
دا وار چې هوایې ډګر ته ورسیدم
انجينر نظر محمد مطمئن
دا وار چې هوایې ډګر ته ورسیدم
په مورنۍ ژبه یې را ږغ کړل؛ مطمئن صاحب! دلته راشه.
زه بلې غرفې ته ولاړم وم، خپل نوبت ته مې انتظار کاوو.
یو بل ځوان ورمخکې شو، ماته یې بیا هم وویل چې لږ انتظار وکړئ.
زه پوهیدم چې تر ما وړاندي ځوان کار یې هم ژر ورته خلاص کړ.
غرفي ته ودریدم، هوایې ډګر کې ځوان کارکونکی چې هیواد ته د ننوتلو مهر یې په پاسپورټونو لګاوو، ولاړ شو، د لاس روغبړ یې وکړ، او په احترام یې زما پاسپورټ واخیست، ډیر ژر یې هیواد ته د بیا ننوتلو مهر راته ولګاوی، د پاسپورټ بیرته راکولو پر مهال بیا هم راولاړ شو، احترام یې وکړ، او د لا زیات خدمت کولو خبره یې وکړه.
لږ وروسته چې بکسونه مو را واخیستل ،د هوایې ډګر محسن کارکوونکي د بکسونو رسیدونه چیک کول، هغه هم وطني روغبړ وکړ، اوخپله مینه او محبت یې ښکار کړ.
خوشاله شوم، موږ افغانان له یو بل سره مینه لرو، محبت لرو، او ځوانان مو د کار کولو وړتیا لري، ستونزه د بهرنیو هیوادونو مداخلو او زموږ په منځ کې قومي، ژبني، او سمئیز اختلافونو پيدا کړي ده.
هر ځل چې بیرته هیواد ته راورسیږم، خوش شم، د الله ج حمد او ثنا ووایم، شکر وباسم چې دغه ډول ښکلي هیواد لرو.
ډیر ځوریږم چې کله واورم چې په ترکیه، اروپا او یا کوم بل هیواد کې افغان ځوانان له ستونزو سره مخ شوې، او يا خو په نړیوالو اوبو کې د بحر په تل کې د ماهیانو خوراک کيږي.
ځوانانو! له هیواده په تېښته او وتلو سره ستونزه نه حل کیږي، له هیواد تېښه او پردیو هیوادونو ته د هوسا ژوند کولو په خاطر تګ لویه ماتې ده، هغه ماتې چې د ځان، اولاد او کورنۍ لپاره یې تاسي منئ.
موږ باید د ماتې پر ځای د کامیابې هڅې وکړو، او کامیابې هلته ده چې د خپل هیواد د پرمختګ او امنیت لپاره په ګډه مټې راونغاړو.
تر څو چې په هیوا کې مو پردي پوځیان او د پردیو واکمنۍ وي، نو بیا به زموږ ځوانان له همدا ډول ستونزو او ماتې سره مخ وي، راځې د بهرنیو پوځیانو شتون په ګډه سره نفي کړو، د هیواد ښیرازه خاوره او په هیواد کې د شتمنو معدنو په برخه کې فکر وکړو، د معادنو د مسلکي استخراج په اړه فکر وکړو، او د جګړې د دریدو لپاره یو بل ته لاسونه ورکړو.
په دي هېله چې داسي ورځې ولرو چې له هیواده په ډلو ډلو بهرنیو هیوادو ته تښتېدلي ځوانان مو په ډلو ډلو بیرته خپل هیواد ته د امن او سولې په فضاء کې را ستانه شي.
یادونه: ځکه مې دا ځل هم ولیکل ؛ پنځه اونۍ مخکې چې کله هوایې ډګر ته راغلم، یو ډول ناسم چلند د یوې کارکوونکي لخوا راسره وشو، او بې ځایه وځنډول شوم، هغه جریان مې هغه وخت لنډ ولیکی.
دا ځل چې د ځوان کار کوونکي لخوا راسره ښه چلند وشو، د هغه د میني او محبت څخه مننه کوم.
نظرمحمد مطمئن