نظــر

کرزى بايد محاکمه شي!

د ٢٠٠١زېږيديزکال له پيل سره پر افغان مظلوم ملت د امريکا د ډېرو کرغېړنو مخو د پلي کولو په خاطر کرزى د  افغانستان د جمهور ريس پرنامه پر چوکۍ ونښلول شو.
د دې نظام بنسټ پر ډيموکراسۍ او د ډيموکراسۍ بنسټ بيا په سيکولريزم ټينګ دى. د حامد کرزي نظام د طالب پر  نامه داسلام او افغاني کلتور په وړاندې له هيڅ ډول ظلم نه دريغ ونه کړ. جالبه داوه چې په دې نږدې ديارلسو کلنوکې   د کرزي د بادار او پخپله دکرزي ميډيا دا تبليغوله چې دوى له هغو طالبانو سره جنګېږي چې ښځې د باندې نه  پرېږدي او د دوى په خبره د انسانيت هيڅ ډول ارزښتونو ته قايل نه دي.مګر په غړولو سترګو مو وليدل چې دوى  افرادو سره نه بلکې له ټول اسلامي فکر او رښتيني افغان کلتور سره په جګړه دي. ځکه چې په دې بايد پوره سره  متفق شو چې دغه دوولس کاله د کرزي دبادارانو او کرزي په وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د وخت  مجاهدينو په پرتله دې صف ته نوي ځوانان ډېر ورغلي دي.

ځکه چې د کرزي په نظام کې د دښمنۍ معيارونه ږېره، لونګۍ، پښتو، د لمانځه پابندي او… دي، هرچا چې دغه  معيارونه پوره کړي دي، د کرزي نظام هغه دښمن ګڼلى هغه يې وهلى، ټکولى، زنداني کړى او آن شهيد کړى دى. بيا  يې نو دغچ پر پلمه همدا وهلى، ټکولى، زنداني شوى او دشهيد خپلوان راپاڅېدلي دي. چې په مقابل کې کرزي نه  يواځې داچې په دې ديارلسو کلو کې مقابل مقاومت غلي نشوکړاى، بلکې لا يې هم خپل مخالف صف قوي کړ.

د کرزي د نظام په لومړيو کلونو کې د مجاهدينو څرک نه و، د امارت د وخت دمجاهدينو بياسمون يې ښايي يوعلت  وي، مګر د عامو خلکو په جهاد کې ورننوتل سره له دې چې وروسته د فکر پراساس شو، مګر په لومړيو کې دغه  خلک جنګ ته مجبور کړل شول، د کرزي د نظام په نظامي برخه کې تر دې اندازې د ملت ځورونې روحيه پياوړې کړل  شوه چې که د دې ذليل نظام کوم ذليل عسکر له چا سره په موبايل کې لويه فحاشي وويني په چينګه خو له يې د  بلوتوت غوښتنه کوي، خو که د اسلام، جهاد تقرير يا شعر وويني د زندان د تمبو شاته يې لېږي.
په ټوله کې چې د کرزي د محاکمې بنسټونه تشکيلوي دغه جرمونه دي:

١:کرزي دخپلو بادرانو په واسطه ټول پښتانه ډې ډې آر او ډاياګ کړل چې په مقابل کې يې د شمالي ټلوالي سرخېلانو  آن په شمال کې ښې ډېرې درندې وسلې کور په کور ووېشلې چې په دې توګه بلواکه کرزي د خپلو واکدارانو پرمټ په  لوى لاس د خپل منځي جګړو تخم وکاره.

٢:کرزي په خپله بلواکه واکمنۍ کې د پښتون  او فارسيوان،شعيه او سني، تاجک او هزاره، کوچي او هزاره او…  نورو نومونو په ګران هېواد کې د وروڼو قومونو ترمنځ په ټول تاريخ کې بې مثاله د کرکې تخم وشينده.

٣:د کرزي په بې شرمه واکمنۍ کې د بيان د ازادۍ له ډنډورې په استفادې زموږ شته نسل له مخې پوپناه کړ، او له  دې وسيلې په استفادې يې زموږ ستر ارزښتونه وښکنځل او کور په کور يې د بې حيايي ځړي وکرل.

٤:د کرزي په ډېموکراسې ولاړ نظام کې لسګونه ځوانان د اسلام له مبارک دينه واوښتل چې د همدې بلواکې ادارې له  خوا ورته لا آن له هېواده دباندې تلو زمينه ورته برابره شوه.

