نظــر

افغان جګړه ، د ناټو آینده ؟

بسم الله الرحمن الرحیم ـ افغان جنګ د امریکا او ناټو تر ټولو اوږد ، ګران او ستومانیزه جنګ ثابت سو .

ـ افغان جنګ د نړۍ لومړنی او یوازینی جنګ دی چی څه کم پنځوس هېوادونه پکښی جنګیږی .

ـ افغان جنګ د نړۍ یوازینی جنګ دی چی د دنیا قوي ترین اړخ ( امریکا ) او د دنیا ضعیف ترین اړخ ( افغانستان ) پکښی جنګیږی .

ـ دا په نړۍ کی یوازینی جنګ دی چی په درواغو سره پیل سوی او په درواغو سره مخته ځی .

ـ دا په نړۍ کی یوازینی جنګ دی چی « وسله » او « اراده » پکښی جنګیږی .

ـ دا په نړۍ کی یوازینی جنګ دی چی د افغانستان لپاره نه بلکی د بل ځای لپاره وینی پکښی توییږی ، یعنی افغانستان هدف نه بلکی د هدف ذریعه یا وسیله ده .

ـ دا لومړنی جنګ دی چی د امریکا تر ټولو اوږد اشغال یې رامنځته کړ .

ـ افغان جنګ د ناټو لومړنی مځکنی جنګ دی .

ـ افغان جنګ دومره د افغانستان لپاره نه دی څومره چی پخپله د ناټو د بقأ لپاره دی .

ـ افغان جګړه امریکا چلوی خو ناټو یې تر شا کنجوغه ده .

ـ افغان جګړه د نړۍ هغه یوازینۍ جګړه ده چی امریکا د ناټو سره واده پکښی وکړ….

 

ناټو چی د کوم هدف لپاره جوړه سوې وه ، هغه یې په خپله توره تر سره نکړ . یعنی د شوروی اتحاد په مړینه او د وارسا تړون په نړیدنه کی ناټو حتی یوه سلنه رول هم ادا نکړ بلکی هغوی پخپله له دننه وشوړیدل . وګورﺉ ، ناټو د « سړې جګړې » په ټوله ۴۵ کلنه موده کی آن یو فیر هم نه دی کړی ، خو بیا هم خپل هدف ته وړیا او پر تیاره ورسېده . یعنی امریکایان یې داخل او روسان یې خارج کړل ، شرقیان یې مغلوب او غربیان یې غالب کړل…

کله چی شوروی ونړید او وارسا وشوړید نو ناټو هم ورسره بې هدفه ، بې مأموریته او بې جهته سوه . په بل عبارت ، دغه جابر پوځی جوړښتون په یوویشتمه پیړۍ کی د شلمی پیړۍ سرطاني مرغړی دی چی نړۍ خوری .

وګورﺉ ، ناټو د خپل موجودیت لومړنی جنګ څوارلس کاله مخکی یعنی په ۱۹۹۹ کی وکړ ، هغه هم په کوسوو کی د سربیانو پر ضد چی ۷۷ ورځی یې پایښت وکړ . هغوی په دغه جنګ کی اته دیرش زره ( ۳۸۰۰۰ ) پروازونه وکړل چی په زرګونو پوځی او ملکی انسانان یې ووژل خو د ناټو حتی یو عسکر لا هم نه دی وژل سوی .

پر افغانستان د امریکا تر پوځي یرغل وروسته ناټو په ځان عطر ووهل ، امریکا پر اوږه او ملا لاس ورکښېښود ، په غیږ کی یې واخیسته او په افغانستان کی یې واده ورسره وکړ . خو افغانستان دا « نیکمرغه » واده « بد مرغه » کړ ، یعنی دواړه سوکه سوکه د تلفاتو په غیږ ورغلل څو چی آرام یې ناآرام سو او فریادونه یې آسمان ته ورسېدل . د بیلګی په توګه همدا نن دلته د هغوی ۳۴۲۰ پوځیان وژل سوي دي چی ۲۳۱۰ یې امریکایان دي . همدا علت دی چی د « افپاک » طراح ( ریچرډ هولبروک ) په ۲۰۰۷ کی په سرځوړۍ سره اعلان وکړ چی : « افغانستان د ناټو آخري امتحان دی . »

