د کافي ورځنی څښاک د وینې دوران کنټرولوي

coffeeد څېړونکیو په وینا د کافي ورځنی څښاک د وینې دوران سیستم ته ګټه رسوي او کنټرولوي یې. له دې وړاندې پوهانو داسې اټکل کاوه، چې د کافي د څښلو له کبله د انسان فشار لوړېږي او هم د زړه د ناروغیو او د انسان د عمر د کمېدو سبب کېږي ؛ خو  په امریکا کي د پوهانود غه نوی تفصیلي راپور جوتوي، چې په ورځ کي له دوو نه تر څلورو پیالو پورې کافي څښل د انسان د وینې د دوران سیستم کنټرولوي .

هېره دې نه وي، چې د دغه راپور چمتو کولو ته د (۳۳) کلونو راهیسې د ۱۷۰۰۰۰ یو لک اویا زرو تنو نه مالومات راغونډ شوي دي .

ژ : محمدالله احساس



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.