شعـــــرونه

د اسرار الله حسن زی دوه شعرونه

اسرار الله حسن زی

خـــــــــدای دی مــــــه بنــــدوه کار په وزارت کی
د خـــــپــل کار بــــه شـــی انــکار پــه وزارت کی

هــــــسی خـــوشی چټــی لاړ نــشـی شعبـی ته
چی دی نه وی دوست او یار په وزارت کی

ماسپښین کی به په سلو کی لس لمونځ کۍ
نــــور (۹۰)نــوي واړه مــــــــردار پـــه وزارت کی

بـــل لـــــوڅ مـــخـــی پـــتــلـــون کــړی جنکۍ دی
ډیــــر بـــه زر شــــی ګــــنـــهــګار پـــه وزارت کی

د جــــنــډر یی پــــــکی دومــــره بیــــخ ایستلی
نـــر او ښـــځـــی دی اچــــــــــار پــــه وزارت کـی

ګمان نــکـــــوم که به ټــک کار درته وکــــــــــړی
کــه ریس دی وی هــم پلار په وزارت کـــــی

واســـــطه او یا پــــیســـی کــــــه دی قـــــوي وی
بیا کــــه وشـــی کـــــــومـــه لار په وزارت کــــی

پــه زرځــــله او ســـــل ځـــــله به پښـــیمان یی
که دی کار بند شــــو کوم وار په وزارت کی

پـــه پښـــــــتو خـــو پــــکی یو خـــبره نـــشــــــته
په فـــــارســـی دی ټـــول ګفتار په وزارت کی

کـــه به کله داســـی ډیر مجبــــوریـــت نه وی
وبـــه نــــه ګــــوری اســــــــرار پــــــه وزارت کـــی

تــــحول اوتــــداوم او اصلاحات او همپالنه
دواړه ګــډ کـوی شــــیروار په وزارت کــــــــی

کـــــه دی لـــــــږه په قـــــــانـــــون خــــــبره وکـــړه
شاید وخوری کوم ګـــوزار په وزارت کــــــی

نن وزیرصیب او معین صیب دی مجلس کی
بـــــــس هـــمــــدغـــه دی شــعــار پــــه وزارت کـــی

بل چی څوک خو د وزیرصاحب خپلوان وی
نــــو لـــــــري ښـــه اقـــــتــــــدار پــــه وزارت کــــــی

“حــــســـــــن زی”چـــــی پکی کله ډیر راتـنګ شو
ایـــــســـته یــی ولـــیـــکل اشــعــار په وزارت کی

اسرارالله حسن زی

کابل د عدلیه وزارت

اوړي را اوړي
څه لږ مخکی څه وروستــــــــې اوړي را اوړي
بعضي خــــــلک ورپســـــــــــي اوړي را اوړي

بعضــي وروسته د یو څه وخت رنګ بدل کړي
ځــــــــیني، ځــــــــیني سمدستي اوړي را اوړي

مونږ په 1919 کـــــــــــــــــــــــــــــــې ازاد شو
خو لا اوس هـــــــــــــــم ازادي اوړي را اوړي

هغه پُل زمونږ د غوا هـــــــــــــــــم نه هیریږي
چې پنځه وخته پري ځـــــــــــي اوړي را اوړي

مـــونږه ځـــــکه هــــــــدیري نه دیــــــوال وکړ
ټوله ورځ ورباندي سپـــــــــــي اوړي را اوړي

په سیاست کې سیاستوال خو په اسلام کې منافق دی
چې دریځ د کـــــــــــــوم سړی اوړي را اوړي

دا خو وائــــــــــې طوخم بند شو او تګ بند شو
خو څه خلک قانونــــــــــــــــي اوړي را اوړي

ما او تا لره پاسپورت ویـــــــــــــــزه په کار ده
خو چارواکـــــي په کی پـــري اوړي را اوړي

ون غنی ټو عبدالله چې په جنجــــــــــــــال شي
نو جان کـیري پــــکې تـــــري اوړي را اوړي

چې ګلـــــونو ته ورځي دا په کـــــــې شته دی
چې حتماً به په اغـــــــــــــزي اوړي را اوړي

چې دي هر څوک مخــالف وي (حسن زیـه !)
همغه دي په زړګـــــــــــــــي اوړي را اوړي

اسرار الله حسن زی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx