربي هیوادونو  افغانستان ته د جهاد لپاره راتلونکو ځونانو ته  د  الوتکې په ټکټ کې  خاص رعایت  منظور کړی وه  .

همداشان په  پاکستان  په تیره اسلام اباد او پیښورکې  د دغو عربي مجاهدینو  د استقبال  لپاره  د بیت الانصار په نوم مجلل میلمستون  او د هغوئ  د ترتیب او تنظیم لپاره   ځانګړي  دفترونه ایجاد شوي ول.

مکتب الخدمات د دغو د فتر ونو له جملې څخه  هغه  منظم  دفتر وه  چې د فلسطیني ډاکټر شهید عبد الله عزام  لخوا د اسامه بن لادن په مالي لښګت  تأسیس شوی  اوپه نورو جهادي فعالیتونوسربیره یې  د پاکستان په  سرحدي سیمو صده  او خړ ډنډ کې  دوه مجهز  پوځي غونډونه  لرل چې  په هغوکې له  ۱۹۸۴ تر ۱۹۹۰ پوري  تر ۱۰۰۰۰ زیات عربي مجاهدین   د جګړې په ترټولو پرمختللیو وسلو او تکتیکونو وروزل شول .

همدا راز مکتب الخدمات  د افغانستان  داخل ته  د  وسلو او لوجیستیکي  توکو  په رسولو کې   له مجاهدینو سره مرسته کوله ،ابوعادل عزام  چې اوس هم  ژوندي او په فلسطین کې اوسي د دغه دفتر اداري  مسؤل  وه  ، دنوموړي په خبره چې  دفتر یې  دتأسیس له مهاله تر ۱۹۹۰ پوري  ۹۰۰ ملیوڼ ډالره  له افغان مجاهدینو سره مرسته کړې .

د مکتب الخدمات  د مرستو لویه منبع  هلال احمر  سعودي وه  چې هغه مهال یې  مشر ي د ابوالحسن المدني په غاړه وه.

له عربي او ټولې بهرنۍ نړۍ څخه  په افغان جهاد کې  د ځوانانو  دګډون لپاره  د مکتب الخدمات  او جهادي تنظیمونو لخوا په لسګونو  رسنۍ او مجلې تأسیس شوې چې هغه به  له پاکستان څخه د پوست بکس له لارې   د شرقي بلاک له مربوطو هیوادونو پرته  ټولې نړۍ ته لیږل کیدلې  او  د هغو له جهادي مضامینو څخه په تأثر سره به هره اونۍ په سلګونو ځوانان له عربۍ نړۍ څخه  جهاد ته راتلل .

د دغو رسنیو له جملې څخه  یوه هم  مجلة الجهاد عربي مجله وه  چې دلسګونو زره  نسخوپه تیراژ به چاپیدله   او سرمقاله به یې خپله د ډاکټر عبدالله عزام  په قلم لیکل کیده ، همدا راز  البنیان المرصوص ، المجاهدون ، الموقف ، المرابطون  او… رسنۍ  چې د عربي ځوانانو د تشویق په غرض  نشریدلې.

اسامه بن لادن  چې  هغه مهال یې  د خپل پلرني  ساختماني شرکت  شتمنۍ  اوه ملیارده ډالره  اټکل کیده  د عربي نړۍ  د ترټولو شتمن  شخص په توګه  په افغان جهاد کې د ګډون  لپاره   په کال ۱۹۸۰ کې پاکستان ته راغی  او هلته یې له  ډاکټر عبد الله عزام یوځای  له افغان جهاد سره د مالي مرستې ترڅنګ   په خپله هم  شخصا  دشوروي ځواکونو پرخلاف  په پوځي عملیاتو کې برخه  اخیسته ، په اسامه بن لادن سربیره  نور هم په  زرګونو عربي ځوانان  په جهاد کې  د مشارکت  لپاره  دپاکستان له لارې افغانستان  ته راتلل او  د لته به  له مجاهدینو سره اوږه پراوږه   د سره پوځ پرخلاف جنګیدل.

