سعودي ته د ډونالډ ټرمپ سفر او ګونګه اسلامي نړۍ

د مسلمانانو پر عقل او پوهه یو څیړنیز ویر

ترتیب نیازالله حنفي

ترکیې (عثماني خلافت) ته یې چې کله په اروپا کې “مریض بنیادم” وایه هغه مهال لا لومړۍ نړیواله جګړه نه وه نښتې او برطانیه د هغه وخت نړیوال قوت یا په اصطلاح سوپر پاور وو. برطانیې هغه مهال په مسلمانانو کې د کم شعور یا نه توجه له امله له دوی سره دری ډوله یا په دریو محاذونه کې لوبه وکړه، یوو لوري ته یې د سعودي حاکم الوقت په دې خبره تیر ویست چې ستاسو اداره یا کنترول ولې باید د عجمو “عثماني خلافت” په لاس کې وي، تاسې خو له هغوی نه ډیر غوره یاست، نو که چیرې تاسې د عثماني خلافت په وړاندې سرغړونې ته چمتو یی، نو موږ اماده یو څو د هغه وخت د حجاز مقدس او اوسنی سعودی عرب په حکومت جوړولو کې ستاسې هرراز مرسته وکړو، همدا وو چې د سعودي حاکم الوقت د برطانيې په لومه کې ښکیل شو. بل پلو د برطانیې او فرانسې ترمنځ دا معامله روانه وه چې کله عثماني خلافت له منځه ځي نو ویش به څنګه ترسره کیږي او دریم لوري ته په فلسطین کې د یهودو د ابادي او ځای پر ځای کولو پروګرام هم په لار اچول شوی وو چې د امریکا له پوره حمایت نه برخمن وو.

لومړۍ نړیواله جګړه!

عثماني خلافت له منځه ولاړ او مسلمانان په ډلو او ټپلو وویشل شول، ایران شیعه، عرب سني، هندوستان بریلوي، دیوبندي او په منځ کې قادیانيان شول، یو واحد مسلمان امت پاته نه شو، څوک سخت دریځه شول او څوک مغرب پلوه، عرب په ډلو وویشل شول او اتحاد یې له منځه ولاړ. کمال اتا ترک انتهايي مغرب پلوه شو بلخوا امام خمینی تر وروستۍ درجې شیعه پلوی شو، سعودي عرب د وهابیت په مرض اخته شو نو مسلمانان د څارویو په څیر بې ساربانه د غرب رحم او کرم ته پاته شول. په ایران کې رضا شاه پهلوي د غرب د ګټو ساتونکی، افغانستان د کمیونیزم په لومه کې ښکیل او پاکستان په سني، بریلوي، قادیاني، دیوبندي او اهل حدیث او ورته نورو ډلو وویشل شو، نو په دغه څیر بیا د ایران، عراق او سعودي په تیلو باندې غرب خپله خیټه واچوله.

ورسته ایران په ۱۹۸۹ کې له انقلاب نه پس ځان په یو ډول د غرب له منګولو ویست خو بیا یې له روسي کمیونیزم نه اثر او رسوخ واخیست، عرب هیوادونه په ټولیز ډول خو په ورو ورو د امرکا په کالونۍ بدله شوه، پاکستاني چارواکي هم که هغه ملکي وو که نظامي په خپل وار وار د نړیوال بانک، آی ايم ایف، غرب او امریکا په وړاندې سر په ځنګانه خم شول. د ساړه جنګ په دوران کې مسلمانان یو وار بیا څوک د روس او څوک د امریکا په خوا کې ودریدل نو په همدې ډول یې خپل اصلي هویت له لاسه ورکړ او د یو دویمې درجې ملت په څیر یې پنځوس کاله تیر کړل.

د ایران او عراق جګړه!

په دې کې هیڅ شک نشته چې کله ددې دواړو هیوادونو جنګ وو نو صدام ته د امریکا حکومت د تیلو په بدل کې سلاح او مهمات ورکول او بل پلو د امریکا استخباراتو (سي آی اې) په پټه د ایران مرسته کوله، یعنې دواړو هیوادنو خپله هغه خداداد هستي (تیل) چې الله په دې بهترین نعمت نازولي وو د یو بل د مرۍ پریکولو لپاره د اسلحې په بدل کې امریکا ته ورکول، دا چې جګړه ددوی خپله وه که د بل، دا شعور په دوی کې نه وو چې په دې اړه فکر او پریکړه وکړي.

په سوریه او یمن باندې د سعودي او ایران اختلاف!

