fbpx
Personal unknown

انسان جوړونه – نعمان منلی

پخوانیو چينايانو د خپل هیواد د امنیت له پاره په ټول چین باندي ستر دیوال را وګرځاوه څو په امن او ډاډ کې ژوند وکړای شي، دوی خورا لوی او مزبوت دیوال جوړ کړ او د دیوال له جوړولو وروسته ډاډه او په ارام په کورونو کې کښېناستل ځکه هغوی په دې فکر وو چې د دوی په لوی اومزبوت دیوال هیڅ دښمن نشي را اوښتلی او نه یې کوم دښمن دنړولو وس لري.

د دیوال له جوړولو وروسته په سلوکلونوکې دننه په چین باندي دری ځله باندنيو دښمنانو يرغلونه وکړل او چین به یې لاندي کړ، په دې بریدونو کې د چينايانو دښمنانو نه دهغوی ستر دیوال نړولی او نه په هغه ور اوښتي دي، بلکي د دروازې ساتونکي ته به یې رشوت ورکړ او په ارام به ورننوتل. چينايانو د دیوال جوړولو په مهال د ساتونکي انسان جوړول له یاده ايستلي و دوی فکر کاوه چې یواځي دیوال جوړول مهم دي خو په حقیقت کې دهرشي له جوړولو مخکي دانسان جوړول خورا مهم او ډیر ضروري دي .
زموږ په هیواد کې هم د هیواد نړولو او ویجاړولو په ترڅ کې د هیواد جوړولو او ودانولو کیسه هر وخت ډیره توده وي، او له مختلفو لوریو د هیواد جوړولو هڅې ! رواني وي. دا هڅې که رښتیني دي که نارښتیني په هرصورت خبره ګرمه او توده ده خو دانسان جوړولو په باره کې هیڅوک څه نه وایې، ته وا ټول جوړ او تیار سره رایوځای شوي یو او دې لورته توجه مهمه نده .
او حقیقت داده چې ټوله ستونزه په انسان کې ده یوه فرضي کیسه مي یوځای ولیدله چې یو ماشوم خپل پلار ته نقشه په لاس ولاړ و او له پلار نه یې د کومځای د ورښوولو پوښتنه کوله پلار یې په کوم مهم کتاب بوخت و هلک ته په غوسه شو چې هاخواشه خو هغه خپله غوښټنه تکراروله اخر یې پلار له لاس نه نقشه واخیستله په لاسونو کې یې ومروړله او څیرې یې کړه . هلک لاپه چیغو سر شو او پلار ته یې مشکل زیات شو اخر یې پلار ورته وویل: ته د نقشې ټوټې بیرته برابرې کړه وروسته به یې زه دروښیم، ده فکر کاوه چې دا ټوټې هسي هم ډیر وخت غواړي او هلک به بوخت پاته شي.
هلک په ډیر کم وخت کې پلار ته وویل: پلارجانه نقشه مي برابره کړه اوس هغه ځای راته وښیه ، پلار یې حیران شو چې څیرې نقشه یې څنګه داسي ژر برابره کړه له هلک نه یې پوښتنه وکړه چې څومره ژر دي د نقشې ټوټې بیرته ترتیب کړې؟! هلک ورته وویل: پلار جانه د نقشې په بل مخ دانسان انځور و کله مي چې انځور برابر کړ او انسان جوړ شو د دنیا ټوله نقشه جوړه شوه، د نړۍ د نقشي په اړه دهلک دا ماشومانه حرکت یو لوی او ستر حقیقت ده او په رښتیا هم کله چې انسان برابر شو ټوله نړۍ سمه او برابره ده .

پوهان وایې په نړۍ کې د هرشي له جوړولو د انسانانو او اوټولنو جوړولو کار سخت ده، زموږ دهیواد لویه ستونزه داده چې موږ سم نه یو زموږ پر جوړولو ډیر او زیات کار ته اړتیاده، په خدای باور وکړئ زه چې کله زموږ موجوده حالت ته ګورم هک حیران شم !! دانسانانو د جوړولو خبره تش خوب او خیال ده، ځکه په دې وطن کې مفاهیم اوښتي دي ښه بد او بد ښه ګرځیدلې دي، نن سبا د راتلونکو ټاکنو له پاره منډې ترړې روانې دي او دا ډلې ډلې خلک چې ګرځي ډیری یې غله او قاتلان دي، زموږ په سرنوشت باندي دغلو او قاتلانو ډلې ډلې انسانان رایوځای کیږي او غواړي په کاواکه بدن کې مو پاته وینه وزبیښي او هډونه مو وشپیلوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د