نظــر

د کفري نړۍ وحشت؛ د مسلمانو واکمنو د ویاړ مډالونه!

ژباړه او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند)
سرچینه: جي بي سي نیوز
د عراق په بدنام او وحشي زندان کې د مسلمانو پتمنو د تېري او وحشت له لیکلو قلم شرمېږي. هغوی د غربي نیواکګرو په لاس دومره کړېدلې، ځورېدلې او دردېدلې، چې ژبه یې له بیان نه بې وسه، او فکري قوه یې له درکه عاجزه ده. ښایي ډېری وحشتونه او ظلمونه ډاګیز شوي نه وي؛ بلکې د شرم، حیا او نورو لاملونوله کبله د یاد زندان په چاپیریال کې خوندي پاتې وي. د یاد زندان هر دېوال او هره پنجره یوه دردناکه کیسه له ځان سره ساتلې، چې په اورېدو یې د ضمیر او احساس څښتن خپل واک له لاسه ورکوي.

زه د هغوی له کتاره د یوې پتمنې د زړه خواله در سره شریکوم، د پریکړې واک تاسو پرېږدم. یاده د پت څښتنه “نادیة” نومېږې، چې د عراق له هیواد سره تړاو لري. د هغې دردونکې کیسه په ټولنیزو شبکو کې په عربي ژبه نشر شوه. که څه هم کیسه د تاریخ له نظره زړه ده؛ خو درد یې نوی دی.

نادیه. وایي: «د ځینو خپلوانو کره د هغوی دزیارت له پاره تللې وم. ناڅاپه امریکایي یرغلګر کور ته را ننوتل، د وسلې د موندلو په موخه یې پلټنې پیل کړې، د کور د واړه هستوګنو لاسونه یې وتړل، په کومو کې چې ما هم شتون لاره. هڅه مې وکړه، چې له امریکایي ګزمې سره مل ژباړن پوی کړم، چې زه میلمنه یم، د دې کورنۍ غړې نه یم؛ خو زما هڅه ناکامه او شنډه شوه. د وحشي زندان (ابو غریب) په لور یې یووړم په داسې حال کې، چې د ډېرې ژړا او وېرې له کبله د لارې په اوږدو کې بې هوښه شوم.»

نادیه وایې: « د وحشت زندان ته یې یووړم؛ په یوه تیاره، بویناکه او وړه کوټه کې یې یواځې واچولم؛ امید مې لاره، چې بند به مې لنډ مهالی وي؛ ځکه څېړنو ښوده، چې کوم جرم او جنایت مې نه ده ترسره کړی.»

هغې زیاته کړه – په داسې حال کې، چې پر مخ یې د رڼو اوښکو سیلاب، د هغې په رښتیني کړاو شاهدي ویله – : لومړۍ ورځ ډېره درنه او هولناکه وه، زه د وړې، بد بویه، لمدې او تیاره کوټې له محنت او تکلیف سره اشنا نه وم. وار په وار مې وېره زیاتېده. بهر د یرغلګرو له وحشت نه ډکو خنداګانو مې وېره نوره هم زیاته کړه. له هغه څيز نه زښته په وېره کې یم، کوم چې زما د انتظار شېبې شماري. دا لومړی ځل دی، چې د ژوند په اږدو کې له دومره ستر وحشت او ځورونې سره مخ کېږم، داسې انګېرم، چې یوې بلې نا اشنا نړۍ ته تللې یم؛ خو شونې نه ده، چې په کومه بڼه راغلې یم، همداسې ولاړه شم! په دې منځ کې مې د عربې ژبه ویونکو ښځو غږ واورېد، چې د امریکایي اشغالګروله یوې سرتېرې سره په وینا بوختې دي، د هغوی شتون اړه کړم، چې پوښتنه وکړم: «فکر مې نه کاوو، چې په عراق کې د وسلو پلورونکې ښځې دي.» کله مې چې د هغې په وړاندې د خپل حال په ویلو پیل وکړ؛ هغې پر مخ بې زړسویه کاري څپیړه راکړه؛ په ژړا سر شوم، ورته مې کړه:

“والله مظلومة.. والله مظلومة”.

په الله پاک قسم مظلومه یم! په الله پاک قسم مظلومه یم!