٥:د کرزي په بلواکه واکمنۍ کې د هېواد نږدې ټول کانونه او معدنونه د دبادارانو له خوا چور شول، چې دټول ملت په  وړاندې يې مسوول همدا ګوډاګى دى.

٦: د ده په دې ناروا رژيم کې د اسلام اصلي وارث(ملا) دومره سپک ، ذليل او دکرکې وړ وګڼل شو، چې ممکن  راتلونکى نسل مو تر دې ځينو سيکولرو ځوانانو څو ګامه وړاندې لاړشي.

٧: دکرزي په ناروا رژيم کې د اسلام د منبع (مدرسې) بنسټ وويستل شو چې له امله يې اسلام ښوونه او روزنه پوره  ټکنۍ شوه.

٨:د کرزي بلواکه رژيم د دې مسوول دى چې په ټوله نظام کې د ښوونځي او مدرسې د ورورۍ او خورۍ فضا بلاتشبه  د وزې او لېوه په کرکه بدله کړه.

٩: د کرزي بلواکه ادارې د بيان دازادۍ ډنډوره ګرمه کړه، او د دې ګرمتيا لپاره يې ښځې نيمه لوڅي دباندې  راوويستې او د جنسيو تيريو تله يې دومره درنده کړه، چې آن درې کلنه ماشومه هم پکې تر بريد لاندې راغله.

١٠: د کرزي بلواکې ادارې د دولت او ملت ترمنځ فاصله دومره درازه کړه چې آن د ارګ ترڅنګ ماشومان له يخه مړه  شول.

١١: د کرزي بلواک رژيم د افغانستان په معاصر تاريخ کې د حزب اسلامي د زرداديزم يو بل پړاو(اربکيان)وزېږول  چې ښايي د کرزي د حکومت د ملت شکونې، لوټنې، بې عزتۍ او ذلالت تر ټولو ستره وسيله وي.

پورته لاملونه د ګوډاګي کرزي دملت او هېواد په وړاندې جنايتونه دي، چې هيڅ دليل ورته نه لري. دهمده په دوره  کې، کورنه وران شول، ماشومان شهيدان شول، ميندې بې ستره شوې، قرآنونه وسوځول شول، جوماتونه وران شول،  له ښارونو او کليو ملايان ورک شول، ډمامې ګرمې شوې، ديني مجالسي ترهګرې شوه، د اسلام اصل فهم له منځه  يووړل شول، د مسلمانانو پر مقدساتو ملنډې ووهل شوې، مګر پر دې جناياتو سربېره کرزى د خپل قانون له مخې هم  د محاکمې وړ دى، ځکه چې هغه په زغرده له اسلامه مخ اړولى، پر دې خاطر چې:

١: د ټولو علماوو په اتفاق ډيموکراسي ښکاره کفر دى، او دې ښاغلي ټول ديارلس کاله د کفرد تحکم لپاره منډې  ترړې کړې دي.

٢: د الله جل جلاله حکم دى، چې کفار پر دوستۍ مه نيسئ،مګر ده په زغرده دهغوي د دوستۍ اعتراف کړى.

٣: الله جل جلا له فرمايي، چې يهود او نصارا له تاسې نه ترهغو نه خوشحالېږي ترڅو يې پيرو نشئ، له دې جناب! نه  دومره خوښ دي، چې آن ممکن د درېيم ځل لپاره يې هم د پاچا کېدو هڅې وکړي.

٤: الله جل جلاله د المايدې په څلورڅلوېشتم ايات کې فرمايي  چې: څوک د الله له نازل کړي قانون سره سمې پرېکړې  نه کوي، همغوى کافران دي. خو کرزي په ټوله دوره کې نه د کوم غله لاس پرې کړل، نه يې کوم زاني سنګسارکړ، نه  يې کوم قاتل اعدام کړ، نه يې کوم مرتد وواژه.

٥: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: من بدل دينه فقتله، ژباړه: چا چې دين (اسلام) بدل کړ ويې وژنئ! دې  ښاغلي!د حديث شريف برعکس لسګونه مرتدين لا د بهر په وېزاګانو نازولي دي.

نو په پاى کې د کرزي خپل قانون هم وايي چاچې د اسلام له دينه مخ واړاوه نو بايد ووژل شي، نو کرزى که په اسلام  باور نه لري حد اقل د خپل قانون له مخې دي محاکمه پر ځان ومني، اوکه اوس شونې نه وي، پر دې بايد باور ولري  چې د محمد بن قاسم لارويان  دې تر مرۍ منګولې در رسولى شي، بيا نو د مجاهدينو د موټرسايکلو د غورا په تمه  اوسه!

ډاکټر عطا محمد رحيمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x