(عمر) د معاصر مدیریت قاطع او ځیرک مدیر و..!

رحمت الله فیضان

مدیر یا منېجر په لغوي لحاظ د اداره کوونکي په معنی دی او په اصطلاح کې مدیر هغه شخص ته ویل کېږي، چي د خپل کاري ټیم د کړنو د تنظیم او همغږۍ مسولیت په غاړه ولري.

مدیریت د نني مفهوم په لحاظ د رهبرۍ او هدایت هغه پروسه ده، چي په واسطه یې د یو سازمان ټولې برخې کنترولېږي؛ همدا راز مدیریت مشخصو موخو او اهدافو ته د رسېدو په موخه د مادي او انساني منابعو همغږي کولو ۤڅخه هم عبارت دی.
ملا محمد عمر مجاهد څه ډول مدیر و؟

د طالبانو د اسلامي غورځنگ بنسټگر ملا محمد عمر مجاهد که څه هم لوړي عصري زده کړي نه درلودې، خو د اسلامي زده کړو ترڅنگ یې له جهادي مخیني څخه په الهام اخیستو سره د مدیریت او ادارې په برخه کې پراخه تجربه تر لاسه کړې وه. ده د افغاني ټولني په هره برخه کې ژوره مطالعه درلوده او د خلکو غوښتني او اړتیا وي یې په اسانۍ درک کولای شول او د ستونزو جرړي یې هم په مهارت سره پیدا کولای شوای.

ملا محمدعمر مجاهد او د کاري ټیم د لوړي او منځنۍ کچې د مدیرانو استخدام:

ملا محمد عمرمجاهد به په ملکي او نظامي برخو کې د لوړي او منځنۍ کچي مدیران هغه کسان ټاکل چي د هماغه شخص د مخیني په اړه به یې کره معلومات در لودل او یا به هم د بااعتباره مدیرانو له لوري ور پېژندل کېدل.

د یو مدیر د استخدام او ټاکلو معیار د دیني او یا عصری زده کړو تر څنگ د تقوی او تواضع اصل ته خاصه پاملرنه کېده؛ ده به هیڅکله هغه اشخاص چی په تېرو کورنیو جگړو کې په یو ډول نه یو ډول ښکېل و، د مدیر په توگه نه استخدامول، همداراز هغه کسان یې هم د مدیرانو په توگه نه ټاکل چي مادیاتو، تشریفاتو او قدرت ته یې لېوالتیا در لوده؛ همدا وجه وه، چي د طالبانو د حکومت په مهال پر همدې معیار برابر ډېر کم خلک د اداري مسولیتونو منلو ته حاضرېدل.

ده د خپل کاري تیم غړي لومړی فلتره ول او وروسته یې تر ژوري څارني لاندي نیول؛ د مدیرانو د خاصي څارني لپاره یې ځانگړی ټیم ټاکلی و، که به کوم مدیر له استراتیژۍ او پالیسۍ څخه سرغړونه کوله؛ په لومړي سر کې به تنبه کېدل؛ د نه اصلاح په صورت کې به یې کور ته لېږل او د غورځنگ عضویت یې ترې اخیسته؛ د دې ټیم مسولیت د څه مودې لپاره د ملا معتصم اغاجان پر غاړه و.

معتصم اغاجان هوْښیار او په خبره پوه ځوان و، چي د طالبانو د امارت له سقوط وروسته چي په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د امریکا او متحدینو له لورۍ ظاهرا را وپرزول شو د سیاسي کمیسون چاري یې سمبالولې، خو د طالبانو ځینو ستراتیېژیو او پالیسیو ته د نه پاملرني په تور د دغه غورځنگ غړیتوب ترې واخیستل شو او پر کور کښېنول شو.