یادې وحشۍ سرتېرې را باندې داسې د سپکو سپورو باران پیل کړ، چې هیڅکله مې تمه نه درلوده. وروسته یې را باندې د مسخرو دروازه پرانیسته، راته یې کړه: زه دي تل د مصنوعي سپوږمکۍ له لارې څارم. د امریکا پر مختللې ټکنالوجۍ د هغوی د ګټو دښمنان هر وخت او هر ځای آن د خوب پر مهال هم په خپلو کوټو کې څارلی شي. کله مې چې د هغې په یاده وینا وخندل، راته یې کړه: «زه دې داسې مهال هم څارم، چې ته له خپل مېړه سره په جنسي اړیکو بوخته یې!»

په لړزانده ژبه مې ورته کړه: زه مېړه نه لرم! یوه کهنټه یې په وهلو را باندې ځان ستړی کړ؛ وروسته یې د یوه ګیلاس اوبو په څښلو اړه کړم؛ زه پوهېدم، چې په کې نشيي توکې ګډ شوي دي..

دوه ورځې پس په هوښ راغلم؛ په داسې حال کې چې جامې مې هيڅ په تن نشته؛ پوی شوم، چې داسې څه دي لوټل شوې، چې روغه نړۍ یې په بیرته را ګرځېدو توان نه لري؛ عفت مې مات شوی؛ نوبت په نوبت مې نفسي او روحي بیمارۍ کړوي. یو ځل مې خپل سر له دېوال سره جنګاوه؛ ۵ وحشي یرغلګر د یوې ښځينه سرتېرې په ګډون په ځغاسته زما کوټې ته را د ننه شول؛ بې له دې، چې و مې پوښتي، را باندې یې د سوکانو ګزارونه پیل کړل؛ وروسته یې په نیابتي توګه را باندې جنسي تېری وکړ؛ یو له بل سره خاندي، په لوړ غږ یې موسیقۍ چالانه کړې ده. په یاده توګه یې هره ورځ ځورولم؛ هره ورځ مې معصوم عفت په وحشي او بېله بېله توګه لوټل کېده!

نادیه زیاتوې: «یوه میاشت وروسته یو تور پوستی پوځي له دوه ټوټو پوځي جامو سره را د ننه شو، په ګډه وډه عربي یې راته کړه: دا جامې په تن کړه. ځانګړې کڅوړه یې را پر سر کړه، د توقیف خانو په څنګ کې حمامونو ته یې را ویستم، هلته د ګرمو او سړو اوبو پیپونه شته. را ته یې ویل: حمام وکړه، دروازه یې وربنده کړه، ولاړی. ځان مې ټول ستړی ستړی، پرهر پرهر دی؛ د بدن پر هره برخه مې د وحشي ځناورو له لاسه داغونه او تغمې شتون لري. یواځې هغه ځایونه وینځم، کوم چې روغ دي. لا مې حمام نه دی فارغ کړی؛ یاد وحشي بیرته راغلی، د وېرې له کبله مې پرې د لوښي ګزار وکړل. هغه وحشي د یوه ځناور په څېر را باندې حمله وکړه زما د پت او عفت خزانه یې لوټ کړه، د نورو ځناورو په مرسته یې بیرته خپلې کوټې ته بوتلم. د تل له پاره یې په جنسي ازار ځورولم؛ آن په ورځ کې را باندې لس ځله هم جنسي تېری شوی!»

پتمنه نادیه زیاتوې: له ۴ میاشتو پس هغه ښځينه پوځۍ راغله، چې له نورو سره د وینا پر مهال یې ځان “ماري” نوماوه، را ته یې کړه: اوس در ته طلايي فرصت (موکه) په لاس در رغلی، هغه دا چې نن لوړ پوړي افسران تحقیقاتو او څېړنې ته راځي، که له هغوی سره د هغوی په غوښتنه چلند وکړې، شونې ده چې نوره له بند نه خوشي شې، په تېره بیا موږ خو دي هرو مرو د برائت په لاره چاره کې مرسته کوو.»

ورته مې کړه: «چې له جنایت نه بري (پاکه) یم؛ نو ولي مو نه خوشي کوئ؟!»

