ګرديز کې پر کابل بانک ډله ييز بريدونه روان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ غویی، ۱۳۹۶): د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ښار کې د نوي کابل بانک پر ودانۍ ډله ييز بريدونه روان دي.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال توريالی افضلي ګردېز کې رسنيو ته وويل، چې دوه بريدګر نوي کابل بانک ته ننوتي، يو يې وژل شوی او بل يې لا هم له ځانګړو ځواکونو سره په جګړه اخته دی.

امنيه قومندان د اوښتې مرګ ژوبلې په څه نه دي ويلي، خو ځايي سرچينې وايي، چې اوس هم د بريدګرو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

د سرچينې په وينا په دغه ډله ييز بريد کې دېرشو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

رپوټونه وايي، د بانک مامورين په ودانۍ کې محاصره دي او امنيتي ځواکونه يې د ژغورلو هڅې کوي.

د پېښې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.