ټولنیزه برخه

په محکمه کې د بهلول مناظره

نوید صهیب

وایي بهلول په یوه کوڅه تیریدی، که ګوري چې یو استاد خپلو شاګردانو ته د درس په جریان کې وایي : زه په دریو خبرو کې له شیخ او عارف سره مخالف یم. اولأ دوی وایي الله ج نه لیدل کیږي، زه وایم که نه لیدل کیږي بیا وجود هم نلري.

ثانیأ : دوی وایي چې شیطان به په دوزخ کې سوځول کیږي، زه وایم که شیطان د اور له جنس څخه وي، بیا په دوزخ کې څه ډول سوزول کیږي؟

ثالثأ : دوی وایي چې انسان ټول اعمال په خپل اختیار ترسره کوي، زه وایم چې اعمال انسان د جبر په وجه ترسره کوي نه په خپله خوښه.
بهلول چې دا خبرې واوریدې، استاد یې د خاورو په یوه کلکه لوټه پدې مخ وویشت.

استاد او شاګردانو بهلول راګیر كړ او خلیفه ته یې وروست، استاد وویل بهلول زه په ناحقه په لوټه وویشتم اوس مې مخ درد کوي.

بهلول وویل : درد ته وینې؟

استاد : نه یې وینم

بهلول : تا ویل چې الله ج نه لیدل کیږي وجود هم نلري، نو ته چې درد نه وینې بیا وجود هم نلري، بل تا ویل چې شیطان د اور له جنسه دی، په اور نه سوځول کیږي، ته چې د خاورو له جنسه یې بیا په خاوره ولې خوږ شوې؟

او بل تا ویل انسان په خپل اعمالو کې بې اختیاره دی، زه هم ستا په ویشتلو کې بې اختیاره وم، نو ځکه ته له ما نه د بدل اخیستو حق نلرې.‏

استاد د بهلول د خبرو په اوریدو ټیټ سر او پټه خوله پخپله مخه لاړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

سره د دی چه دا زړه لیکنه ده ، مګر مونږ د غفلت له مخی ایله اوس ولیدله مونږ خو د استاذ مزمل صاحب ( چه له نزدی یی پیژنو او د دوستی ویاړنه یی لرو ) لیکنی سمدلاسه ځکه ګورو چه لیکنو کی یی وزن او ملغلری شتون لری . او تبصری هم پری خکه لیکو چه مزمل صاحب له خزانو لا ډیره ګټه پورته کړړو . په دی لیکنه کی هم دیر څه شته چه په اړه یی څه ولیکم ، هغه به د یوی تبصری د باره زیاتی وی که وخت مساعد شی کومه لیکنی کی به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x