
د طالبانو د مذاکراتي پلاوي دوه غړي شمالي وزيرستان ته رسيدلي
پاکستاني حکومت سره د طالبانو د خبرو اترو دوه کسیز پلاوی د طالبانو د سياسي شورا له مشر قاري شکيل سره د شمالي وزيرستان په يو نامعلوم ځای کې ليده کاته کوي. د پاکستاني رسنيو له قوله د طالبانو د مذاکراتو د کميټې غړی پروفيسر ابراهيم او د کميټې همکار مولانا يوسف شاه د حکومت په هليکوپتر کې شمالي وزيرستان ته رسيدلي چې، هلته به د طالبانو د سياسي شورا له غړيو سره ليده کاته کوي. په خبر کې د ليدو ځای او خت نه دی معلوم شوی. ويل کيږي چې دغه دوه مرکچيان نن ماسپښين نا وخته ميران شاه ته ورسيدل او له هغه ځايه د طالبانو په موټريز کاروان کې نامعلوم ځای ته ولاړل. په دغه ليدنه کې به طالبان د حکومت له شرطونو خبرول کيږي او د راتلونکو خبرو اترو په اړه به کړنلاره ټاکل کيږي.