له هغه وروسته معتصم هڅه کوله چي د حمید کرزی د حکومت په مهال له هغه سره د سیمیزې خواخوږۍ پر بناء ځان نا پېلی وښیي او یو شمېر طالبان له دولت سره یو ځای کیدو ته رامات کړي، خو د ښاغلی اغاجان دې هڅو ډیر وخت دوام پیدا نکړ او کومي خاصي موخې ته هم ونه رسید. د اغاجان دې ناکامي هڅي د ټیټي کچي په خاص ډول د هغو طالبانو په منځ کي چي د خارجي او داخلي قواو پر وړاندي جنگیږي؛ محبوبیت صفر ته را ټیټ کړ او په دې کار سره یې له ارزښتونو سره د تصادم په پایله کي خپل سر په لوی لاس له تیږي سره وجنگاوه او د تل لپاره یې د طالب د سیاست په میدان کي د ځان فاتحه واخیسته.

د طالبانو په اسلامي غورځنگ کې د دوۍ د غورځنگ ستراتیژي د لوی ارزشت په توگه ارزول کیږي، چی د تصادم په صورت کي به شخص له ناوړو پایلو سره لاس او گریوان شي.

ملا محمد عمر مجاهد د کاري ټیم ترمنځ د رقابت پر ځای له یو بل سره د مرستي روحیه غښتلې کوله:

د طالبانو د غورځنگ مشر هیڅکله د کاري ټیم خپل منځي شکایاتو ته پاملرنه نه کول؛ برعکس هڅه یې کوله چي د ټیم تر منځ د منفي رقابت پر ځای له یو بل سره د همکاریو روحیه غښتلې کړي. د مثال په ډول له هغه مخکي چی طالبان کابل ونیسي د مولوی احسان الله احسان په مشرۍ یې د همغږي یو همکار ټیم جوړ کړ، و دې ټیم ته وظیفه ور کړل شوې وه، چي له نظامي مدیرانو سره د عامو خلکو په جلب او جذب کې مرسته وکړي؛ د دغه ټیم کړني دومره موثرې وې چي د لویي پکتیا ولسونه بې له دې څخه چي مقاومت وکړي یا د طالب په وړاندي په بغاوت لاس پوري کړي؛ له طالبانو سره یو ځای شول.

همدا راز یې د جنوب غرب حوزې لپاره هم ملکي مدیران د نظامی مدیرانو تر څنگ د همکار په توکه استخدام شوي وه.

له هغه وروسته چي کابل د طالبانو له لوري تسخیر شو او مولوی احسان الله احسان د افغانستان بانک لوی رئیس وټاکل شو بیا هم د ده ټیم له نظامي مدیرانو سره اوږه په اوږه د همغږۍ چاري پر مخ بیولې؛ تر هغو چي په مزار شریف کي د جنرال مالک له لوري د یوې توطیې په نتیجه کې د سلگونو طالبانو په گډون ووژل شو.

مولوي احسان الله احسان یو ځیرک او مدبر دین پوه و، چي د خپلي جادویي وینا او خاص فصاحت په مټ یې په سختو زړونو کې ځان ته کور جوړا وه.

له نظامي مدیرانو سره د مرستي د همغږۍ د ټیم چارې له مولوی احسان الله احسان وروسته د اطلاعاتو اوکلتور وزیر ملا امیر خان متقي چی وروسته بیا د پوهنې د وزیر په توگه هم ټاکل شو وسپارل شوې.

له نظامی مدیرانو سره د ملا امیرخان متقی د همغږۍ ټیم ساحه د هېواد شمالي ولایتونه ټاکل شوی و، د ده ټیم به د سمي مشران متفیذین او سیمه ایز قوماندانان له نظامي اخ و ډب پرته د طالبانو د ماموریت پیغام ته متوجه کول او دسمي خلک به یې پر دې قانع کول چي له نظامی برخورد پر ته له طالبانو سره یو ځای شي.