په غوسه سره یې وویل: «د خلاصون او نجات یواځنۍ لاره دي همداده، چې له هغوی سره له سر غړونې لاس په سر شې.»
نادیه زیاتوې: «ویې نیولم، د حمام پر لور یې وڅکولم؛ په لاس کې یې یوه سخته لکړه وه، د سر غړونې پر مهال به یې پرې ګزار را کاوه، د سینګار یوه وړه صندوقچه یې راکړه، راته یې کړه: پام چې له سینګاره پس و نه ژاړې تر څو سینګار دي خراب نشي. یوې وړې خوني ته یې وڅکولم، هغلته یواځې یوه توشکه خپره وه، څه مهال پس هغه له ۴ امریکایي اشغالګرو سره را ننوته، سترې کامرې ور سره دي. یادې پوځۍ (ماري) خپلې جامې و ویستې؛ د سړي په څېر یې را باندې تېری پیل کړ؛ ملګرو یې په لوړ غږ موسیقي چالانه کړې، په کړس کړس خاندي. کامرې یې زما په خوا عیاري کړې، هر راز انځورونه را نه اخلي، راته کړي: موسکۍ شه، ګنې وژنم دي. هغې وحشۍ له ملګرو طمانچه واخسیته؛ زما په سر یې را ونیوله؛ ۴ ډزه یې زما له سر سره وکړل؛ راته یې کړه: د سر غړونې په صورت کې به ۵م ډز ستا پر سر کړم. له دې وروسته هغوی په ډلییزه توګه زما پر عزت تېری وکړ؛ نوره په ځان نه یم پوی شوې. یو وخت چې په هوښ راغلم؛ په خپل توقیف ځای کې پروته یم؛ پر ټوله تنه مې د وحشي ځناورو نوکارې، داړي او داغونه له ورایه څرګند دي..!»

نادیې به د وینا پر مهال خبر پرېښوده؛ د ټکري په پیڅکه به یې اوښلنې سترګې وچې کړې. هغه زیاته وې: « یوه ورځ وروسته یاده وحشیه (ماري) راغله، چې ما پوی کړي، ګواکې زه مرستندویه وم، که یاد انځور شوی او تیارشوی فیلم وګورې؛ نو ژر به له زندان نه خوشې شې!»

نادیه زیاتوې: فیلم مې د ډېر درد په ګاللو سره ولید. هغې دا خبر بار بار وایه:

(لقد خلقتم كي نتمتع بكم)
ژباړه: تاسو د دې له پاره پنځول شوي یاست، چې موږ ګټه در نه واخلو!

دا مهال مې غیرت را وپارېد؛ حمله مې پرې وکړه، پوهېدم، چې پایلې به یې ښې نه وي؛ خو تحمل او برداشت مې نه لاره. که نور یرغلګرو یې مرسته نه وای کړې؛ هغلته مې وژله. هغوی را باندې بیا د وهلو او ټکولو وس تمام کړ، ټول بیرته وواته. بیا د پوره میاشتي په تېرېدو نه دي را څرګند شوي. ستر څښتن (جل جلاله) ته به مې په لمانځه او دعا کې ژړل: اې د کائناتو خالقه! نور مې له دې کړاونو او وحشي زندان نه وباسه. له څه ځنډ نه وروسته یاده “ماري” د نورو پوځیانو په ملتیا راغله؛ جامې یې راته راکړې، کومې چې مې زندان ته د راتلو پر مهال اغوستې وې؛ په یوه امریکایي موټر کې يې کېنولم؛ ابوغریب وحشي زندان ته پر راغلي سړک یې پرېښودم. لس زره عراقۍ روپۍ را سره دي. زما د کښته کېدو سیمې ته څېرمه، زموږ د خپلوانو کور و؛ هغلته ورغلم ترڅو د خپلې کورنۍ په اړه ترې معلومات لاس ته راوړم؛ ځکه ډېر وخت یې له سترګو پناه وم. هغوی راته کړه: ستا ورور ۴ میاشتې وړاندې ستا فاتحه واخیستله. کورنۍ زه مړه ګڼلې وم؛ پوهېدم چې د پېغور پېټی دي نور له اوږو، نه لوېږي. د بغداد پر لور مې موخه کړه؛ د کورنۍ غړي مو ښه راغلاست ته را وتي وو؛ هغوی زما په راتلو زښت خوشاله شول..؛ دهغوی د ماشومانو په تربیه او پلنه مې بیا د یوې خدمتګارې په څېر پیل وکړ..!»

