غزني: طالبانو د واغز ولسوالي تر څنګ یو شمېر پوستې نیولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ غویی، ۱۳۹۶): د غزني ولایت د واغز ولسوالۍ طالبانو نیولې او د تیرې شپې راهیسي د جګړو په ترڅ کې یو شمېر پوستو هم سقوط کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې له تیرې شپې راهیسي ددوی جنګیالیو د غزني ولایت پر مرکز او څو ولسوالیو پر لپسې پراخ بریدونه کړي چې په ترڅ کې د واغز ولسوالۍ ته سقوط ورکړی او ورسره یې یو شمېر پوستې نیولي دي.

نوموړی وایی چې لا هم سخته جګړه روانه ده، د غزني ولایت په مرکز کې د چټک غبرګون پر ځانګړي قطعې، د استخباراتو پر ریاست، د غزني پر محبس او ځینو نورو سیمو بریدونه پیل شوي دي، چې په کښي ګڼ شمېر عسکر مړه او ژوبل شوي دي او هم یو شمېر پوستې ددوی لاس ته ورغلي دي.

د واغز ولسوالۍ پر سقوط سربېره د «ده یک» ولسوالۍ هم تر بریدونو لاندي راغلې او د مجاهد په وینا هلته هم د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او یو شمېر پوستو ته درانه تلفات اوښتي دي او د ولسوالۍ مرکز ته نیژدې پر یوه قرارګاه سخته جګړه روانه ده.

بلخوا د غزني ولایت امنیه قومندان امین الله امرخېل هم رسنیو ته د جګړو خبر ورکړی او ویلي چې تېره شپه طالبانو د «ده یک، اب بند، واغز او زنخان» پر ولسوالیو پراخ بریدونه پيل کړي دي، چې د نوموړي په وینا په کښي د پولیسو تر څنګ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي ویلي چې په نورو سیمو کې جګړه درېدلې ده خو په واغز ولسوالي کې لا ادامه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دولتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې خو په خپل اړخ کې یې د تلفاتو خبر نه دی ورکړی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.