طالبان د خپل پخواني مشر ملا اختر منصور تلین لمانځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ غویی، ۱۳۹۶): د طالبانو له لوري نن د ملا اختر محمد منصور لومړی تلین لمانځل کیږي، چې د تېر کال ۲۰۱۶ په مئي میاشتې کې پر ۲۱مه نېټه د افغانستان سره پر سرحدي سیمو د امریکايي الوتکو له لوري په نښه او ووژل شو.

ملا اختر محمد منصور د طالبانو یو ځواکمن مشر وو چې په لنډه موده کې وتوانېد د ملا محمد عمر مجاهد د وفات د اعلان وروسته طالبان پر ځان سره را ټول کړي او هغه هڅې ناکامي کړي چې د دغه ډلې د پاشل کېدو لپاره په کار اچول شوي وې.

طالبانو پر خپل ویب پاڼه د نوموړي سوانح نشر کړي او یو شمېر نوري لیکنې یې خپرې کړې تر څو د خپل پخواني مشر یاد را تازه کړي.

باید وویل شي چې طالبانو د سږ کال ۲۰۱۷ پسرلني عملیات منصوري بللي چې هغه هم ملا اختر محمد منصور ته منسوب شوي دي.

د ملا اختر محمد منصور په یاد کې د طالبانو پر ویب پاڼه (الاماره) باندي ځانګړې پاڼه هم جوړه شوې چیري چې د نوموړي سوانح او په اړه یې نوري لیکني خپرې شوي، چې پر لاندي ادرس یې موندلای شئ:

الاماره ویب پاڼې ادرس

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د