هغې به د درد، افسوس او ژړا په بدرګه پوښتنه کوله: «زما د زړه درد به څوک را ورغوي؟! زما ځواني، پت او عفت به څوک بیرته را وګرځوي؟!په تېر حالت کې زما او زما د کورنۍ ګناه څه وه؟ نه یم خبره، چې زما په نس کې ماشوم د چا زوی دی؟!!»
ـــــــــــــــــــــــــــ
د اسلامي نړۍ واکمنانو! د یادې پتمنې تېره کیسه د وحشي اشغالګرو د ظلم، تېري او وحشت یوه وړه بېلګه ده، په سلهاوو، بلکې په زرهاوو مظلومې څېرې مو له ورته ځورونو، جنسي اذیت، روحي او فکري کړاونو سره لاس او ګرېوان دي. په زرهاوو دیني نوامیس او معنوي ارزښتونه مو د همدې خونخوارانو له امله د بارودو په اورو کې لولپه شول.

واکمنانو تاسو هم کله د تېرو اتلانو تاریخ لوستی دی؟ هغوی هم، هم ستاسو په څېر د رعیت غمخواران و؟ په اسلامي ټولنه کې یو اتل په ګوته کولی شئ، چې د مسلمه امت د وینو زبېښونکي، د مسلمان ولس د دیني نوامیسو ورانونکي، د مسلمانو پرګنو د هیلو، کلتور او عنعناتو وژونکي، د اسلام د سپېڅلي دین بد ګڼونکي او… ته یې د خپل هیواد د اتلانو ویاړمن مډالونه ور په غاړه او په کږه غاړه یې د “شه راغلاست” په ویلو بدرګه کړي وي؟!

د قیامت په هیبتي ورځ به مالک الملوک الله (جل جلاله) در نه د هر مظلوم مسلمان، هرې مظلومې مسلمانې، کوم چې د کفارو له لوري ځورول شوې وي، پوښتنې وکړي.

په پوره باور سره ویلی شم، چې بنده ته سر ټیټي او په هغه اتّکاء، اعتماد او باور د “ذو الجلال” الله (جل جلاله) له برحقي بندګۍ سره ستره جفا او لویه تېروتنه ده.

د اسلامي ټولني د یو غړي په توګه در نه غواړم، چې نور د مادي او فاني شتمنۍ د موندنې په پار، معنوي، دیني او تلپاتي ارزښتونه د خواهشاتو، لذاتو او هوسیاتو په دریاب لاهو نه کړئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

حمداللہ صاحب ;اللہ جل وعلا د درتہ ددی نصیحت اجر درکی ,خو دانصیحت ھغہ چاتہ دے چہ نن ھغی ضمیرونہ فروخت کری دی پہ اسلامی ممالکو بہ درتہ نن یو تن داسلام پہ منشاء برابر خکارہ نہ شی,نن کہ دحرمینو امامان ھم داسی وعظ اوکی پہ جیل بہ دننہ وی .فالی اللہ المشتکی

الحاج استاذ بیانزی

د معنویاتو غلامی د مادیاتو تر غلامی ډیره شرم اوره او زوراوره وی، د مادیاتو غلامی د هغه شخص ، کورنۍ ، قوم یا هیواد غلامول دی یعنی هغوی په خپل مال کی بی واکه کول او هغوی د خپلو کارو او دندو د پاره کارولو ته د هغوی مادی غلامی وایی . پوهیږی چه دوی غلامان دی مګر د زور یا همت نه لرلو له امله څه نه شی کولی او یا زاړه ، واړه او ناروغان دی . د معنویاتو غلامی ، د غلامانو غلامۍ ته ویلی شی ، استعمار کله هم په کوم هیواد تیری نه شی… نور لوستل »

عزيزالله عاجز

حمدالله صاحب خداي ج دى ددى ليکنى دهر هرف په يوز کى غوره بدله درکړى
حقيقت نن عصرکى دغربيانو له خوامسلمانان په داسى ظلمونو کى قرارله لرى
خو افسوس داسلامى نړى پرواکدارانو چى دداسى ظلمونو پښتنه نه کوى له غربيانو
رب العالمين دى ددى ظلمو پښتنه دسلامى نړى له واکدارانو څخه وکى
ياالله ج ته قادردحق دلارى لښکر کاميابه کړى امين
الحمدالله ثم الحمدالله خدايه چى اسلامى امارت دى راکړى دى ستاپه نصرت خوبه خدايه مسلمانه نړى ددى خون خوارو له ظلم څخه خلاصه کړى

صائم

گرانه حمدالله وروره په ذل جلال می قسم چی زه دی لیونی کړم دغه وحشت انسان ته د زغم وړ نه دی بس همدومره وایم ای لویه ربه د قیامت په ورځ زمونږ دغه لویه ګناه راوبخی چې زمونږ د مسلمانې خویندې عزت لوټیګی او مونړ هیڅ هم نشوکولای

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x