ورزش

د سوچي المپيک د سرو زرو لومړنی مډال امریکایي لوبغاړي وګاټه

نن ټکی آسیا: د ۲۰۱۴ کال د سوچي د ژمنیو المپیک لوبو،چې د تیرې جمعې په ورځ پیل شوې؛ د سرو زرو لومړنی مډال یوه  امریکايي لوبغاړي سېج کوتسینبرګ وګاټه.
کوتسینبرګ ته دا مډال د نارینه وو د تختې په وسیله پر واورو د ښویېدو یا سنو بورډنګ په لوبه کې ترلاسه کړ.

د یادونې وړ ده، چې په دې څانګه کې نارویجي لوبغاړي ستال سندبیخ د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ او کاناډايي لوبغاړي مارک مک موریس د ژېړو د میډال په ګټلو بریالی شو.
ویل کېږي، چې د سوچي د المپیک لوبو د لوبغاړو لپاره خورا مصروفه ورځ وي، د نن ورځې په پای کې به اتو نورو لوبغاړو ته مډالونه ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x