د۱۹۸۴ کال  په اګست کې  د  افغانستان د ځاځي میدان ولسوالۍ په اسمانڅکو غرونوکې د اسامه بن لادن  او د هغه د دوو تنو لومړنیو ملګرو هریوه شفيق بن إبراهيم المدني او أسامة بن ملا حيدر المدني لخوا د  مأسدة الانصار (د زمریانوځاله) په نوم  دعربي مجاهدینو لپاره د یوه جهادي مرکزبنسټ کیښودل شو ، چې بیا وروسته  مأسدة الانصار په قاعدة الجهاد بدل اوپه هغه  کې  روزل شویو مجاهدینو دجلال اباد او بیا د خوست په جګړوکې هم  برخه  لرله.

د اسامه بن لادن دغه دواړه لومړني ملګري  په کال  ۱۹۸۷  کې د ځاځيو په مشهورې جګړه کې له شورویانو سره په مخامخ نښته کې شهیدان شول .

د دغه  مرکز له تأسیس څخه د اسامه بن لادن هدف  داوه  د ټولو هغو عربي مجاهدینو نومونه او شهرت  ثبت کړي  کومو چې به په جهاد کې ګډون کاوه چې هغوئ دکوم هیواد تابع  ، څه وخت جهاد راغلي  او دلته یې کومه پوځي روزنه حاصله کړې؟.

د افغان جهاد په ګټه ډاکټر عبدالله عزام  ټولې تبلیغاتي، سیاسي او جهادي هلې  ځلې او همداراز د اسامه بن لادن پوځي او نظامي تشکیلات  هرڅه   د امریکايي استخباراتي چارواکو په خبرتیا ترسره کیدل ، یعني  امریکايي استخبارات  چې هغه مهال یې  د افغان جهاد ساحه  تر مکمل پوښښ لاندې وه   دعربي مجاهدینو  دغه ټول پوځي  اوسیاسي تحرکات ښه په غورڅارل  او  دهرڅه په اړه یې دقیق معلومات لرل ، خو نه داچې د هغوئ دفعالیتونو ممانعت یې کاوه ، بلکې  د خپلو سمه ییزو ایجنټانو په وسیله یې د هغوئ  مرسته او ملاتړ کاوه .

په ۱۹۸۹ کې  له افغانستان څخه  د سره پوځ تر وتلو اود غرب په ګټه د سړې جګړې تر پایته رسیدو وروسته   د افغان جهاد تر ټولو مشهور اتل اسامه بن لادن او ټول هغه عربي  مجاهدین  چې  دسولې اونجات  د پرښتو په څیر له  شورویانو سره دمقابلې په غرض افغانستان ته راغلی ول  یو په یوه   د امریکایانو په نزد په خطر ناکو بلاګانو بدل  او په ټوله نړۍ کې  د تعقیب ، نیونې او حتي  وژنې لړۍ پیل شوه .

دامریکایانو د دغې خونړۍ سلسلې لومړني قرباني  دعربي مجاهدینو  مشهور  فکري  روزونکی داکټر عبد الله عزام د ۱۹۸۹ د نومبر په ۲۴  په پیښور کې  شهید  او د هغه نور نیږدي ملګري  دجهادي ساحې  پریښود ته اړیستل شول.

اسامه بن لادن هم  د شوروي ځواکونو تر وتلو  وروسته سعودي عربستان  او  له هغه ځایه  د امریکايي  تعقیب له امله  سوډان ته ولاړ،هلته هم  د امریکایانو تر سختې  څارنې لاندې  وه  تر څوچې په کال ۱۹۹۶ کې امریکایانو رسما  د سوډان له ولس مشر عمر البشیر نه   له سوډان هیواد څخه د هغه  داخراج  غوښتنه وکړه .

هماغه وه  چې په همدې کال اسامه بن لادن  د رباني د حکومت په مرسته  له سوډان څخه بیرته افغانستان ته راغی او د هیواد په ختیځ ننګرهارولایت کې میشت شو.

په کابل باندې د طالبانو تر ولکې وروسته  نوموړی  قندهار ته ولاړ  او هلته  په ۱۹۹۸ کې عملا دامریکایانو د کروز میزاییلو تر برید لاندې راغی چې تر دې پیښې وروسته نور  اسامه  هم  په ښکاره   د امریکایانو په خلاف  خپل فعالیتونه  ګړندي کړل .

د ۲۰۰۱ کال  د سپتمبر ترپیښې  څو میاشتې له مخه  د افغانستان په لویدیځ  د کندهار  ولایت په معسکر الفاروق  ( الفاروق غونډ)کې  چې  د قاعدة الانصار پلویانو مربوط  وه او هغوئ ته به ورکې  پوځي روزنه  ورکول کیده  د قاعدة الانصار  د  مؤسس اسامه بن لادن او د جماعة الجهاد د مشر ډاکټر ایمن الظواهري تنظیمي اندماج (یوځای کیدل)  اعلان  شو ل ، په  داسې ډول  چې  د قاعدة الانصار او جماعة  الجهاد له  دوو نومونو څخه یې  یو د قاعدة الجهاد نوم غوره  او  د دغه تنظمي اندماج  خبر یې هغه مهال ځینو عربي رسنیوهم نشر کړ،چې وروسته بیا همدغه قاعدة الجهاد په القاعده  مشهور شو.

په دغه  تنظمي  اندماج کې اسامه بن لادن  د تنظیم  مشر او ډاکټر ایمن الظواهري یې  لومړی مرستیال وټاکل شو.

د اسامه  بن لادن  سابقه  مرستیال  ابو حفص المصري (محمد عاکف)  د هغه  د دوهم مرستیال په توګه تعین شو.

په نیویارک باندې د سپتمبر تر پیښو وروسته د القاعده  تنظیم نړیوال شهرت وموند چې وروسته د نوموړي تنظیم د مشر اسامه بن لادن او د هغه د نورو ملګرو د نیولو په پلمه امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ اوله لس کلن تعقیب  وروسته یې نوموړی د ۲۰۱۱ کال د می د میاشتې په دوهمه شپه  د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې شهید کړ.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷ په افغانستان باندې د امریکایانو له یرغل اودلته د طالبانو د نظام تر ړنګیدو وروسته  د القاعده تنظیم ټول غړي له افغانستان څخه ووتل.

د دغو غړیو په منځ کې ډیری  مهم اعضاء د ایران له حکومت سره د یوه رسمي تړون له مخې له خپلو کورنیو سره ایران ته ولاړل  چې ځینې یې تراوسه هم هالته  او سیږي. په دغو غړیوکې  د القاعده تنظیم رسمي ویاند سلمان ابوغیث، د تنظیم  د بهرنیو اړیکو منسجموونکی  ابوالخیر، د تنظیم دپوځي څانګې مشر سیف العدل  د فرهنګي چارو سلاکار مصطفی ابوالولید  د تنظیم د شرعي څانګي  مشر  ابو حفص الموریتاني ، د اسامه بن لادن  کورنۍ او د القاعده  ځیني نور مهم کسان ول .

له دغو اشخاصو پرته  ځیني نور غړی یې په پټه پاکستان ته ولاړل او هالته  د دې هیواد په مختلفو ښارونوکې متواري شول .

د ۲۰۰۲  کال د سپتمبر په  یولسمه چې کله د القاعده تنظیم مهم چارواکی او د سپتمبر د بریدونو طراح  رمزي ابن الشیبه  د پاکستان په کراچۍ ښارکې ګرفتار او د هغه  په تعقیب خالد الشیخ او ابوزیبده یو په بل پسې د پاکستان په کراچي ، لاهور او راولپنډۍ ښارونوکې ونیول شول  نورو پاتې غړیویې له ښارونو څخه بیرته د پاکستان قبائلي علاقوته مخه کړه  او ټول هلته ځای پرځای شول.

له  ۲۰۰۴ کال راهیسې چې کله  په قبائلو سیمو باندې  د امریکا یانو لخوا د بي پلوټه الوتکوبریدونه پیل شول د القاعده تنظیم ډیری هغه مسؤلین چې  د امریکا د تحقیقاتو د فدارالي اداري (FBI) لخوا تر تعقیب لاندې او نومونه  یې په تورلیست کې شامل  ول له منځه یو وړل شول .

