به بدن کي دویني دښه بهاو لپاره ۳۰ دقیقي قدم وهل لازمي دي

walk_in_morning (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۲) نیویار: دروغتیایی چارو پوهانو خبرورکړي دي چي یواځي ښه خورک نشي کولای چي دانسان دښه صحت ضمانت دي وکړي، بلکه دښه صحت لپاره باید ورځنئ ورزش هم انسان دخپل ژوند یوه لازمي برخه وګرځوي، امریکایی روغتیا پوهانو څیړني کړی دي چي په بدن کي دویني ښه بهاو دډیرو ناروغیو مخه نیسي،

ماهرینو داهم ښودلی ده چي همیشه پریوه ځاي باندی ناستی دانسان په بدن کي دویني دسستیا سبب کیږي اولدي سره بدن هم ورسره سستي اختیاره وی او انسان له ډول ډول ناروغیوسره مخکیږي، نو ځکه ماهرین وایی که انسان غواړي چي چست اوچالاکه واوسیږي نو ورځني ۳۰ دقیقی ورزش باید دځان عادت وګرځوي، راځي وروڼو چي ورځني ورزش او لامبو وهل دژوند د چارو یوه حصه وګرځوو.

بخت الرحمن بخت…………….نن تکی اسیا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.