اشرف غني ټرمپ او سعودي چارواکو سره د خبرو لپاره سعودي ته ولاړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ غویی، ۱۳۹۶):د ګډ حکومت مشر اشرف غني د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته روان شو.

ټاکل شوې، چې ولسمشر غنی به نن ناوخته د سعودي په پلازمېنې رياض د امريکا تر مشرۍ لاندې د کنفرانس په ترڅ کې د امريکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره رسمي ليده کاته وکړي.

د ارګ سرچينې وايي، چې د ګډ حکومت مشر به يو ځل بيا هڅه وکړي، چې د خپل حکومت د ملاتړ لپاره د امريکا، سعودي عربستان او نورو هېوادونو ملاتړ ورخپل کړي.

ويل کېږي، چې اشرف غني به له امريکايي ولسمشر څخه وغواړي، چې افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو سربېره د افغان حکومت ملاتړ په لومړي کتار کې حساب کړي.

اشرف غني په داسې حال کې له ډونلډ ټرمپ څخه د اضافي مرستو او عسکرو غوښتنه کوي، چې سپينې ماڼۍ تر اوسه د افغانستان په اړه خپله تګلاره نه ده اعلان کړې.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار ميک مسټر وايي، چې شونې ده روانه اوونۍ کې د افغانستان په اړه د ټرمپ سټراټيژي اعلان شي.

په نوې تګلاره کې به دا هم روښانه شي، چې ولسمشر ټرمپ افغانستان ته نور عسکر راولېږي که نه، خو ډېری امريکايي کارپوهان ټينګار کوي، چې د تېرې يوې نيمې لسيزې جګړه د امريکا او نړۍ لپاره ښه نمونه ده، چې امریکا دغه جګړه نه شي ګټلی او غوښتنه کوي، چې امريکا دې پر افغان حکومت طالبانو سره د روغې جوړې لپاره فشار زيات کړي او خپل عسکر دې له افغانستانه راوباسي.

ميک مسټر د سعودي کنفرانس په اړه ويلي، چې ولسمشر ټرمپ به د اسلام په اړه د پنځوسو مسلمانو هېوادونو مشرانو ته خپله وينا واوروي او د دغې غونډې موخه دا بولي، چې ټرمپ غواړي، د يهوديت، عيسايت او اسلام لارويان ټول د ترهګرۍ پر ضد راپورته کړي.

 



2 تبصرې

  1. سيد مصطفي

    پيش از فرا رسيدن ماه مبارك رمضان سفر غني خان داري اهميت زيادي است در سعودي چون وقت دقيق بدست اوردن مبلغ فراوني بابت زكوة است البته به اينجا هم غني به دشمن طرف است چون نواز شريف هم موجود است ببينيم كدام يك از اين دو زكوة بيشتر به دست مياورند رقابت تنگه تنگ خواهد بود

  2. فکر نه می کنم ، برای جمع کردی زکات پنجاه هیواد اسلامی ، ټر مپ بادار کلان شان امده ، اشرف و شریف لیاقت جمع کردن زکات را ندارد بلکه انها باید به ترمپ باچ تادیه نماییند ، که ترمپ برای کشتن مسلمانان سرانها مریم و دیګر مهمات نظام بخرند

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.