fbpx

افغانستان ولې د چين لپاره اړين دی؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ غبرګولی، ۱۳۹۶): په دې وروستيو کلونو کې چين د افغانستان په قضيه کې په بې ساري توګه فعال شوی، له ۲۰۱۴ کال راهيسې چين افغان حکومت سره خپلې مرستې او اړيکې زياتې کړي دي او ټينګار کوي، چې د افغان سولې لپاره به په هېڅ ډول فعاليتونو سرپه ونکړي.

چين په ۲۰۱۱ م کال کې د افغانستان په اړه د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس کوربه توب هم کړی، ۲۰۱۱ کې يې د بهرنيو چارو وزير «ينګ يي» په مشرۍ لوپوړی پلاوی کابل ته رالېږلی و او د افغان سولې په اړه يې له روسيې، ايران او پاکستان سره پرله پسې خبرې کړي او د څلور اړخيزو ناستو مهم لوبغاړی هم و، چې وروسته ناکامې شوې.

د افغان حکومت سربېره چين له طالبانو سره هم ښې اړيکې لري او هڅه کوي، چې د دغو اړيکو له لارې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ روغه جوړه وکړي.

له چين څخه خپرېدونکې «ساوت چاينا مارننګ پوسټ» ورځپاڼې افغانستان کې د چين فعاليتونو او اهميت په اړه په خپله مقاله کې د فعاليتونو تر شا لاملونو ته اشاره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، افغان سوله کې د چين د هڅو يو لامل دا دی، چې چين د ترکستان د اسلامي ډلې له خوندي مرکزونو اندېښنه لری، دويم دا چې غواړي افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور ځای ناستی شي او د ناټو د پوځي حضور تشه په اقتصادي او سياسي فعاليتونو ډکه کړي. درېيم دا چې چين غواړي سيمه کې داسې ثبات او امنيت راشي، چې د چين شاوخوا هېوادونه خوندي او باثباته وي، تر دې، چې د چين اوږدمهالي اقتصادي پلانونه په کې په سمه توګه پلي شي.

د ۲۰۱۴۴ په پای کې، چې ناټو عسکرو افغانستان کې خپل پوځي ماموريت کمزوری کړ، له هغه وخته طالبان مخ پر وړاندې روان دي او اوس حکومتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې جګړو کې له خنډونو سره مخ دي.

ساوت چاينا مارننګ پوسټ وايي، د افغانستان امنیتی، اقتصادي، او سياسي وضعيت ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دی، د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ د ملي وحدت حکومت له دې ستونزو د وتلو توان نه لري او له همدې امله يې د چين د پراخو هڅو هرکلی کړی دی.

ورځپاڼې ليکلي، چين د افغانستان ناامني د خپل هېواد له ناامنۍ سره تړلي بولي او وايي، که افغانستان کې سوله او امنيت را نه شي، دغه هېواد کې به د ترکستان اسلامي غورځنګ بيا فعال شي، د نشه يي توکو کرکيله به زياته شي، چې اغېز به يې بيا چين ته ورسيږي.

سويلي اسيا ته د ګواښ لپاره د داعش وسله والې ډلې مرکز په ختيځ ننګرهار کې دی، چې له پاکستان سره په ګډه پوله فعاليتونه کوي او له دغه ځايه د سويلي او مرکزي اسيا هېوادونو ته د نا امنۍ ګواښونه کوي.

ورځپاڼه زياتوي، چې چين پر دې اندېښمن دی، که افغانستان کې جګړه څومره اوږديږي، دغلته به ناټو لپاره د فعاليتونو او شتون بهانه برابره وي او چين دا نه غواړي، چې افغانستان کې دې ناټو تر اوږدې مودې پورې پاتې شي.

چين غواړي د «يوې کړۍ يوې لارې» اقتصادي پروژې لپاره هم افغانستان کې د سولې پراخ ګامونه واخلي او غواړي، چې په ټوله سيمه کې د رښتينې سولې لپاره فعال کردار ادا کړي.

چين د «يوې کړۍ او يوې لارې» اقتصادي پروژې لپاره د ميلياردونو ډالرو سربېره خپل زرګونه هېوادوال هم په کار اچوي او له همدې امله د دې پروژې د بريا لپاره تر ټولو لومړی د سيمې او افغانستان خونديتوب اړين بولي.

دغه لاره به له چين څخه افغانستان او له دې ځايه د مرکزي اسيا له لارې اروپا او افريقا ته ځي او چين غواړي، چې خپل سوداګريز مالونه له دې لارې نړۍ ته ورسوي.

ساوت مارننګ پوسټ ورځپاڼه وايي، چې د هېوادونو بهرنۍ تګلارې تل په سيمه ييزو ګټو ولاړې وي او له همدې امله چين پرېکړه کړې، چې افغانستان کې سوله او ثبات راشي، افغانستان پرمختګ وکړي او افغانان سوکاله او ارامه ژوند ولري.

ورځپاڼه وايي، چې په لنډ راتلونکي وخت کې به چين د خپلو هڅو پايله وګوري او نړۍ ته به داسې مثال پرېږدي، چې د افغانستان او سيمې امنيت او ثبات لپاره يې څرنګه رښتيني او ګټور ګامونه واخيستل.

دا راپور د چين د نړيوال امنيتي څېړنيز مرکز څېړونکي ريچارډ ګيزي ليکلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د