fbpx
resha kitab

پخې خبرې – دريمه برخه

ربيع ته : ولې دي د خلکو په غيبت او عيب پلټنه نه مومو؟ ځکه چې له خپلو عيبونو لا وزګار شوی نه يم.

اولنۍ مينه ورين تندی دی ، او بيا خوښي وي او بيا د خلکو مشکلات حلول( أبوجعفر بن صهبان رحمه الله تعالی).

ای ځوانانو اخرت وغواړئ ! ځکه چې د اخرت ډېر غوښتونکې مو ليدلې چې آخرت سره يې دنيا هم موندلې ، او د دنيا غوښتونکي مو ليدلي چې دنيا او اخرت دواړه يې له لاسه ورکړي (حسن رحمه الله تعالی).

کله مو چې غور وکړو ، نو پدې پوه شو چې د الله تعالی په اطاعت باندې صبر د هغې په عذاب باندې د صبر نه ډېر آسانه دی (ابن ضبارة رحمه الله تعالی).

د مؤمن غوره اخلاق عفو ده (حسن رحمه الله تعالی).

که علم مو د الله تعالی د رضا نه غير بلې موخې لپاره طلب کړو ، نو د بل اله موجوديت مو ومانه (ثوري رحمه الله تعالی).

که زړونه مو پاک شول ، نو د الله تعالی په کلام (قرآنکريم په ويلو ) باندې به ستړي نشو (عثمان بن عفان رضي الله عنه).

زړونه د دلوښو پڅېر دي ، څه چې پکې دي په هغې خوټيږي ، او ژبې يې څمڅی دي ، کله چې څوک خبرې کوي وګوره چې ژبې يې له څه لپه ډکه کړېده ؟ خوږه .. ترخه .. تروشه .. خوندوره  او نور… نو د ژبې لپه يې درته د زړه خوند بيانوي (يحيی بن معاذ رحمه الله تعالی).

کله چې فضیل نه د تواضع په اړه و پوښتل شول، نو ويې ویل: حق ته غاړه ايښودل او منل يې اګر که له ډېر ناپوه انسان څخه در ورسيږي ، خو ته يې قبول کړې.

که څوک د الله تعالی نه و ډار شي نو الله تعالی به تري هرڅه و ډار کړي ، او که څوک د الله تعالی نه و نه ډار شي نو د هرڅه نه به وډار شي (عمر بن عبدالعزيز رحمه الله تعالی).

مؤمن د شاتو مچی پڅېر دی، خواږه خوري او خواږه ورکوي (عبدالله بن عمر رضي الله عنهما).

الله تعالی نه ډار او اميد د مرغه د وزرونو پڅېر دي ، که برابر شي نو ښه به الوزي ، او که يو يې هم کم شي نو بيا دی هم نمګړی کيږي، او که دواړه  لمينځه لاړ شي نو مرغه به د مرګ خولې ته ورسيږي.

ابن تيمية رحمه الله تعالی د فقاهت د حقيقت په اړه وايې: فقيه هغه دی چې خلک د الله تعالی د اميد نه مايوسه نکړي او د هغې په نافرمانۍ او سرغړونه يې زړه ور نکړي.

چا چې خپل ورور ته پټ نصيحت وکړو نو یقينا نصيحت او قدر يې ورته وکړ، او چا چې ورته ښکاره نصيحت وکړ نو یقينا ويې شرمولو او خيانت يې ورسره وکړ (امام شافعي رحمه الله تعالی)

ای انسانه! په ځمکه دې قدم کيږده ، او پدې پوه شه چې څه وخت وروسته به دې قبر وي (حسن رحمه الله).

که کوم سړي درسره دنيا کې سيالي کوله ته ورسره په آخرت کې سيالي کوه (حسن رضی الله عنه).

مؤمن لږې خبرې او ډېر کار کوي او منافق ډېرې خبرې او لږ کار کوي (اوزاعي رحمه الله تعالی).

څوک چې بې عيبه ورور غواړي بې وروره پاتې کيږي (فضیل بن عیاض رحمه الله تعالی)

د چا سترګو کې چې د اوښکو قجط راغی نو پوه شه چې زړه يې سخت شوی دی ( ابن القيم الجوزي رحمه الله تعالی).

که څوک له هغه څه چپ شې چې پرې نه پوهيږي نو اختلافات به پای و مومي (کلثوم العتابي رحمه الله تعالی).

د عقيدې نه غير : هلې ځلې ، ژوند او انسانيت هېڅ معنانلري (شهيد سيد قطب رحمه الله تعالی)

نسيبه . ف

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د