بلخوا ، په افغانستان کی مخکني امریکایی سفیر جنرال آیکن بري په ۲۰۰۷ کی کانګریس ته داسی وویل : « ناټو ته د افغانستان د سپارلو پالیسی د افغانستان پر ځای پخپله د ناټو د آینده په خاطر ده… یعنی هغه څه چی دا اتحاد ساتلی سی . »

هو ، ناټو دلته د ستر مصیبت او فلاکت په غیږ ورغله او د امریکا سره د خپل واده څخه بیزاره سوه . ناټو چی د لومړۍ ورځی څخه د جنګ لپاره تأسیس او رامنځته سوې ، د تیرو شلو کالو راهیسی یې دښمن مړ سوی دی . ناټو به څنګه نوري نړۍ ته ورمخته سی حال دا چی په خپل دغه « لومړني امتحان » کی نسي کامیابېدای ؟ موږ عملأ ګورو چی ناټو نور یو « ناخوښه او ځان کښونکی » اییتلاف دی او هر غړی یې نارې وهی چی نور پوځونه نسو درکولای ، خپل پوځیان تر دغه یا هغه نیټې وروسته راباسو ، شمال ته یې درکوو خو د جنوب لپاره یې نه درکوو ، د روزنیزو چارو لپاره یې درکوو خو د جنګی عملیاتو لپاره یې نسو درکولای….

نو پوښتنه دا ده چی د ناټو غړي ولی پلمې کوی او ځانونه سپموی ؟ دا ځکه چی :

۱ ـ د خپلو مخالفینو او پارلمانونو تر فشار لاندی دي ؛
۲ ـ په دې جنګ کی خپله سیاسی ګټه نلری ؛
۳ ـ په دغه لیری او ګوښه سیمه کی جنګېدل نه خوښوی ؛
۴ ـ د تلفاتو څخه بیریږی ؛
۵ ـ هغوی دا جنګ د ځانونو نه ، بلکی د امریکا جنګ یې بولی ؛
۶ ـ د نوو چریکی جنګونو سره تجربه نلری بلکی هغوی د وارسا تړون په وړاندی روزل سوي وو ؛
۷ ـ هغوی د ساړه جنګ تر ختمېدو وروسته خپلی پوځی بودجې نه دي زیاتی کړي ( نو ځکه زیات پوځیان ، کافی تجهیزات او عصری وسلې نلری ) ؛
۸ ـ هر غړی هیواد خپل خپل منافع او هدفونه لری ؛

 ځکه نو د ناټو کړنو وښودله چی هغوی د افغان ولس په غم کی نه بلکی د امریکا د خدمت لپاره دي . دوی دلته په مسلسلو پوځی عملیاتو کی ستړي هلاک سول . نه یې د افغانانو زړونه وګټل ، نه یې د طالبانو بریدونه وځپل او نه یې هم د جنګ حقیقتونه ومنل .

هو ، امریکا خو لګیا ده ناټو استعمالوی ، جنګوی ، تجریدوی ،او بدناموی یې…. وګورﺉ امریکا په بالکان کی د بم وریو د مأموریت څخه نیولې په افغانستان کی تر بشپړ عملیاتو پوری ناټو د خپلو جیوپولیټیکی اهدافو د تأمین لپاره یو نړیوال شکل ته واړوله او د خپلو ګټو لپاره یې جنګوی . نو ځکه ویلای سو چی امریکا د ناټو سره د یوګوسلاویا په جګړه کی کوزده وکړه ، او د افغانستان په جګړه کی یې واده ورسره وکړ ، خو پیښی او پرمختیاوی ښیی چی ممکن همدا جګړه خبره د هغوی طلاق ته ورسوی !

زبیر احمدی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x