افغاني رسنۍ، افغانستان د جنګ لوري ته بیایي!

 کامران ملک

څه موده وړاندې مې د افغانستان د يو مشهور ټلويزيون چينل يو نماینده سره ناسته درلوده او ورته مې د ځيني علمي برنامو وړاندیز وکړ نو راته يې کړل: موږ هېڅ علمي برنامې نلرو او نه يې د آینده لپاره په پلان کې لرو، نو ما ورته کړل: آيا تاسې یوازې خارجي سريالونه او سندرې نشروئ؟ په ساده الفاظو يې راته وويل: و.

په افغانستان کې د اکثره برقي ميډيا (ټلويزيونو او راډيوګانو) همدا حال دی چې خپل ټول ټلويزيونونه یا راډیو ګانې د خارجي پروژو په ملاتړ مخ ته وړي او د همغو برنامې مخ ته وړي، يو له هغو پروژو تمويلونکو څخه د MOBI ګروپ دی چې په ميليونو ډالر د ستاره افغان او نورو مبتذلو او غير افغاني او اخلاقي او اسلامي برنامو لپاره مصـرفوي. د مابي ګروپ په هکله دا لیکنه ولولئ:

رسنۍ څرنګه د خلکو اذهان بدلوي؟

ددې ترڅنګ ترټولو چټکه وسيله چې دا مهال په افغانستان کې د قومي، مذهبي او ژبني جنګونو ته لمن وهي هم همدا رسنۍ دي، همدا رسنۍ د خارجي ډونرانو په بودیجه افغان ځوانانو ته په شهدو کې زهر ورکول غواړي.

پټه دې پاتې نه وي چې د افغان دولت د مخالفينو يوه تقاضا ددې رسنيو کنټرول او مبتذلو او غير اخلاقي برنامو بنديدل دي، نو بيا ولې ددې په هکله يوه پاليسي نه جوړيږي؟

دا خو لا څه کوې اوس په شعوري توګه د خارج نه په سلګونو سندر غاړي راوستل کېږي او بيا په ټلويزيونو کې په غير اخلاقي برنامو کې فعاله ونډه اخلي، کوم چې په دې دلالت کوي چې زموږ دولت په خپلو رسنيو هېڅ کنټرول نلري.
په اصل کې مبتذلې برنامې او هغه چينلونه چې يادې برنامې مخ ته وړي، په افغانستان کې د فکري جنګ يوه مهمه برخه ده له کومو چې زياتره افغانان بې خبره دي، نوموړې داسې فرهنګي جګړه ده چې د اسلحو او راکټونو نه يې اثر په افغان ځوانانو، انجونو او ماشومانو زيات او خطرناک دی.

افغان ځوانان چې د خپل اصليت او فرهنګ څخه لري پاتي شوي ددې غير اخلاقي او مبتذلو برنامو څخه په پټو سترګو تقليد کوي.

بله دا چې د رسنيو اوسني افراطي او غيراخلاقي برنامې مخالفينو ته جنګ ته د دوام ورکولو لایسنس ورکوي او ولس ته دا سوال پيدا کوي چې آيا اوسنی حکومت د افغانستان د ولس نماينده دی او که نه؟

د سولې اوسنۍ هڅې چې افغان دولت روانې کړي واقعا د ستايلو دي خو آيا دا شته رسنۍ يې په هکله جدي او مخلصې دي؟ آيا شته رسنۍ پدې نه پوهېږي چې د دوی برنامې د افغانانو احساسات راپاروي چې د جنګ د غځيدلو باعث کېږي؟ ځکه د رسنيو اوسنۍ برنامې نه له دیني، علمي او اخلاقي لحاظه ددې وړ دي چې څوک یې وګوري!

دا د افغانستان د هر فرد خصوصا د ليکوالانو، ټولنيز فعالانو او ځوان نسل مسؤوليت دی ترڅو زموږ دولت ته د رسنيو د اصلاح پيغام ورکړي او دې ته یې وهڅوي ترڅو په هېواد کې د سولې، علمي او ديني برنامو ته د ودې کلتور عام کړي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.