د نن سرلیکنه

ایا دولت د خپلو سرتیرو د ژغورنې توان لري؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

له کله چې طالبانو په هیواد کې نوي پسرلني عملیات اعلان کړي له دې سره سم په ټول هیواد کې د جګړې زور شدت موندلی او د دولتې سرتیرو د مرګ ژوبلې کچه ور سره په بیسارې ډول لوړه شوې ده.

په یوه تازه پیښه کې چې نن د ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو د سرخبر ګرځیدلی د زابل ولایت د شاه جوي په ولسوالۍ کې تر ۴۰ زیات پولیس د وسله والو مخالفینو په برید کې مړه او ژوبل شوي دي.

په همدومره شمېر تیره ورځ د غزني ولایت پر مرکز او د واغز او ده یک پر ولسوالیو د برید په مهال وژل شوي دي.

معمولا د هر نوي هجري لمریز کال په پیلیدو او د یخني موسم په بدلېدو سره په هیواد کې د جګړې شدت زیاتیږي، چې باید امنیتي چارواکي وار تر له مخه د دې لپاره خپل فوق العاده پوځي احضارات ولري .

خو له بده مرغه وروستیو خونړیو پیښو ته په کتو سره داسې ښکاري چې دولتي چارواکي یواځي په پلازمینه کابل کې د مخالفینو د بریدونو په مقابل کې امنیتي تدابیر په کار اچولي او په لیري پرتو سیمو کې یا نه غواړي د مقابل لوري د بریدونو مخنیوی وکړي او یا له سره د هغوی د بریدونو د مخنیوي توانايي نه لري.

دا چې په دوو دریو ورځو کې یواځې په یوه ولایت کې د دولتي سرتیرو د مرګ ژوبلې شمیره تر ۱۰۰ تنو اوړي له دې څخه ښکاري چې اصلا امنیتي چارواکو ته د خپلو سرتیرو ژوند څه اهمیت نه لري.

امریکایان په افغانستان کې د جګړې د تودولو او غځولو لپاره ګډ حکومت ته په هر یوه ساعت کې یو میلون ډالر ورکوي تر څو هغوی د مخالفینو په مقابل کې جنګیدونکي ځواکونو ورباندې اکمال او تجهیز کړي.

خو دولتي فاسد چارواکې د دې په ځای چې هغه مالي امکانات په خپلو امنیتي ځواکونو مصروف کړي په بهر کې یې خپلو شخصي حسابونو ته لیږي او دولتي سرتیري په تش ډاګ د مخالفینو بریدونو ته پریږدي چې هغوی وکړای شي په آساني سره زیات شمیر دولتي عسکر ووژني.

په امنیتي ځواکونو کې چې کوم کسان را ټول شوي هغوی یو هم د وطن پالنې د حس له مخې نه ؛ بلکې د څو روپو تر لاسه کولو په منظور یې د مرګ په قبلولو سره دا خطرناکه دنده پر ځان منلې وي، همدا وجه ده کله چې هغوی له مخالف لوري سره د جګړې په ډګر کې مخ کیږي سمدستي خپل مورال له لاسه ورکوي او پرته له دې چې د مقابل لوري په مقابل کې مقاومت وښیي همداسې وژل کیږي.

امریکایان د نیابتي جګړې د ممولینو په حیث څومره چې افغانان د افغانانو په لاس وژل کیږي، دوئ ورباندې خوښیږي او لاهم نیابتي جنګیالي د نیابتي جګړې د پرمخ بېولو لپاره پر شا ټپوي.

د ګډ حکومت چارواکي که واقعا هم د افغانیت حس لري باید پري نږدي چې امنیتي سرتیري یې داسې په بېدردي او بي غوري سره ووژل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اشغال شوی هیواد کی د حکومت په ځای د اشغالګرو یوه حکومت نما اداره شتون لری ، حکومت د خلکو له خوا ډ خلکو د پاره جوړ شوی ، د خپلو خلکو د ساتنی او هوساینی دندی تر سره کوی او ملت هم ورسره په دغه دندو کی مرسته کوی . مګر د اشغالګرو غلامه اداره د اشغالګرو له خوا د هغه هیواد د مظلوم اولس وژنی د پاره جوړه شوی او په غریبو عسکرو د خپلواکی غوښتونکی وژنی ، کورونه یی ورانوی مال او حیا یی لوټ کوی ، په ځانګړی ډول د کابل غلامی ، ناوړه او فاسدی اداری ته هیڅ ډول حکومت نوم مه یادوی دا ستاسی د وجدان سره جفا او کبیره ګناه څه چه کفر دی .اشغالګرو مخکی له مخکی د ګوتو به شمار فاسد او ناوړه غلامان خره بیلونران کړی او نور ټول اکثریت اولس یی د فقر او سواد له کچی ښکته ساتلی نو خلک د غریبی او بی سوادۍ له امله په کمو معاشو عسکری ، پولیسی او داسی نورو دندو ته استخدامیږی ، به دی خاطر چه په دغه معاشو به خپلی کورنی او ځانونه ژوندی وساتی .
کله چه عسکری ته ننوځی هغه معاشونه چه ورسره ژمنه شوی هغه تری نور غلا کوی حتی مرمی چه دوی پری جنګ وکړی هغه امریکایی وسلی ورله په پاکستانی وسلو بدلوی چه د یو څو ډزو وروسته جم کیږی ، حتی خوراکی مواد او د جښلو اوبه ورته په مناسب وخت کی نه رسیږی ، د دی په ځای جه تسلیم شی ، عقل او سواد نه لری څه چه ورسره وی تر اخره جنګیږی او حتی د تسلیمی چل هم نه ورځی چه کومه سپین بیرغ پورته کړی نو طالبان به یی نه وژنی ، دغه د عسکرو د مرګ ژوبلی د زیاتوالی اصلی علت او د الله ج قهر پری د پاسه دی .
دا چه الله ج فرمایی چه زه یو کم شمیره او ناتوانه ګروپ ته چه زما په لیار کی جنګیږی په زیات شمیر او ډیر پیاوړو بریاوی ورکوم دخپلی خدایی عظمت انسانانو ته په ډاګه کوم کوندی دوی د شیطای وسوسو څخه الهی لار ښودنو ته رجوع وکړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close