که څه هم چې امریکایانو په افغانستان باندې   د خپل  برید لامل   په دغه هیواد کې د القاعده تنظیم د  مشرانو او افرادو نیول او له منځه وړل توجیه کاوه ، خو هغوئ په تیرو دولسوکلونو کې تر اوسه پوري  له دغو افرادو څخه  نه د یوه کس په نیولو او نه هم  دهغوئ  په وژلو توانیدلي ، بلکې برعکس  د القاعده تنظیم څلور تنه لوړ پوړي چارواکي چې  امریکایانو له افغانستان  نه بهرپه نورو خارجي هیوادونو کې  نیولي او بیايي  دبګرام  زندان ته راوستلي ول  د بګرام   له هماغه شدید الحراسته  زندان څخه   په تیښته بریالي   او بیا يي د دوئ په خلاف  مقاومت  پیل کړ.

د لاندنیو وجوهاتو له کبله  القاعده  نه غواړی بیا افغانستان ته راوګرځي.

دا چې امریکایان په افغانستان کې خپل اشغال ته دپلمي جوړولو په غرض وايي چې که د دوئ ټول پوځیان  ووځي، نو بیابه دلته   القاعده تنظیم ځای ونیسي ، خو نوموړی تنظیم د لاندې وجوهاتو په اساس نه غواړي بیا افغانستان ته راوګرځي.

(۱) په افغانستان کې موجود وضعیت او دالقاعده تنظیم اوسني شرائط   دا نه ایجابوي چې  د دې  تنظیم غړي دي بیا افغانستان ته  راشي ؛ځکه چې  د  یاد تنظیم هغه لومړی نمبر غړي  چې پخوایې د افغانستان په جهاد کې ګډون کړی وه اوله امنیتي پلوه خپلوهیوادونوته مطلوب کسان ول اوس د هغوئ اکثریت یا شهیدان شوي،یااسیران او یاهم په خپله خوښه  خپلو هیوادونوته  ستانه شوي دي ؛ ځکه  اوس په عربي نړۍ کې د حالاتو بدلون  هغوئ ته په خپلو هیوادونوکې د اوسیدو او هلته د سیاسي فعالیت زمینه مساعده کړی ، هغوئ چې کله په افغانستان کې اوسیدل هم اصلي هدف یې  په خپلو هیوادونو کې  د جهادي پلانونو ترتیبول وه ،  اوس چې هغوئ ته  د خپلو هیوادونو په داخل کې  د خپل مطلوب فعالیت زمینه برابره د ه نو هغوئ  نور دیته ضرورت نه لري چې  له خپلو هیوادونو او ولسونو لیري  په افغانستان کې اووسي.

(۲)  په افغانستان کې د امریکایانو په خلاف روان مقاومت  اوس مهال د طالبانو  تر یوه متحد قیادت  لاندې  پر مخ بیول کیږي ،او هغوئ د مقاومت  د صف د  متحد ساتلو په  خاطر نورو افغاني جهتونو د مستقل تنظیمي فعالیت اجازه نه ورکوي  نو د القاعده تنظیم غړیوتو خويي په هیڅ صورت نه ورکوي او د القاعده تنظیم غړي  بیا د خپل  مستقل پوځي طبیعت له مخې  هیڅکله هم  د طالبانو دغه  قید پرځان نشي منلای ، هغوئ  نه یواځې  په افغانستان کې ،بلکې  دنړۍ په نورو برخو لکه عراق ، صومالیا،یمن ، لیبیا، سوریه او دشمالي افریقا په مختلفو برخو کې همدا اوس  مستقلې ادارې لري  آن تر دې چې  د همدغو سیمو تر محلي  مقاومت کوونکو هم دوئ  ځان  مسلط او لاس بري  ګڼي ، دا خو پریږده چې دهغوئ تر قیادت لاندې دې ځان منسجم کړي.

(۳)  لکه مخکې چې مو وویل  په اوسنیو شرائطوکې  د القاعده تنظیم  اداري او  عسکري جوړښت  او تشکیلات   د ۲۰۰۱ کال  او له هغه مخته کلونوسره ډیر توپیر لري .

هغه وخت  دالقاعده تنظیم  ټول  پوځي فعالیتونه  دمرکزي قیادت  تر نظارت  او قوماندې لاندې پلانیدل، خو اوس د شدیدید امنیتي تعقیب له وجې  د هغه برعکس   د دې تنظیم  پلانونه   د تنظیم  د مرکزي قیادت  پر ځای د تنظیم  د څانګو  او فروعو لخوا  په مختلفو هیوادونو او مختلفو  ځایونو کې طرحه  اوعملي کیږي  چې په دې صورت کې هم  دوئ نور دیته ضرورت نه لري چې بیادې  د فعالیتونو د انسجام لپاره   د افغانستان غوندي په یوه معین ځای کې راغونډ شي.

