د نن سرلیکنه

د پاکستاني طالبانو اوحکومت مذاکرات څومره د بریالیتوب چانس لري؟ -سرمقاله

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو په اساس پاکستاني طالبانو او د دې هیواد حکومتي پلاوی دسوله ییزو مذاکراتو لپاره یوله بل سره مخامخ خبروته چمتو الی ښودلی او تیره ورځ د طالبانو لخوا د مذاکراتو لپاره تعین شوي پلاوي دوه تنه غړي شمالي وزیرستان ته ورغلي دي . دغه دوه تنه به د پاکستاني طالبانو له چارواکو سره له نیږدي ګوري او د جانبینو تر منځ د مخامخ خبرو د بعدي مراحلو لپاره به زمینه سازي کوي .

د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ دخبرو دغه لړئ د دغه هیواد دلومړي وزیر نوازشریف په وړاندیز د جنوري د میاشتې په ۲۹ نیټه پیل شوه چې هغوئ له خپل لوري څلور رکني پلاوی هم ورته وټاکه ، طالبانو د حکومت دغه وړاندیز ته په تیاري ښودلو سره له خپل جانبه د مولانا سمیع الحق په مشرۍ د علماوو څلور کسیز هیأت تعین کړ.

که څه هم چې تر اوسه پوري د جانبینو ترمنځ د پیل شویوغیر مستقیمو مذاکراتو پایلې نه دې معلومې خو د پاکستاني شنونکو په وینا د دغسي سوله ییزوخبرو لپاره دجانبینو چمتو والی په خپله یو لوی پرمختګ بلل کیږي.

ځکه تراوسه پوري د دواړو لوریو ترمنځ د هیواد په قبائلي او د پاکستان په نورو سیموکې عملا یو جګړه ییز حالت نافذ دی چې یواځې څو ورځې مخکې د خونړیو نښتو له کبله له دواړو لوریوڅخه په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول .

په افغانستان باندې د امریکایانو د یرغل له کبله د پاکستان سرحدي سیمې هم نا أمنه او په دغو سیمو باندې د امریکایانو د بي پلوټه الوتکو دبمباري له امله تراوسه پوري په زرګونه ولسي کسان وژل شوي اوژوبل شوي دي.

په سرحدي سیمو باندې د امریکایانو بمباري او هلته ورکې د ولسي خلګو وژل کیدل په دغو سیموکې د پاکستاني حکومت پر خلاف د سیمه ییز مخالفت روحیه قوي کړه چې بالآخره دغه مخالفت دیوه پوځي تحریک بڼه خپله او د پاکستان په مختلفو سیموکې یې د حکومت پرخلاف پوځي اقدامات وکړل.

که څه هم چې یوځلې ترمخه په کال ۲۰۰۷ کې د پاکستاني طالبانو اوحکومت ترمنځ په شمالي وزیرستان کې د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند تړون لاسلیک شو، خو وروسته دغه اوربند په سیمه کې د امریکايي ډرون حملو د زیاتیدو له وجې له ناکامي سره مخ او له امله یې د نا آمنۍ لمنه د ټول خیبر پښتونخوا په شمول د پاکستان تر مرکز اسلام اباد او نوروسیمو پوري ورسیده . اوس چې بیا دواړه لوري مذاکراتو ته چمتو شوي دا په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره یو مهم ګام دی چې اخیستل کیږي اوکه جانبین په دغو مذاکراتو کې په جدیت او اخلاص سره ګډون وکړي د ښومثبتو پایلو توقع تري کیدلای شي.

داچې د پاکستاني طالبانو او حکومت تر منځ د مخالفت اصلي لامل په سیمه کې امریکايي پوځي نفوذ او په قبائلي سیمو باندې د بي پلوټه الوتکو بمباري کول دي ، نوکه پاکستاني چارواکي د خپلو خلګو له غوښتنو سره سم په سیمه کې دامریکايي نفوذ په مخنیوی اودهغوئ د بریدونو په بندولو کې اقدام وکړي بي له شکه چې دا به یې د پیل کړیو مذاکراتو د پرمختګ اوبریالیتوب په لاره کې اساسي رول ولري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x