مسلمان حاکمان د ټرمپ په خدمت کې

ابو یاسر

پرون ورځ یعني د مئ په شلمه نیټه امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سعودي عربستان دوره وکړه چې د سعودي د شاهانو لخوا ورته تود هرکلې وویل شو، عجیبه خو دا وه چې د ملک سلمان په شمول د ۵۰ اسلامي هېوادونو استازو هم د ټرمپ په ویاړ رابلل شوی غونډې ته هر کلې ووایه او د دې لپاره چې ټرمپ خوشحاله شي، د سعودي شاه ورته قیمتي مډال غاړه کې واچاوه، د یوه اردو سایټ هغه خبر هم زیات خپور شو چې: د مکی مکرمی د یو مسجد امام چ‌ سعد بن غنیم نومیږي په خپل ټویټر ولیکل چې: ولسمشر ټرمپ د خدای پاک رحمت دی!!

په داسې حال کې چې اسلامي نړۍ د صلیبي او یهودي جنګونو په اور کې سوځي، امریکا د اسرائیلو او ایران د نفوس لپاره عرب هېوادونه یو پر بل پسې له پښو غورځوي، عربي نړۍ د لا ټوټه کېدو په حال کې ده، د نړیوال صلیبي جنګ مشري هم د ډونالډ ټرمپ په غاړه ده، د سعودي عرب او اسلامي هېوادونو تش په نوم مسلمان استازي او حاکمان د ټرمپ په خدمت کې یو تر بله په سخته سیالۍ بوخت دي، چې رښتیا هم د اسلامي امت لپاره موجوده حالات د سختو پړاوونو سره مل دي.
د دې پر ځای چې اسلامي کانفرانس د اسلامي هېوادونو په ستونزو وغږیږي، د اسلامي امت پر وړاندې د صلیبي او یهودي ښکېلاک د ظلمونو مخه ونیسي، بر عکس د صلیبي او یهودي مشرانو سره د خپلې غلامۍ تړونونه تازه کوي او ډاډ ورکوي، چې تر خپله وسه به د امریکا د دښمنانو او د امریکا لپاره د مطلوب اسلامپالو په وړاندې به جګړې ته دوام ورکوي، له یوه طرفه سعودي عرب د شپږو عربي هېوادونو په ملتیا د یمن جګړه پرمخ وړي کومه چې د ایران سره غیرمستقیمه جګړه ده، له بله طرفه سعودي عرب، اردن، یمن او کویټ د هغو صلیبي لښکرو او د هغوی د پوځي وسایطو کوربانه دي، کوم چې امریکا د همدې عربي هېوادونو د اېل کولو لپاره دغو هېوادونو ته استولي دي.

حالات ډېر نازک دي، اسلامي امت د یوه ډېر سخت او حساس پړاو نه تیریږي، ګڼ شمېر اسلامي هېوادونه د صلیبي امریکا، روس، فرانسې، ایران او اسرائیلو تر مستقیمو او غیر مستقیمو تیریو لاندې دي، خو بیا هم په دې حساسو شېبو کې د اسلامي هېوادونو مشران یواځې د ټرمپ د خوشحاله ساتلو هڅې کوي، پدې کار کې د خپل دین، ولس، خاورې او اسلامي امت لپاره هیڅ ارزښت نه ورکوي!!

د کابل ادارې لومړی مشر اشرف غني هم د ټرمپ دیدار او هرکلي ته تللې، تر څو هلته د اسلام پرضد د پیل شوی روانې جګړې په هکله نوي کوردینات ترې واخلي، نوې لارښوونې او اوامر د ځانه سره راوړي، تر څو دلته ترې په اسلام ضد جګړه کې ګټه پورته کړي!! افسوس دی وي د اسلامي امت په دې دومره بد حالت چې ټول امت د مستبدو، وحشي او پلورل شویو حاکمانو او درباري ملایانو تر تسلط لاندې دی، تر څو چې اسلامي امت له دغې ذلت څخه د وتلو لپاره پخپله لاس په کار نه شي، حالت به یې نور هم بد تر شي، د یادولو ده چې ووایو: د ملګرو ملتونو د سازمان دنده، خو بې له هغې هم د نړیوال کفر د ګټو تضمین او ساتنه وه، خو تش په نوم اسلامي کانفرانس هم یواځې په نوم اسلامي دی او د امریکا د بشپړ اثر او نفوذ لاندې دی، په همدې خاطر له اسلامي کانفرانس نه هم هیڅ د خیر تمه نه شي کېدای، ځکه چې د جوړښت نه تر دا نن ورځې یې هیڅ یو د پام وړ خدمت اسلام او اسلامي امت ته نه دی کړی، حال دا چې د امریکا، اسرائیلو او روس ګټې یې ساتلي، ایران ته یې په اسلامي نړۍ د خپل راج د ساتلو فرصت ورکړی، فلسطین، عراق، سوریه، لیبیا، یمن، صومالیا، سوډان او… یې بیخي له پامه غورځولي، نو دغو واقعیتونو ته په کتلو موږ ته جوتیږي چې د اسلامي کانفرانس یواځې نوم اسلامي پاتې نور یې هر څه د اسلام او اسلامي امت په زیان او د کفارو په ګټه دي.

پدې هیله چې نور نو امت د غفلت له خوبه را بیدار شي، د خپلو مسلمو حقوقو لپاره په متحد ډول مبارزه وکړي او د تش په نامه مسلمانو حاکمانو او علماء سوء له له اسارته خلاصون و مومي.

د نړیوال کفر د بشپړ شکست په هیله

تبصرې (1)

  • د صلاح الدین ایوبی خبره ، جینی ، پیسه ، او شراب د مسلمان کمزوری دی ، اوس عرب په پیسه ، جینی ، او شراب باندی اخته شوی دی ، او نه غواړی چی دا شیان د لاسه ورکړی ، ځکه خو د جینی ، پیسی ، او شراب د پلار سره داسی خوخوګی خایی او مډالونه ورته اچوی.