(۴)  د ا چې اوس مهال امریکایان د القاعده تنظیم  پرخلاف د نورو  جنګي  وسائلو تر څنګ   له  بي پلوټه الوتکو څخه کار اخلي  او له  دې لارې یې هغوئ ته  دپاکستان  په سرحدي سیمو، عراق ، اویمن کې  مرګونې  تاوانونه ور واړول  ، اوس  دوئ  د امریکایانو  له دغې  خطرناکې وسلې  څخه د ځان ژغورنې په خاطر هم  نورنه غواړي  چې  د خپلو افرادو د اوسیدلو لپاره د افغانستان  غوندي  ښکاره  ځای تعین کړي.

(۵)  القاعده تنظیم چې ځان  د امریکا او ټولو غربي مصالحو په خلاف  نړیوال جهادي  تنظیم بولي  غواړي چې له هغوئ سره دمقاومت  ساحه له افغانستانه بهر  منځني ختیځ  او ختیځې افریقاته  وغځوي  ، له دې کبله هم غواړي چې هغوئ  خپل   نفوذ  له افغانستانه لیري په همدغو مناطقوکې  ځای پرځای کړي، همدا لامل دی چې د القاعده اوسني پوځي فعالیتونه هم  په شمالي افریقا او له هغه سره په خواو شا  هیوادونو باندې متمر کزدي .

پورتنیو  وجوهاتو ته په کتلو سره  د امریکایانو  دغه پلمه چې هغوئ  وايي مونږ په افغانستان کې  د القاعده  د مخنیوي  په غرض  پاتې کیږو بلکل ناموجه  اونه منونکې پلمه ده .

القاعده تنظیم نه خپله  افغانستان ته دبیا راګرځیدو ضرورت لري او نه  دلته بیا طالبان په هغه ډول  د خپل سري فعالیت اجازه ورکوي لکه  تر طالبانو له مخه او یا دطالبانو دواکمنۍ په مهال  کې چې هغوئ ته حاصله وه .

خلاصه .  امریکایانو  د القاعدې په پلمه  په افغانستان برید وکړ ، د القاعدې د له منځه وړلو په خاطر یې دلته په لسګونوزره کسان شهیدان کړل او په زرګونو نوریې  اسیران کړل  ، خو نه یې  له ځانه د القاعده تنظیم  خطر کم کړای شو ،نه یې دهغوئ له افرادو څخه څوک په افغانستان کې وموندلو او نه یې دلته د دوئ په اصطلاح سوله تأمین کړه.

اوس چې  بیاافغانانو ته د امنیتي تړون ترنامه لاندې د اقتصادي او امنیتي مرستو ژمنې ورکوي  دابه هم سباته داسې دروغ ثابتیږې لکه  دولس کاله وروسته چې  د امنیت  اوبیارغونې په برخه کې دهغوئ کړې  ژمنې دروغ ثابتې شوې.

هغوئ داسې دروغجن او بي ګذارې خلګ دي چې خپل   ډیر نیږدي دوست  حامد کرزي  یې هم نور له بد اخلاقي په تکلیف  او اوس  په وازکومي ناري وهي چې امریکایان  د افغانانو د مصلحت لپاره نه دي راغلی.

دا واقعیت هم دی چې نه پرون  دافغانانو دمصلحت لپاره  راغلی وه او نه نن دهغوئ د مصلحت لپاره پاتي کیږي .

هغوئ  یواځې د خلګو د تیر ایستلو تبلیغاتي اتلان دي چې   باید افغانان یې  نور  په تبلیغاتو ونه غولیږي.


 

په دې مقاله کې له لاندې منابعو استفاده شوې:

۱ـ  مشاهدات  صحفي عربي من افغانستان/ عصام دراز

۲ـ  شبکة المسلم  مقال: العائدون من افغانستان

۳ـ موقع قناة الجزیرة  الفضائیة  /

۴ـ موقع الـ  بي بي سي  باللغة  العربیة  / 

———–

عبد الرحیم (ثاقب)

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x