افغانستان

برتانيا: مانچسټر کې چاودنې ۱۹ کسان وژلي او پنځوس يې ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۳۹۶):د برتانيې مانچسټر ښار ايرينا سيمې کې د يوه کنسرټ پر مهال چاودنه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او له پنځوسو زيات ټپيان دي.

د مانچسټر پوليس وايي، چې پر ځايي وخت د شپې لس بجې پنځه دېرش دقيقې، د يوه امريکا سندرغاړي اريانا ګرنډې په کنسرټ ځای کې درنه چاودنه وشوه.

د پوليسو په وينا تر اوسه د ۱۹ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی او له پنځوسو زیات ټپيان دي.

پوليس وايي، د لومړنيو پلټنو له مخې ښکاري، چې دا به د «ترهګريزه» پېښه وي.

عيني شاهدانو برتانوي رسنيو ته ويلي، چې يو دم يې د درنې چاودنې غږ واورېد، له پېښې سمدستي وروسته مرستندويه ډلو وژل شوي او ټپيان روغتون ته ولېږدول او د مانچسټر ريل سټيشن هم خپل خدمتونه تړلي دي.

د کنسرټ ګډونوال وايي، چې د درنې چاودنې له اورېدو وروسته په سالون کې اړی ګړی پيل شو، خو په دغه بريد کې سندرغاړي ته زيان نه دی اوښتی.

عيني شاهدان وايي، چې په وينو لت پت خلک يې وليدل، ځينو ګومان کاو، چې پوکاڼۍ چاودلې او غږ يې د لاسپېکر له امله دومره دروند دی، خو روروسته روښانه شوه، چې د چاودنې له امله کنسرټ په وينو لړل شوی دی.

د مانچسټر پوليس وايي، د پېښې ځای کې شاوخوا زر کسان وو، خو تر اوسه يې کره شمېر نه دی معلوم، چې څومره کسانو ټکټونه اخيستي وو.

د راکيل په نوم د کنسرټ يوه ګډونوال رسنيو ته وويل، چې دی له خپلې لور سره کنسرټ ته تللی و، خو پرېکړه يې وکړه، چې له رش څخه د ځان خلاصولو لپاره د کنسرټ له پای ته رسېدو وړاندې ووځي، څنګه چې ووتل د يوې درنې چاودنې غږ يې واورېده.

برتانوي پوليسو تر اوسه د چاودنې د نوعيت په اړه څه نه دي ويلي، خو رسنۍ وايي، چې امنيتي او استخباراتي چارواکو د پېښې ځای کې پلټنه پيل کړې ده.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x