هلمند: سنګین کې قومندان خپل ۸ تنه پولیس وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ غبرګولی، ۱۳۹۶): د سنګین ولسوالۍ امنیتي چارواکي وایي چې د پولیسو یوه قومندان خپل ۸ تنه پولیس سرتیري وژلي او د وسلو سره یوځای تښتیدلی دی.

پېښه د کندهار- هلمند پر لویه لار په سنګین ولسوالۍ کې رامنځته سوي، چارواکي وایي د عبدالمالک په نوم د پولیسو قومندان د خپلي پوستې ۸ تنه پولیس وژلي او د  وسلوالو طالبانو سره یوځای سوی دی.

د هلمند امنیه قومندان اقانور کینتوز هم د پېښي پخلی کړی خو زیاتوي چې په پېښه کې درې پولیس وژل سوي او درې نور ټپيان دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په سیمه کې د یوې پوستې د نیولو خبر ورکړی دی، نوموړي په خبرپاڼه کې ویلي چې په پوسته کې یې ۸ تنه پولیس وژلي او یو تن یې ژوندی نیولی دی.

احمدي په جګړه کې د ځینو وسلو د نیولو یادونه هم کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د