hasan rahmani

د ایران د ټاکنو پایله اعلان شوه، روحاني یو ځل بیا ولسمشر شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ غویی، ۱۳۹۶): د ایران رسمي تلویزوني چینل اعلان وکړ چې د پرون ورځې ولسمشریزې ټاکنې یو ځل بیا حسن روحاني وګټلې او نوموړ د دوهم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو.

د انتخاباتو د کمیسون مشر علي اصغر احمدي ددې تر مخه اعلان کړی وو چې روحاني ۱۴ ملیونه او ۶۱۹ رايي تر لاسه کړي، او په مقابل کې یې «رئیسي» پر دوهم نمبر راغلی، نوموړي ۱۰ ملیونه، ۱۲۵ زره او ۸۵۵ رايي تر لاسه کړي دي.

باید وویل شي چې تېره ورځ (جمعه) د ایران په سرتاسرۍ کې د ولسمشریزې ټاکنې تر سره شوې او ورسره د ښاروالۍ او پارلمان لپاره هم ټاکني وشوې.

د ایراني چارواکو په وینا په ټاکنو کې د رايي ورکووونکو څخه ۷۰ سلنه خلکو ګډون وکړ.

د ایران د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ۵۶ ملیونه رایه اچوونکو څخه یې ۴۰ ملیونو خپله رایه وکاروله.

د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې د پخواني ولسمشر حسن روحاني په ګډون «ابراهیم رئیسي»، مصطفی میر سلیم، او «مصطفی هاشمي طبا» ګډون کړی وو.

د ایران دوهم ځلې منتخب شوی ولسمشر حسن روحاني د ایراني سیاست کوونکو په منځ کې منځلاری بلل کیږي، د نوموړي په ولسمشرۍ کې د امریکا او اوروپايي هیوادونو سره د ایران د اتومي پروګرام اړوند بریالي مذاکرات تر سره شوه او د ایران څخه د غربي هیوادونو اقتصادي بندیزونه هم پورته شول.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.