افغانستان

زابل: په جګړه کې ۲۵ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ غویی، ۱۳۹۶): د زابل ولایت په شاه جوي ولسوالۍ کې د طالبانو سره په جګړه کې ۲۵ عسکر وژل شوي دي.

د زابل والي بسم الله افغانمل نن د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې تېره شپه د طالبانو سره د جګړې پر مهال تر شل زیات عسکر وژل شوي دي.

یوې بلې سرچینې د وژل شویو عسکرو شمېر ۲۵ ښودلی دی.

افغانمل رسنیو ته ویلي چې تېره شپه طالبانو په شاه جوی ولسوالۍ کې پر ځینو پوستو یو مهالیزه بریدونه پیل کړه، چې له امله یې یاده مرګ ژوبله واوښته.

نوموړي ويلي چې په وژل شویو عسکرو کې یو شمېر محلي پولیس (اربکیان) هم شامل دي.

د زابل په امنیه قومندانۍ کې یوې سرچینې ویلي چې طالبانو د شاه جوی ولسوالۍ د هولان رباط سیمه هم تر خپل کنترول لاندي راوستلې ده.

باید وویل شي چې طالبان له مخکې لا د زابل ولایت د مرکز او ولسوالۍ له مرکزونو پرته پر اکثرو سیمو بشپړ کنترول لري، خو د شنوونکو په نظر کیدای شي د غزني ولایت د جګړو وروسته په زابل ولایت کې د طالبانو وروستی تحرک د ولسوالیو مرکزونو د نیولو د استراتیژۍ یوه برخه وي.

طالبانو دوه ورځې وړاندي د غزني ولایت د واغز ولسوالۍ نیولې وه او ورسره یې یو شمېر پوستو ته هم سقوط ورکړی وو او هلته هم دولتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې خبرونه ورکول شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x