د مور په څېر خوږه پښتو

عبدالباري (ارمان)

دپلرونو اونيکونوله وخته راته داسي ډېرمتلونه پاتې دي هغه دچا په خبر چې له ډېرو پخو خبرو سره لا ټانټي ژويې چې هر متل يې په خپل ځاى کې ځانته مفهوم اوځانګړنې لري دبيلګي په ډول په يو متل کې داسي ويل شويدي چې ( هرچاته اور له خپلي لمني ور پورته کيږي ) نوکه د همدې متل په اړه باندي لږ فکر وکړو رښتيا هم نن ورځ چې پښتو ژبي ته کوم تاوانونه رسيدلي دي اويا يې د پښتو ژبي د پرمختګ مخه ډب کړيده هغه هم د ځينو هغو پښتنو کړنې دي چې يواځي د پښتون په نوم ياديږي ولي هيڅ کړه ،وړه اوخبره يې دپښتو په پښتني چوکاټ کې نه راځي

نوله ټولودرنو پښتنو قلموالو اوپه پښتو مينو پښتنوڅخه داهيله کوم چې لومړى ټول پښتانه د خپلي ژبي له حقوقو څخه خبرکړي اود پښتو ژبي د چوپړکولو لپاره يې وهڅوي څو خپلي ليڅې رابډ وهي اوپه دې لاره کې نه ستړي کيدونکې منډې ترړې وکړي.

هسي نه چې پښتوخواره ده پښتو د نړۍ په مخ د ډيرو بدايه ژبو په کتار راځي ولي نن ورځ ځيني پښتانه وروڼه يا خو خوار، بيده ،بي احساسه او يا د بي پښتوکيدلو پولي ته رسيدلي دي چې دڅه مالي اومادي ګټو لپاره يې خپلي درني او د مور په څير محبوبي اوخوږي ژبي ته شا کړيده لومړى خو په پښتو ژبه خبرې نکړي اوکه يې بيا چېري په پښتو ژبه خبرې وکړي هغه به داسي وي چې ټولې به د پرديو ژبو تر اغېزي لاندي وي او پردي لغات ( ويوکي ) به ور پکې په پريمانه کچه کاروي چې حتى په ځينو به يې دا ګمان لا هم وکړي چې کيداى شي دغه سړى به بله ژبه وايې .

همدا رنګه د افغانستان دولسمشراو نورو دولتي مشرانو په ځانګړي ډول پښتنو وزيرانو او رئسانو څخه دا غوښتنه کوم چې دخداى لپاره دا له پښولويدلي پښتو نوره تر پښو مه لاندي کوى او دخپلو ځانې ګټو لپاره پښتو ته شا مه ورګرځوى دغه پښتو په ټولو پښتنو باندي د مور په څېر حق لري لږ له خدايه و ويريږى په خپلو دفترونو او ادارو کې مو چې تر کومي کچي پوري وس کيږي دفتري ليکل موپه پښتوکړى او نور تر لاس لاندي پښتانه مامورين موهم د پښتو ليکلو ته مجبور کړى او په ځانګړي ډول دهيواد له ولسمشر څخه مو دا هيله ده کوم څوک چې په هر ځاى کې په دولتي دنده باندي ګمارل کيږي بايد کم تر کمه دهمغه سيمي په ځانګړي ډول پښتو او دري ژبو باندي دومره خو وپوهيږي چې کله دمراجعينوپه ډله کې کوم پښتون يا دري ويونکى ورته راځي او له هيڅ ډول ستونزي سره مخ نشي .

خو په اخير کې دخپلو هغو سيموله قلموالو او په پښتو ژبه مينو وروڼو څخه دا هيله کوم چې دخپلي سيمې له ادارو څخه په هره ميا شت کې يو ځل ليدنه وکړي ، په هر دفتر يا اداره کې چې کوم پښتون مامو يا مسؤل وي او په خپلو دولتي پاڼو کې بله ژبه ليکي هغه دي يو ځل له همدې کړني څخه په نرمه او پسته وينا را وګرځوي او که د دوهم ځل لپاره يې بيا هم داسي ناوړه کار وکړ، نو د خپل پښتني غيرت له مخي دي هغه دهمغه دفتر په دننه کې داسي و خرپوي چې بل پښتون بيا داسي جک ونه وهي او که يې هلته وس ورباندي ونه رسيږي نو هر کله چې له دفتر څخه دباندي را ووتى د خپلو پښتنو زلميانو په مټ دي هغه ته يو ځل داسي پروت ورکړي چې بيا په ټول وخت ورته خپله پښتو ژبه داسي بي ارزښته ښکاره نشي.

پښتو يې مور که يې عزت نکړي خواريږي پسي

يا به ناپوه وي يا به دې ټکـــي ته پام نکـــــــــوي

( هــــــمزه ) پښــــتو بولي ( رمـــــــانه ) دجــنت له ژبو

خـــو زما د درو زرو مامور يې احـــترام نه کـــــوي

پښـــــــتون

درته وايم نيمـــــــــــګړتياوې پښـــــتنوکې

پښتانه وي خـــــوڅه نه ليکي پښــــــتوکې

وزيران کـــــه ريســــان چـــې پښــــــــــتانه وي

پښـــــتو نشـــته دري ليــــکي کاغـــــــــذوکې

لاس دې مات مغزى دې مات تم پښتون يې

ستا خــــدمت پښتوته ښــــيه خــپلو کړو کې

نه همــــت نه دې وجــــدان دا تقضــــــا کـــړي

چې پښــــتو مې لــــږ رواج شي دفـــــــتروکې

تش په نوم باندي پښــــــتون يې بي هـــــمــــــته

خـــــپل اولاد ته پښــــــتو نه وايې کــــــورو کې

ما ( رمـــــان ) بس د( حـــــــــمزه ) لاس نيوى کړي

وي په خـــــوله به مې پښــــتو دمرګ سلـــګو کې.



یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    خیرانونکی ده ، نړی کی د پشتو له افغان ملتیی نشنلستیانو ( چه هغوی کی پرونی پشتانه مات کمونستان هم ګډون لری ) غیره د نړی بل قوم لکه انګریزان ، فرانسویان، جرمنیان ، عربان ، ایرانیان ، روسان ، هندوان و چیناییان او داسی نور لوی او کوچنی قومونو خپلی ژبی ته مور یا له خپله ژبی یی دین او نظام نه دی جوړ کړی ، مګر خپلو ژبو ته یی د ساینس او تکنالوژی په برمخ بیولو پرمختګ ور په برخه کړی داسی پرمختګ چه نور قومونه یا هیوادونه یی د ساینس او علومو د زده کړو د پاره ولی چبرا د ژبی په زده کولو کی لیوالتیا لری .
    استعمار هڅی لری چه د نړی کمزوری ، کم ظرفه او احمق قومونه د خپلو پیلابیلو ایزمونو لکه کمونیزم ، نشنلیزم ، کاپیتالیزم ، لیبرالیزم ، سکولریزم او داسی نورو د پوچو منفی اغیزو لاندی راولی او د هغه هیواد ګډ مخرجونه د قوم ، ژبی ، رنګ ، سمت ، مذهب ، ګوندونو او داسی نورو بدو زهریاتو او ناولتیاوو د اغیزو لاندی راولی ، ویی ویشی ، کرکی یی سره وزیږوی او حکومت پری وکړی .
    په داسی حال کی چه دی پلورل شوو هم په افغانستان او هم پاکستان کی قدرت په لاس ورغلی وو ، د دی په ځای چه د پشتو او پشتنو د پرمختګ د پاره عملی او موثر ګامونه پورته کړی ، ترکی ، امین ، نجیب او نن صبا کرزی او غنی تر تاجګو ، هزاره وو ، ازبکو ، ترکمنو او داسی نورو مسلمان پښتانه په شهادت ورسول ، کورونه یی ورله ګنډواله او دوی یی بی کوره او بی اوره ، یا دایمی معیوب یا په نشه توکو روږد کړل نیم مړه او نیم ژوندی ګرځی حتی اشغلګر تری د انتحاری وژنو د پاره چه نور پی ګناه افغانان پری ووژنی او اسلامی مقاومت پری بدنام کړی . د فقر او سواد له کچی هم ښکته ژوند کوی په اسانی سره تری د پولیسو او عسکری خدمت د پاره په لږو معاشو کار اخلی .
    پاکستان کی هم د غفارخان کورنی چه د انګریزانو له خوا ورته د ( نشنل عوامی پارټی ) په نوم د پشتنو ګوند جوړ شو چه حتی د ګوند به نوم کی یی اول او اخر انګریزی او منخ یی اردو لغت شتون لری یعنی دوه ځلی د انګریزانو او یو ځل د پاکستان غلامان دی ، دغه کورنی چه تل به یی د لروبر چیغی او د پشتنو دحقوقو شعارونه په اردو او انګلیسی کی زمزمه کول بلاخره ورته د افغانستان د اشغال وخت کی د پشتونخوا حکومت قدرت واک د دی د پاره ورکړی شو چه پشتونخوا سیمو ( سوات ، خیبر او وزیرستان ) کی په لکو او میلونو مسلمان پشتانه یی په شهادت ورسوی . مګر اوس هم د پشتو او پشتنو نوم یادوی حتی د پشتنو سیمو کی تری عمران خان د پشتونخوا ووټونه تر لاسه کړل .
    شرم نه لری هماغه د بری پشتونخوا کمونستان ، نشنللستان او د لری پشتونخوا کمونستان او نشنلستان هماغه د پخوا په شان د پشتنو د حقوقو دفاع کوی او پشتو ژبی ته بی مورده مور وایی ، که یی خپل هیواد ته مور ویلی د منلو وړ به وو ، ځکه له هیواده خلک د مور د شدو په شان اوبه خواړه ترلاسه کوی مګر ژبه د ورځنی ژوند د اړتیاوو اړیکی سره ټینګوی ، که زه کومه خبره په پشتو کی او یا په عربی او انګلیسی کی وکړم څه توپیر لری مګر دا چه مخاطب کسان می په خبره پوه شی .
    مګر هذف دا دی چه دوی ته د استعمار له خوا معاشونه ورکول کیږی ، چه په دغه هیوادو کی د اسلام د ګډ مخرج به ځای پشتو او قومیت ګډ مخرج جوړ کړی هغه هیواد نور قومونه هم د ی کار ته مجبور او بلاخره هغه هیواد تولنیز جوړښت وشړیږی او استعمار په اسانی هغوی استثمار او غلامان جوړ کړی، احدی د افغان ملت ګوند مشر یو وخت د مالی او بیا د اقتصاد وزیر وو بیلونر جوړ شوی د انګریزانو او امریکایانو غلام دی ، د لندن له خوا پشتانه نشنلستان او د جرمنی له خوا غیر پشتانه نشنلستان حمایه کیږی کله چه وویشل شی د شمال افغانستان چارواکی به هغه او د جنوب افغانستان چارواکی به د جنوب غلامان ( کمونستان ، نشنلستان او اخوانیان ) جوړ شی اوس هم دوی چارواکی دی مګر اوس یی واک مشترک او هغه وخت به د خپل مظلوم اولس د استثمارولو او فساد د پاره یکتازه واک او قدرت لری

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.