ملا امیرخان متقي په طالبانو کي د یو قوي ستراتیزیست په توگه پیژندل کیدل د ملاقات په وخت کې یې له مقابل لوري سره د ښه ارتباط مزی غځاو؛ همداراز له قوي استدلال نرم خوی او قوي هوډ او روحیې څخه برخمن و.

کله چي د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر وو، د باختر آژانس رادیو او چاپي رسنیو چاري یې له نژدې څارلې؛ په ولایاتو کې یې رادیوگاني او چاپي پاڼي بیرته را ژوندۍ کرې او وخت په وخت به یې له نژدې ترې لیدنه کوله او د ولایتي مدیرانو ستونزې به یی اوریدې اوپه له منځه وړلو کې یی خپله ونډه اخیسته.

ملا امیرخان ساده ژوند خوښا و تشریفاتی ژوند ته یی لیوالتیا نه درلوده، بیت المال ته یی خاصه پاملرنه کوله له خپلو مامورینو او مراجعینو سره به یی په یو دستار خوان ډوډۍ خوړه له ډوډۍ سره یې د خام پیاز له خوراکه ډډه کوله او نورو ته یې هم مشوره نه ورکوله.

د فراغت په وخت کي به یې والیبال هم کا و په داخل کې به یې معمولا له خپل ډریور سره یوازي تگ او راتگ کا و کله ناکله خوبه له خپل هستوگنځي چي د ذمبق په څلور لاري کې و پل باغ عمومی ته؛ چیري چی د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت دی په پښو تگ او را تگ کاوه.

ده به هغه ادارې او مالي پاڼي هیڅکله نه امضا کولې چي د موضوع په ټولو اړخونو به یې خبر نه وو؛ کله ناکله به یې د مامورنیو د حاضرۍ او غیاب کتاب هم تر نظر تیراو که به کوم مامور پر خپل وخت حاضری نه وه امضا کړې، نو اداري رئیس ته به یې یادونه کوله.

همدار زار طالب مشر ملا محمد عمر مجاهد د منځنۍ او ټیټي کچي ملکي مامورین هڅول تر څو له هغو نظامیانو سره مرسته وکړي کوم چي د جگړې په لمړیو کرښو کې جنگیږي.

په معاصر مدیریت کې د کاري تیم تر منځ د رقابت روحیه وژل او د متقابلي همکارۍ روحیه را منځته کول؛ د بریالي مدیر او رهبر له مهمو مشخصاتو څخه گڼل کیږي.

مراجعینو ته خاصه پاملرنه:

ملا محمد عمر مجاهد د خپل کاري ټیم د لوړي او منځنۍ کچي مدیرانو ته دا ور زده کول ترڅو هغه موانع له منځه یوسي کومې چی ستاسو او ستاسو د مراجعینو تر منځ پرتې دي .

ده هیڅکله هغه مدیران نه خوښول چي د خپل دفتر مخته ساتونکي دروی او یا مراجعین تلاشی کوي ده دا هم خپلو مدیرانو ته ور زده کول ترڅو مراجعین په دې پوه کړي تر څو له تاسو سره د مخامخ کیدو په وخت کی ستاسو په وړاندي د تعظیم سر ټیټ نه کړي د منځنۍ او ټیټي کچې مدیرانو ته هم اجازه نه ورکوله کیده چي د لوړي کچي مدیرانو سره د مخامخ کیدو په صورت کي هغوی ته د تعظیم سر ټیټ کړی.

له عامو خلکو سره چلند او رابطه:

ملا محمد عمر مجاهد به خپل ټول مامورین له خلکو سره نیک چلند ته را بلل او هغوۍ به یې پردې وېرول که تاسو له خلکو سره ظلم او یا بد چلند وکړئ، له دنیوي ذلت او اخروي رسوایۍ او الهي عذاب سره به هرومرو مخامخ کیږئ.

د افغانستان په اوسنی نظام کي د استخدام معیار فساد دی:

داوسني نظام مدیریت د ملا محمد عمر مجاهد د مدیریت بر عکس دی. د اوسني نظام د لوړي او منځنۍ کچې مدیران تشریفاتي ژوند خوښه وي. دوۍ د تگ او راتگ په مهال زیات شمیر ساتونکي او وسایط له ځا ن سره لیږدوي، خپلو دفترونو ته د تگ او راتگ په مهال دخلکو پر مخ عمومي واټونه تړی له خپلو دفترونو او د اوسیدو له ځایو څخه یې سیمیټي دیوالونه را تاو کړي. عام او ولسي خلک تر دؤی په اساني ځان نشي رسولای. دوی د مشاورینو او سلاکارانو په نامه د یو شمیر چاپلوسو څیرو په حلقه کې را ګیر دی او هغه څه وینی او اوري کوم چی د سلاکارانو او مشارینو له خولی را وزي دهمدی وراسته مدیریت له برکته د دولت او رعیت تر منځ یو لوی واتن را منحته شوی او دا واټن ورخ تر بلې ورځې زیاتیږي .

د اوسنی مدیریت په ساحه کی د مدیرانو او مامورینو د استخدام لپاره معیار دهغوی ککړتیا او فساد په نظر کی نیول کیږی ډیر داسي کسان شته چی په لویو لویو فسادونو کی شکیل دي د دې پر ځای چی پوښتنه ترې وشي او عدالت ته را کش شی برعکس ورځ تربلي ورځی یی موقف لوړیږي .

د اوسنی مدیریت په چارچوب کی داسی مدیران او مامورین هم شته چی آن ابتدایی لیک او لوست هم نه لري خو لوړو پوستو نه اداره کوي بلی خواته ډیر کسان تر سترگو کیږی چی د لوړو زده کړوتحصلی اسناد په واک کي لري خو د خان لپاره کار یا د پیسو په بدل کی پیدا کوي او یایی د قوي واسطي په مټ .

په اوسنی مدیریت کي د کار اهل کارته د سپارلو اصل هم په نظر کي نه نیول کیږي ډیر داسي مدیران شته چی د خپلی تحصلی رشتی خلاف په نورو رشتو پوري تړلي کارونه اداره کوی.

یادونه:

د طالبانو د اسلامی تحریک د لوړی او منځنۍ کچې غړو د خپل مشر خبري او سپارښتني د امکان تر حد عملي کولې او خاصه پاملرنه یې ورته کوله؛ د ټیټي کچې د اعضاو په ډله کې بیا داسی کسان و، چي د معروف د پلي کولو په برخه کي به یې له خلکو سره د زیري او ویښتانو پر سر زور زیاتی اوتاو تریخوالی کړی وي او یا هم کیدای سی چی یو شمیر دستوري تخریبي عناصرو به د طالب پوست اغوستی وي او خلک یی ازار کړی وي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سيد مصطفي
میلمه
سيد مصطفي

الله متعال در جنت الفردوس مقام عالي براي مرحوم امير المؤمنين عطا نمايد اللهم امين

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دغه ته حقیقی پاچاهی وایی ، لکه مشر ملا صاحب چه تر سره کړه ، د صحابه کرامو تاریخ یی رانوی او راژوندی کړو ، نه یی دا کار د خلکو د ریاکاری د باره وکړو د پاچاهی وخت کی هم ملنګ وو پنځه کاله پاچاهی کی یی د ارګ مخ ونه لیدلو ، پنځه کاله پاچاهی یی په ملنګۍ کی تیره له پاجاهی دمخه هم ملیک او د پاچاهی وروسته دوره ییی هم په ملنګی او جهاد کی تیره کړه د معلوماتو له مخی قندهار کی د امریکایی فوځو په مقابل کی جنګیدلی حتی سرسری زخمی شوی هم دی… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

نر ځوان ، حقیقي مسلمان، عادل مجاهد، قر بان یې تر نامه شم ! قبر یې ماته زیارت او عمل یه ېې په ځان فرض
وګرځومه .