ټرمپ: د «تروریزم» سره جګړه د خیر او شر تر منځ جګړه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱ غویی، ۱۳۹۶): د سعودي په پلازمینه ریاض کې د اسلامي نړۍ د ۵۵ هیوادونو د ولسمشرانو او استازو سره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ غونډه کې د ملک سلمان په ګډون ټرمپ ګډونوالو ته وینا وکړه.

ټرمپ په اسلامي نړۍ کې د تروریزم پر ضد جګړه د خیر او شر تر منځ جګړه وبلله او خپل هیواد امریکا یې د خیر تر څنګ وبلله.

نوموړي د اسلامي نړۍ د ولسمشرانو څخه وغوښتل چې د تروریزم پر ضد په جګړه کې یوه خوله واوسي.

نوموړي وویل چې امریکا به د اسلامي نړۍ په نیابت د تروریزم پر ضد جګړه ونه کړي، بلکې دغه هیوادونه باید خپله د جګړې برخوال واوسي.

نوموړي د سعودي ستاینه وکړه ځکه چې د حزب الله شیعه ډله یې تروریستي ډله بللې او پر ایران یې سختي نیوکې وکړې.

ټرمپ وویل: « ایران په سیمه کې تروریستانو او تروریستي ډلو ته وسله او روزنه ورکوي، هغه ملېشي روزي چې په سیمه کې تخریب یی هدف دی». او زیاته یې کړه: «باید ټول هیوادونه ایران منزوي کړي».

نوموړي دسوریې په اړه وویل چې د سیمي هیوادونه باید د دغه هیواد د کړکیچ په پای ته رسولو کې یو له بل سره تعاون وکړي، او د سوریې ولسمشر یې د ایران په ملاتړ په جنګي جرمونو تورن کړ.

نوموړي وویل چې د سعودي څخه مننه کوي چې په درنه توګه یې ورته هرکلی ووایه او زیاته یې کړه چې د سعودي چارواکو سره یې په لیدنو کې د ۴۰۰ ملیارده ډالرو تړونونه لاسلیک کړه.

نوموړي همداراز په افغانستان کې د دولتي ځواکونو قرباني وستایله چې د طالبانو په وړاندي په جګړه کې هره ورځ وژل کیږي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

ټرمپ دا خبره چه دا دجالی جګړه د خیر او شر یا د حق او باطل جګړه ده ، سمه کړی ، مګر دا یی نه ده ویلی چه حق په کوم او باطل کوم اړخ کی دی. د سعودی په ګډون چه د اسلامی نړی تش په نامه کوم غلامان د لوی دجال استقبال او قوماندو ته راټول شوی وو او د لوی دجال هری قوماندی ته سر په سجده پراته وو ، هغوی د اسلامی نړی استاذی نه بلکه د دجال له خوا په اسلامی نړی یا اسلامی هیوادو کی لاسپوڅی وو ، مخکی له مخکی د یهودانو… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

دادخیرطرفداره په افغانستان کی دهغوجنایت کارانوحامی دۍ چه تنهاددوی دفحشاووحمایت ګراودملت دښمن دۍ دوی په مصرکی کامیاب حکومت داسلامی قوانینودعملی کولوپه سبب په کمونسټی ملحدینو چپه کی اومسلمانان یی داسی بیرحمانه ترتیغ تیرکړل چه حیوانان هم داسی ظلم نه کوی،اوس دادالله څخه نه بیریږی دټرمپ اوایرانه بیریدونک مسلمانان(ملحدین )پرراټول دی ،الله په قرآن کی فرمایی مه بیریږۍ دخلکووبیریږۍ له ماڅخه آیادا–۵۵پرراټولو ملکونونماینده ګان دالله څخه بیریږی اوکه دټرمپ څخه آیا په دا ۵۵ مملکتو کی دشمالی کوریا همت سته ،موږدی الله له داسی ګمراهۍ وژغوری.فَکَيْفَ إِذا جَمَعْناهُمْ لِيَوْمٍ لا رَيْبَ فيهِ وَ وُفِّيَتْ کُلُّ نَفْسٍ ما کَسَبَتْ وَ هُمْ لا… نور لوستل »

محمد حذيفه
میلمه
محمد حذيفه

د ټرومپټ د وینا په اړه د آزادی راډیو ښکاره تلبیس او د ژورنالیستی اصولو خلاف کار لکه څنګه چی تاسو په خپل خبر کښی یادونه کړی ده چی نوموړی په افغانستان کې د دولتي ځواکونو قرباني وستایله چې د طالبانو په وړاندي په جګړه کې هره ورځ وژل کیږي اما آزادی راډیو ددی برخلاف وایی چی نوموړی په افغانستان کې د دولتي ځواکونو قربانی دداعش په وړاندی وستایله دا پداسی حال کښی چی نوموړی دداعش نوم هم په خپله خبره کښی په خوله وانخسیتی نو اوس تاسی فیصله وکړی چی دا آزادی راډیو پدی ارزی چی سړی آزادی راډیو… نور لوستل »

عزيزالله عاجز
میلمه
عزيزالله عاجز

کم حق چى خداى ج مونږ ته راکړى دى چى هغه شريعت او اسلامى نظام دى او دمسلمانانو ترمنځه اتحاد دى تاسى غربيانو مونږ مسلمانان له دغه خداي ج يي حق څخه محروم کړې يو نوخود دخيراوشرترمنځ جګړه شول په دى کى خوشک نسته چى الحمدالله مونږ مسلمانان حق اوتاسى باطل ياست دومه خبره داده چى سعودي وايي غربيان داسلام سره دوښمنى نه لرى زه سعودي ته دا وايم چى تاسى خپل قدرت ړاڼده کړى ياست ازهان موغلامان شوى دى نوتاسى ته چيرى دغربيانوله خوا داسلام سره دوښمنى معلوميږي ځکه ستاسي قدرت يي دربچاوکړى دى دغربيانو دوښمنى له اسلام سره… نور لوستل »