
کابل: یوه بهرنۍ مېرمن وژل شوې او بله تښتول شوې ده
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ غویی، ۱۳۹۶):تېره شپه په پلازمینه کابل کې یوه بهرنۍ مېرمن د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل شوې او یوه بله تښتول شوې ده.
د کورنیو چارو وازت له لوري رسنیو ته په لیږل شویو معلوماتو کې ویل شوي چې وژل شوې مېرمن المانۍ ده او تښتول شوې یې د اروپايي هیواد فنلنډ ده، دواړه میرمني د میرسي په نوم د موسسي کارکونکي دي .
پېښه تېره شپه د کابل په اوومه ناحیه کې را منځته شوې او زیاته کړې چې دواړو ښځو په یوه موسسه کار کوي او په یاده سیمه کې په یوه میلمستون کې اوسیدل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند دانش رسنیو ته ویلي چې په پېښه کې د یادو ښځو یو ساتونکی هم وژل شوی دی.
د پيښې مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی..