افغانستان

بې ايمانه پرمختګ! -زاهد جلالي

کمپيوټر ته ناست وم.. کشر د تره زوی راسره ناست و. ما فېسبوک کې د ملګرو ليکل او نوي فعاليتونه تعقيبول.. دغه ماشوم هم د کمپیوټر په سکرين سترګې خښې کړې وې.. په دې تمه و چې کوم ګېم به ورته راولم، يا لږ تر لږه کوم داسې فلم به راواړوم چې دواړه يې له کتو خوند واخلو.. خو زه په خپل کار بوخت وم او ده ته مې هېڅ پام نه و.. زړه يې نور تنګ شو، د صبر کاسه يې ډکه شوه، ويل يې يو څه راولې که زه لاړ شم؟! ما ويل دوه دقيقې وروسته يې راوړم..

نيمه دقيقه نه وه تېره شوې پر فېسبوک کې يو داسې تصوير راغی چې يو کس د خره په څنګ کې روان دی او دواړو د واده جامې اغوستي. ما دغه تصوير پخوا هم ليدلی و، خو دغه ماشوم ته عجيبه او هيښنده و. ويې پوښتلم چې تصوير کې څه کيسه ده؟ زه په فکر کې ډوب شوم، نه پوهېدم څنګه ځواب ورکړم؟ په کومو او الفاظو او څنګه يې وپوهوم چې دغه تصوير د غرب پرمختګ په نتيجه کې چې د مطلق عقل پيغام يې لاره، رامنځ ته شوی. ورته ومې ويل، دا پرېده فلم ګورو..
غربيان پر مخ لاړل، هر څه کې مخکې شول، سپوږمۍ ته وختل، اوس مريخ ته نږدې شوي، اتوم يې جوړ کړ، ډېر بلا بتر يې کشف کړل، نور هر څه کې ډېر مخکې دي، خو يوه ډېره ستره تشه په کې ده او دا ستره تشه به د دوی مطلق عقل هېڅ کله حل نه کړای شي.
دوی د دين په وړاندې پاڅېدل، “خدای يې مړ کړ”، اخلاقيات يې ووژل، نه يوازې خلکو، بلکې همداسې فلسفې هم رامنځ ته شوې. له اوولسمې پېړۍ مخکې هلته عيسايت حاکم و او د پاپ پاچايي وه، غربي فيلسوفان دوه ډوله وو، يو هغه چې دين يې د قانون جوړونې اساس باله او بل سيکولر-ديني فيلسوفان وو، که دوی دين ته په ډېر څه نه کتل، ځينې اخلاقي نورمونه يې لرل. خو چې ټکنالوجي پر دين غالبه شوه، بيا دين تر کليسا محدود شو او اخلاقيات سيند ته وارتول شول..
له اوولسمې پېړۍ وروسته داسې مفکرين رامنځ ته شول چې په هېڅ څه يې باور نه لاره، ويل يې څه چې انسان خوښوي او ګټه يې په کې ښکاري، هغه بايد وکړي او خپل قانون د ګټې او خوښې په اساس جوړ کړي.. کله چې خوښې او ګټې د دين او اخلاقياتو ځای ونيو، په نتيجه کې يې چا همجنسبازي اعلان کړه، چا د شيطان په نامه مذهب جوړ کړي او د هغه خدايي يې ومنله، چا له خره سره واده وکړ او چا له سپي سره..
غربيانو هر څه وکړل، څه چې يې په خيال کې ورتلل، تجربه کول يې، اللهي وينا چې دوی تر ځناور هم بدتر دي، موږ ته دوی په عمل کې راوښوده، دوی داسې کارونه وکړل چې اسلام خو پرېده هېڅ شريف سړی به يې ونه مني. او اوس دا دی دوی هم پښېمانه ښکاري.. ځکه چې له انساني فطرته لرې شوي او حيوانيت ته نږدې شوي.
د غرب پرمخ تګ د هر چا خوښېږي، او ټول مفکرين غواړي چې خلک يې پر مخ لاړ شي..خو له ځينو بيخي لار ورکه ده، دوی داسې ګومان کوي چې که دغسې وحشت موږ پيل کړو موږ به هم پر مخ لاړ شو.. ډېرو دې ته شروع کړې چې غربي تجربه زموږ په امت کې هم پلې کړي، خو خلکو ورسره ونه منله او حقپالو مفکرينو يې ښه بديل وړاندې کړ. ويل يې هغه معنويات چې زموږ دين يې لري، هېچېرته نه شته او د دوی ټکنالوجۍ سره هېڅ مشکل نه لرو، بلکې تر لاسه کول يې فريضه بولو..
د مرحوم مصطفی محمود دا وينا مې ډېره خوښه ده:
“غربي ټکنالوجۍ زموږ کورونه رارڼا کړل، خو زړونه يې را رڼا نه کړل، ځکه چې يو نوی جاهليت يې له ځان سره راوړ چې وسله يې پرمخ تللي بمونه، ميزايلونه او اتومې اسلحه ده.. ځکه چې دين ورسره نه شته”.
وايي مولانا مودودي ته کوم سيکولر وويل چې ته خو ډېر ښه سړی يې او سياست ډېر چټل ځای دی، ولې په دې چټلۍ کې ځان دننه کوې؟! مولانا ورته وويل چې موږ ځکه وردننه کېږو چې چټلي يې لرې کړو!
اسلام په چټلۍ کې رغړېدلې ټکنالوجي پاکوي، صفا کوي يې او د استفادې وړ يې ګرځوي.

بغاوت کالم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x