
ظاهر قدير حکومت ته د غچ ګواښ وکړ
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ غبرګولی، ۱۳۹۶): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالظاهر قدير حکومت ته ګواښ وکړ، چې د خپلو کړنو بدله به وويني.
قدير په ننګرهار کې د وروستیو نا امنيو اړوند د قومي مشرانو يوې غونډې ته په خبرو کې داعش ته په اشارې حکومت ته د خپلو کړنو ګواښ وکړ.
قدير پر داعش او حکومت یوځايي غږ وکړ «داعش دې هم پر دې خبر وي او حکومت هم، څه چې دې راسره وکړل، له هغې سره به مخ کېږې!»
ظاهر قدير وړاندې تر دې هم داعش ډله د حکومت پروژه بللې وه او حکومت يې د هغې پر ملاتړ تورن کړی و.
په دې ناسته کې چې د ننګرهار په امنیتي ستونزو په تېره بیا د داعش پر فعالیتونو خبرې کېدلې، ظاهر قدير وویل، داعش هڅه کوي توره بوړه خپل مرکز وګرځوي، خو په وينا يې دا به يې هم د اچين په څېر په هدېره بدل شي.
په ناسته کې چې د ننګرهار ولایتي ادارې هم برخه درلوده، قومي مخورو امنیتي مسوولین د داعش پر وړاندې په بې پروايۍ تورن کړل.
په ختيځ زون کې د قومونو د یووالي او همغږۍ شورا مشر لعل اغا کاکړ د جګړې اور تر پخوا ګرم وباله او په وينا يې ګڼ زلمي د مخالفينو لیکو ته جذبېږي.
تېره میاشت چپرهار کې د طالبانو او داعش تر منځ د نښتې پر مهال هم، ظاهر قدير بهرنیان پر دې ملامت کړل چې د داعشيانو پر وړاندې د طالبانو لیکې کمزوري کوي او بمبار پرې کوي، خو داعشي وسلهوال له بمباره ساتل کېږي.
د داعش د پیل په وخت کې هم ظاهر قدیر خبر ورکړی و، چې له نوموړي سره د اسنادو بشپړې «سې ډيانې شته، چې دا د حکومت او امریکا ګډه پروژه ده.»
که څه هم د ولسي جرګه دغه استازی داعش د حکومت پروژه بولي، خو امنیتي مسوولینو تازه په اچين کې د ګڼو داعشي ټوپکيانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د ننګرهار له رسنیز دفتره خپره شوې خبرپاڼه ليکي، په تېرو څو ساعتونو کې يې نهه نوي داعشي وسلهوال وژلي دي.
داعش ډله په افغانستان او پاکستان کې د ۲۰۱۵ ميلادي کال د جنورۍ په نهه ویشتمه را پیدا شوه، چې افغان خاوره کې يې مشري عبدالرحيم مسلم دوست او پاکستان کې حافظ سعيد پر غاړه لرله.
دغه ډله چې له نږدې دوه کاله مزله وروسته هم، ننګرهار کې پاتې ده، د دې ولایت په سپين غر، اچین، هسکه مېنه، کوټ او چپرهار کې يې مرکزونه جوړ کړل، چې له وسلهوالو طالبانو سره د مخالفت له امله يې اوس زور يوازې تر اچين محدود دی.
دا منافق خو په شورا کې ناست دی او دسې ای اې دالر وهي ، نالت په داسې غیرت او پښتو چې له يوې خوا د قوم پالنې خبرې کوي او له بلې خوا په مړو ستر ګو او بې ایمانه وجدان د اشغالګرو پيسې او دالر وهي !
که نر یې وسله واخله غزا او جهاد وکړه !!!
تف تف تف لانت په اسلام او هېواد خر څونکو !!!
د ظاهر قدیر په دغه شغالی منافقانه خبرو مه خطا وځی ، هغه غله ته د راننوتو او کوربه ته د ویشتو بلنه ورکوی یعنی له دواړو باچ یا کریدت تر لاسه کوی . داعشیان د ګلیدین به مشری د مادر بم په واسطه رسمی مشهور او ونمانځل شول ، ظاهر قدیر په مشرقی ، عبدالرازق هلکو په قندهار ، دوستم په شمال ، اسمعیل په هرات او داسی نور لوی واړه په ښکاره قوماندانان به د ګلبدین د مشری لاندی کار کوی . دروغچن حافضه نه لری ، قدیر له یوی خوا وایی چه داعشیان امریکا او حکومت رامنځته… نور لوستل »