شعـــــرونه

د ارواښاد خالص بابا يو پخوانی شعر

شعر: په دغه زمانه کې.
شاعر: محترم مرحوم مولوي محمد یونس خالص بابا رحمه الله.
ټولگه: دامونه او دانې.

آخره زمانه شوه، غله اوښان وهي په بډه
د دې وخت منافق، مسلمان وهي په بډه

د روس په غلامۍ کې ازادي د وطن غواړي
دا هغه پرچمیان دي، چې خلقیان وهي په بډه

ببرک چې لوبې وکړې د امین په سر دا ځکه
فرعون د دې وخت دی، چې هامان وهي په بډه

دنیا هغه بوډۍ ده چې سینګار لري د ناوې
واړه زاړه ځوانان، واړه یو شان وهي په بډه

چې پیر کړي لره غلطه او دنیا ته په سجده شي
دوکه ورباندې نه شی، مریدان وهي په بډه

یو بل ته سره غله دي، خو دعوه کړي د یووالي
په نوم د ( اتحاد ) واړه سامان وهي په بډه

ځانه ساته ( نبي خېله ) چې تا هم په بډه نه کړي
رهبر چې شي بې لارې رهبران وهي په بډه
( دامونه او دانې )

رالېږونکی: حافظ محمد قاسم حنیف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x