نړۍ

د ټرمپ مخته د ملک سلمان وینا: ایران د «نړیوال تروریزم» سر ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ غویی، ۱۳۹۶): د سعودي په پلازمینه کې د امریکا او اسلامي نړۍ د ولسمشرانو او استازو تر منځ سرمشریزه غونډه روانه ده، چې په هغه کې تر اوسه د سعودي باچا او امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویناوي کړې او د نورو ولسمشرانو ویناوې روانې دي.

د سعودي باچا ملک سلمان په خپل وینا کې ایران د «نړیوال تروریزم» مور وبلله، او زیاته یې کړه چې په ایران کې د خمیني د انقلاب وروسته دغه هیواد د حزب الله، حوثیانو، اسلامي دولت ډلې او القاعدې ډلې په شمول د «تروریزم» دوه مخه دي.

نوموړي هغه هیوادونه چې په دغه غونډه کې ګډون کړی، د تروریزم پر ضد جګړه کې شریک وبلله، او زیاته یې کړه چې په داسي یوه غونډه کې د ټرمپ ګډون پر دې دلالت کوي چې امریکا هم په سیمه کې د تروریزم پر ضد جګړه مهمه بولي.

ملک سلمان د امریکا په شمول د ټولو ګډونوالو څخه د تروریزم پر ضد جګړه کې د فعاله ګډون غوښتنه هم وکړه.

نوموړي وویل: «مونږ د تروریزم سره د جګړې په ترڅ کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد جګړه باندي ټینګار کوو، مونږ به یو نړیوال مرکز را منځته کړو چې د سخت دریځۍ پر ضد مبارزه کوي».

نوموړي وویل چې اسلام ته ځیني منسوبین دغه دین بدناموي، ځکه چې اسلام د سولې، بخښني او ژوند دین دی».

بلخوا د امریکا ولسمشر هم په خپل وینا کې ایران د تروریزم ځاله وباله او په سوریه کې د ایران ښکېلتیا ته په اشاره وویل چې د ایران پر غلطو ارادو دلالت کوي چې په سیمه کې تروریزم خپرول غواړي.

نوموړي د ایران له ملاتړ څخه برخمني ډلې حزب الله او حوثیان هم تروریستي ډلې وبللې او په فلسطین کې د اسرائیل پر ضد مقاومت کوونکې سني ډله «حماس» هم تروریستي ډله وبلله.

ټرمپ د اسلامي نړۍ د ولسمشرانو څخه وغوښتل چې د تروریزم پر ضد جګړې ته په خپله را ودانګي او د امریکا څخه تمه ونه لري.

په خپل لومړني غبرګون کې د حماس ډلې په ډېر ټینګار سره د ټرمپ وینا رد کړې او ویلي چې د نوموړي وینا پر دې دلالت کوي چې نوموړی د اسرائیل په حق کې څومره یو طرفه قضاوت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

هر څه او هر څوک د ژوند یوه ځانګړی عمر لری، یعنی دغه هر څه چه مونږ ګورو فنا لری، یواځی هغه څوک چه فنا نه بلکه دایمی بقا لری هغه ددغه ټولو مخلوقاتو خالق دی. الله ج د ژوندو دغه ستوری ته [ د ټولو ژوندو شیانو د ارام ژوند تیرولو د پاره ] تر اخری کچی ځانګړتیاوی ورکړی او د دغه ځانګړتیاوو د څرګندولو ، برابرولو او اسانولو د پاره یی بنی ادم ( انسان ) خلیفه یعنی خداګونه مدیر وټاکلو ، هغه مدیر د الله ج په دغه لویه کارخانه کی د الله ج د اصولو او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x