سعودي او ایران یو وار بیا د سوریې د نیولو او لاندې کولو لپاره له امریکا نه په ببړه د اسلحې پلورلو ته مخه کړې چې دا اسلحه یواځې د مسلمان د بربادۍ لپاره کاریږي، د اسلامي امت د شعور دا حال دی چې هغه ایران چې تر پرونه د امریکا تر سختو نیوکو او بندیزونو لاندې وو څنګه په داسې ناببره د امریکا دومره نیزدې دوست او ملګری شو؟ او په دې دوستۍ کې چې امریکا په یمن کې د داعش نامراده وسیلې په مټ د سعودي عرب په وړاندې حلقه تنګه کړه نو ایران او سعودي دا خبره هیره کړه چې دوی دواړه د کومې توطئې ښکار دي، پلورونکی یو خو پیرونکي دوه دوه، اسلحه واخله او تیل راکه، د مذهبی اختلاف په اور کې د سوځیدو په دوران کې ددوی په شعور او عقل کې دا خبره عبور هم نه کوي چې دا د کوم سازش او توطئې ښکار یو…

مالیزیا او سوډان!

مالیزیا هم کله چې د ترقی او سوکالی بام ته وختله نو په ناببره ډول د توطئیو او پاڅونونو په تاو کې ګیر شوه او په ورو ورو دا هیواد هم د ماتې سره مخ شو، وروسته څیړنو ثابته کړه چې د مالیزیا په ماتې او بربادۍ کې د غرب مستقیم لاس وو. سوډان د نفوس له پلوه یو وخت د دنیا تر ټولو ستر مسلمان هیواد وو، چې بیا پکې پاڅونونه پیل شول چې د بغاوت په نتیجه کې مغربي تیمور ترینه جلا شو او په دې ډول د امریکا او د متحدینو لاس ته یې ولوید، آیا د مغربي تیمور دا بغاوت او پاڅون تبعي وو که نه شاته یې د چا لاس وو؟

پاکستان، هندوستان افغانستان او امریکا!

اویا کاله پاکستان او هندوستان، چې د مسلمانانو شمیر یې د پاکستان تر نفوسه زیات دی، د امریکا د توطئو ښکار دي، پاکستان کله د روس او چین ترمنځ فاصله پیدا کولو کې او کله هم بیا د روس په ماتولو کې د امریکا مرسته وکړه، خو خپله چې بیا د اسلامي نړی یو ستر هیواد وو همدغې امریکا او برطانیې د هندوستان په مټ په دوه ټوټو وویشه، بل پلو افغانستان چې له مودو مودو د توطئیو له مخې بیا د ګاونډیو هیوادونو په مټ د سترو قدرتونو د جنګ میدان دی او لا هم په دې اور کې کړیږي، کله په یوه بهانه او کله هم په بله بهانه ستر قدرتونو دلته خپل زور او ځواک ازمايي او د خپلو نویو ډول ډول، د بمونو د مور په شمول، اسلحو تجربې ترسره کوي او په دغه څیر خپلو جنګي وسائلو او اسلحو ته بازار او مارکیټ پیدا کوي…

پاکستان او ایران!

دا داوړه اسلامي هیوداونه هم د نړیولو توطئیو او سازشونو ښکار او د یو بل دښمنی ته ناست دي، ددوی ترمنځ یې یو لور ته د سعودي هیواد د اختلاف مصدر ګرځولی بل لور ته د ګوادر بندرګاه، یو لورته که هندوستان، امریکا او ایران دي نو بل لور ته امریکا سعودي عربستان او پاکستان دي.

سعودي عربستان ته د ډونلډ ټرمپ اوسنی سفر!

څو چې ډونلډ ټرمپ له سعودي نه بیرته ځي تر هغو پورې به سعودي عربستان له هغه نه د یو سل او لس میلیارده ډالرو اسلحه د تیلو په عوض کې اخیستلو سره یو خوا د اسلام ستر دښمن امریکا قوي کړې وي او بل پلو به همدغه اسلحه بیا د مسلمان په وړاندې د کارولو کومه سازشي پروژه ورپه ګوته شوې وي، یعنې د عراق، ایران او سعودي تیل به د امریکا د اسلحو په بدل کې ګویا وړیا ځي او د امریکا چې کوم هدف دی، د مسلمان په وړاندې د دغې اسحلې کارول هغه به هم ترسره کیږي.

یا الله ته د مسلمان عقل او شعور راویښ کړه!

یا الله ته له مسلمان نه مؤمن جوړ که، یا الله ته یې له زړونو د نفاق او خپل منځي اختلاف تخم او فکر له منځه ویسه، یا الله ته مسلمان ته دا توفیق ورکړه چې د دښمن په توطئیو پوهه شي، یا الله ته سلیم عقل ورکړه. آمین

د اسلامي امت د یو موټي کیدو، خپلواک او سرلوړي افغانستان په هيله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د