ټرمپ به له سعودي عربستان سره د ميلياردونو ډالرو پوځي تړونونه لاسليک کړي.

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ غویی، ۱۳۹۶):  د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل لومړني بهرني سفر نن د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې هلته به له سعودي چارواکو سره د ميلياردونو ډالرو پوځي تړونونه لاسليک کړي.

نن سهار، چې ټرمپ له خپلې مېرمن ميلانيا ټرمپ سره د رياض پر هوايي ډګر ښکته شو، د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز يې هرکلی وکړ.

د امريکا ولسمشر په داسې حال کې د سعودي، اسراييلو، فلسطين، واټيکان او بروکسل په اته ورځني سفر وتلی، چې په کور دننه هم له ګڼو ګواښونو سره مخ دی.

له ټرمپ سره په دې سفر کې د هغه مېرمن، لور يې ايوانکا او زوم يې جيرډ کشنر هم ملګري دي. د ټرمپ مېرمن او لور پړوني نه دي پر سر، په ۲۰۱۵ م کال، چې پخوانی ولسمشر بارک اوباما هم له خپلې مېرمنې مېشل اوباما سره رياض ته تللی و، مېشل هم لوڅ سر وه. هغه مهال ټرمپ په خپل ټويټر کې ويلي و، چې مېشل د کوربنو سپکاوی کړی، چې اسلامي حجاب او پړونی يې نه دی پر سر کړی.

رياض ته د ټرمپ له رسېدو سره د يمن شيعه حوثيانو د رياض پر لور توغنديز بريدونه کړي، چې د سعودي هوايي ځواک يې په ځواب کې يمن کې د حوثيانو مرکزونه بمبار کړي دي.

د امريکا ولسمشر به د سعودي چارواکو سربېره د عربي هېوادونو له چارواکو او درېمه ناسته کې به د اسلامي هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري.

د اسلامي هېوادونو په مشرانو کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړی وزير نواز شريف هم رياض ته رسېدلي دي.

سعودي عربستان، چې سوډان سره ښې اړيکې لري، د سوډان ولسمشر عمر البشير ته يې هم بلنه ورکړې، خو هغه نه ده منلې. عمر بشير له تېرو څو کلونو راهيسې نړيوالې جنايي محکمې ته مطلوب دی او کېدای شي له همدې امله يې د ټرمپ په شتون کې رياض ته له سفر کولو انکار کړی وي.

امريکايي رسنۍ وايي، ټرمپ د سعودي دوه ورځني سفر پر مهال سعودي چارواکو سره د امريکا د ايف ۱۵ ډوله الوتکو سربېره نوې پرمختللو وسلو تړون کړي. په دغو وسلو کې به «ټاډ» توغندي هم وي، چې امريکا په سويلي کوريا د شمالي کوريا لپاره ځای پر ځای کړي او بيعه يې يو ميليارده ډالر ښودل شوې ده. همدارنګه به د سمندري ځواک لپاره د يوولسو ميلياردو ډالرو په ارزښت څلور جنګي بېړۍ هم وپېري.

رويټرز خبري اژانس د پنټاګون د چارواکو له خولې ليکلي، چې د ټرمپ د اوسني سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو تر منځ پر هغو هوکړو هم مثبتې خبرې وشي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې  د سعودي او امريکا ترمنځ پرې ناندرۍ روانې وې.

د سعودي بهرنيو چارو وزير عادل الجبير تېره ورځ ناوخته رياض کې رسنيو سره په خبرو کې د ټرمپ سفر ګټور وباله او زياته يې کړه، چې امريکا سره د ايران د پراختيايي فکر د مخنيوي لپاره مرستې کوي، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې ټرمپ به رښتيا هم له ايران سره دښمني وکړي، که نه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.