افغانستان

يوناما: له درغليو پاکو ټاکنو تمه ناسمه ده

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره وايي چې په افغانستان کې د ښو او پاکو ټاکنو هيله من يو، ولې په اوسني حالت کې د پاکو او شفافو ټاکنو تمه بې ځايه ده. د يوناما ځانګړي استاذي يان کوبيش نن په کابل کې خبريالانو ته و ويل چې دوی کوشش کوي چې پاکې او ټول منلې ټاکنې تر سره شي، ولې اوسنيو شرايطو ته په پام سره داسې تمه به بې ځايه وي چې له درغليو او ستونزو پاکې ټاکنې دې تر سره شي. يان کوبيش د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين کوونکو وژل هم وغندل او زياته يې کړه چې بايد راتلونکو ورځو کې د داسې کارونو مخنيوی وشي. د يادونې وړ ده چې د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د ټاکنو د پروسې لپاره يې جدي امنيتي تدابير نيولي، ولې يو شمېر امنيتي کارپوهان د کورنيو چارو د وزارت خبره يوه دعوه بوولي او وايي چې د هيواد په ډېرو برخو کې امنيت تامين نه دی او خلک نشي کولای چې په ډاډه زړه د ټاکنو مرکزونو ته ورشي او خپله رايه واچوي. له همدې امله د ولايتونو او ولسواليو له مرکزونو پرته په نورو سيمو کې د ټاکنو تر سره کيدل ناشونې بريښي، چې ورسره د ټاکنو مصداقيت هم تر پوښتنې لاندې راځي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x