جنرال دوستم وایی ترکیې ته د تداوي لپاره تللی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ غویی، ۱۳۹۶): جنرال دوستم ته منسوبه رسمي فیسبوک پاڼې ترکیې د نوموړي پر سفر په لومړي غبرګون کې ویلي چې «د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال ترکیې ته د طبي معایناتو لپاره په سفر ولاړی».

«نوموړي د خپل سفر وړاندي ویلي چې په هر نوعه سختو شرایطو کې د خپل خلکو تر څنګ درېدلی یم، اوس هم د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه ډېر اندېښمن یم، تر لنډو طبي معایناتو وروسته به ډېر ژر بیرته هیواد ته را ستون شم».

باید وویل شي چې په کابل کې غربي ديپلوماتانو او افغان چارواکو رسنیو ته ویلي چې د جنرال دوستم سفر د جلاوطنۍ دی، ممکن نوموړی تر ډېرې مودې پوري له هیواده بهر پاته شي.

باید وویل شي له هغه وروسته چې پر جنرال دوستم د قومي مشر ایشچي د غیر قانوني نیولو، شکنجه کولو او جنسي تیري تور پوری شوی وو، نوموړی د افغان حکومت او بهرنیو چارواکو تر سخت فشار لاندي او په خپل کور کې نظر بند وو.

ولسمشر اشرف غنې ته نیژدې سرچینو نیویارک ټایمز ته ویلي چې نوموړي د ترکیې ولسمشر اردوګان ته دوه ځله تلیفون کړی وو تر څو د جنرال دوستم لپاره ځانګړې الوتکه را ولیږي او هغه ته په جلا وطنۍ قناعت ورکړي خو جنرال دوستم تیار نه وو چې افغانستان پریږدي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.